په کابل کې له ۱۸ کلونو د کم عمره ځوانانو د فوټبال لیګ پیلېږي
![په کابل کې له ۱۸ کلونو د کم عمره ځوانانو د فوټبال لیګ پیلېږي](https://gdb.rferl.org/2412483F-4A99-40D7-BB4B-08900598F9F5_w800_h450.jpg)
په کابل کې له ۱۸ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو د فوټبال لیګ پیلېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دې مطلب له بیان سره وايي، د فوټبال لیګ پهدغو سیالیو کې به له کابل ولایت څخه اته مخکښه لوبډلې ولوبېږي.
د یاد فدراسیون د مطبوعاتو امر شفیع شاداب ازادي راډيو ته وویل، سیالۍ د راتلونکي شنبې په ورځ پیلېږي.
ټاکل شوې دا سیالۍ د فوټبال فدراسیون په سټډیوم کې پیل شي.
د فوټبال فدراسیون دا سیالۍ داسې وخت اعلانوي چې همدا تېره اوونۍ دغه فدراسیون د کابل په کچه د مېرمنو لوبډلو تر منځ سیالۍ هم تر سره کړې.