د سالنګ لویه لار بیا د موټرو لپاره خلاصه شوې
![د سالنګ لویه لار بیا د موټرو لپاره خلاصه شوې](https://gdb.rferl.org/2CA8D1A4-A661-479C-BD7E-611BE2E64F6D_cx0_cy16_cw0_w800_h450.jpg)
د سالنګ لویه لار بیا د موټرو لپاره خلاصه شوې ده.
د سالنګونو د څارنې او ساتنې د ادارې مشر، عبدالبصیر حبیبي نن، د فبرورۍ په څوارلسمه ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیو دوو ورځو کې په سالنګونو کې د واورې د شدت او برفکوچونو له امله دموټرو پر تګ راتګ بندیز و .
ښاغلي حبیبي ویلي چې په سالنګونوکې د واورې شدت او برفکوچونه ساری نه لري.
هغه وویل چې د احتیاط له مخې ، موټرو ته د شپې له خوا د حرکت اجازه نه ورکوي.