د ناټو سرمنشي: د افغان حکومت له بشپړ ګډون پرته د سولې هڅې نتیجه نه ورکوي
![د ناټو سرمنشي: د افغان حکومت له بشپړ ګډون پرته د سولې هڅې نتیجه نه ورکوي](https://gdb.rferl.org/46e97814-05c9-4ff9-9fa3-0d01a9a65f58_tv_w800_h450.jpg)
د ناټو عمومي منشي وايي چې د افغان حکومت له ګډون پرته به د سولې هېڅ راز هڅې نتیجه ورنه کړي.
ینس ستولتینبرګ له آزادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې روسیه او په افغانستان کې ټول ښکېل اړخونه باید د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې د افغانستان زلمي خلیلزاد پیل کړې دي.