د تخار پولیسو نېږدې شل کیلو ګرامه هیروئین نیولي
د تخار ولایت پولیسو نېږدې شل کیلو ګرامه هیروئین نیولي دي.
د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر رسنیو ته وویل، پولیسو ۱۸ کیلو ګرامه هیروئین هغه مهال د تالقانو ښار د غربي معبر په سیمه کې ونیول چې په يوه کرولا موټر کې له بدخشان ولایته د تخار له لارې کندز ته قاچاق کېدل.
د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور دوه کسان نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.