عمران خان: له عربستان سره په ګډه د اسلامي نړۍ ناخوالې کراروو
![عمران خان: له عربستان سره په ګډه د اسلامي نړۍ ناخوالې کراروو](https://gdb.rferl.org/3BC3F432-AB03-4A3C-99A6-0727B771D6D8_cx20_cy16_cw65_w800_h450.jpg)
د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، غواړي له عربستان سره په ګډه د اسلامي نړۍ روانې ناخوالې کرارې کړي.
هغه دا خبره له العربیه ټلوېزیون سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي چې پاکستان د افغان ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې کړي او غواړي همدا رول په نورو ځایونو کې هم ادا کړي:
"موږ غواړو له سعودي عربستان سره په اسلامي نړۍ کې د لګیدلي اور د خاموشه کولو لپاره خپل رول ادا کړو. لکه څنګه چې پاکستان اوس د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو په زمینه سازۍ یا د سولې د پروسې په برخه کې په هڅو سره رول ادا کوي."
د عمران خان دا مرکه اسلاماباد ته عربستان د ولیعهد سلمان د سفر پر مهال خپره شوه.
سعودي عربستان د افغانستان په اړه د نړۍ د دیني عالمانو د یوه کنفرانس کوربه و، خو افغان حکومت وايي چې پاکستان تر دې دمه عملاً د افغان سولې د ټینګښت لپاره څه نهدي کړي.
تازه د پاکستان په کوربهتوب د طالبانو او امریکایانو یوه غونډه چې د دوشنبې په ورځ پلان شوې وه ملګرو ملتونو ته د افغان حکومت د شکایت په سبب لغوه شوې ده.