په مسکو کې د امریکا سفارت له روسیې څه غوښتنې لري؟
په مسکو کې د امریکا سفارت له روسیې غوښتنه کړې چې دپلوماټانو ته اجازه ورکړي چې د مایکل کالوي په نوم له یوه امریکايي پانګهوال سره چې په روسیه کې نیول شوی، وګوري.
د کالوي وکیل، دیمیتري کلتو چکین نن د فبرورۍ په یویشتمه تأیید کړه چې موکل يې د بې ګناه پر ادعا ټینګ ولاړ دی.
کلتوچکین ویلي چې مؤکل یې د څارنوالانو پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې ځکه پر هغه لګېدلی اتهام ډېر عمومي دی.
کالوي امریکایي وګړی دی او په ۱۹۹۴ میلادي کال کې یې په روسیه کې د بارنګ وستوک په نوم خصوصي شرکت جوړ کړی دی.
هغه د سپټمبر په ۱۴مه نیول شوی او په روسیه کې د اداري فساد په سترو پېښو کې په لاس درلودلو تورن شوی دی.
د مسکو او واشنګټن د سیاسي روابطو له خرابېدو سره سم دا دوهم امریکايي وګړی دی چې په دې ډول په روسیه کې نیول شوی دی.