انګلستان په لومړۍ لوبه کې وېسټ انډيز ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه
انګلستان د کرکټ د پنځو يو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې وېسټ انډيز ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه.
د دغې لوبې پچه وېسټ انډيز وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۸ وېکټو په زیان سره د کرېس ګېل د ۱۳۵ منډو پر مټ انګلنډۍ لوبډلې ته د ۳۶۱ منډو لوی هدف وټاکه.
په ځواب کې انګلنډۍ لوبغاړو ډېره په زړه پورې توپوهنه وکړه او د جیسن رای او جی روټ د سلیزو پر مټیې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۴۹ اوور کې د ۴ وېکټو په زیان سره پوره او لوبهیې خپله کړه.
جیسن رای چې د انګلستان په ګټهیې په ۸۵ بالونو ۱۲۳ منډې وکړې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه يوه ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ د وېسټ انډيز په برنګټین کې وشي.