دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ٢٣ مخالف وسله وال وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په بېلابېلو ولايتونو کې د پوځي عملياتو له کبله د دولت ٢٣ مخالف وسله وال وژل شوي دي.
وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه پوځي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوي چې په نتيجه کې يې ٤ نور وسله وال ټپيان شوي دي.
وزارت ويلي، دغه پوځي عمليات په ننګرهار، غزني، کندهار، ارزګان او هلمند ولایتونو کې شوي دي.
د اعلاميې په حواله، ځينې سيمې له وسله والو تصفيه شوي او يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.