په بغلان ولايت کې چاودنه شوې ده
![په بغلان ولايت کې چاودنه شوې ده](https://gdb.rferl.org/07F6D969-915B-419C-851F-4282802028FA_w800_h450.png)
د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې نن مازيګر د ماين چاودنه شوې ده.
د والي وياند جاويد بشارت ازادۍ راډيو ته وويل، چاودنه په يوه رنجر موټر پورې د يوه نښلول شوي مقناطيسي ماين وه.
د هغه په خبره په پېښه کې چا ته زيان نه دى اوښتى.