په اسلام اباد کې د پښتو موسيقۍ پروګرام
![په اسلام اباد کې د پښتو موسيقۍ پروګرام](https://gdb.rferl.org/fbdf3eff-e24e-4691-afcb-9938ed864450_tv_w800_h450.jpg)
په اسلام اباد کې د فیبرورۍ ۲۳م په ماسخوتن د موسيقي پروګرام وشو چې پکې سندرغاړو زرڅانګې، نبيله ودود او کاينات سندرې زمزمه کړې او ګډونوالو اتنونه وکړل. پروګرام د پښتون کلچر ارګنايزيشن له خوا جوړ شوی وو چې پکې د پښتنو د بېلابېلو سيمو يوشمېر خلکو ګډون وکړ.