په لغمان کې د والیبال سیالۍ د ملي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې
![په لغمان کې د والیبال سیالۍ د ملي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې](https://gdb.rferl.org/668B0509-5CB0-4D08-A3EA-BC7B9B4AB2C3_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د مهترلام د ښاروالۍ له لوري د والیبال د ۱۶ لوبډلو ترمنځ جوړې شوې سیالۍ د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
دا سیالۍ چې د ختیځ په درېیو ولایتونو لغمان، ننګرهار او کونړ سربېره پکې له کابله هم د والیبال لوبډلو ګډون کړی و، له تېرو لسو ورځو راهیسې د مهترلام ښار د سلطان غازي بابا ښارګوټي د ځوانانو پارک د والیبال په لوبغالي کې ترسره شوې.
په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وايي، د دغو سیالیو نندارې ته هره ورځ زرګونه کسان ورتلل.
په لغمان ولایت کې د ژوند خیریه ټولنې استازي محبت ناصري ازادي راډيو ته وویل چې د دغو سیالیو په پایلوبه کې چې د ژوند ژغورنې تر سرلیک لاندې وشوه، پکې د ژوند خیریه ټولنې د رضاکارانو په مرسته زرګونه سي سي وینه او د سلګونو هغو داوطلبو ځوانانو نوملړ چې د وینې ورکولو ته ژمن وو، د مهترلام ولایتي روغتون ته د ډالۍ په ډول ورکړل شول.