ایران له یوه اوبتله کروز ډوله میزائیل وتوغاوه
ایران هرمز تنګي ته نژدې د کلنیو پوځي تمرینونو پر مهال د لومړي ځل لپاره له یوه اوبتل څخه کروز ډوله میزائیل وتوغاوه.
د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا راپور ورکړ چې دا کروز توغندی نن له غدیر ډوله اوبتل څخه په بریالیتوب سره وتوغول شو.
د ایرنا په راپور کې هغه واټن نهدی ښودل شوی چې دا توغندی یې په نښه کولای شي.
آژانس زیاتوي چې طارق او د ایران ساخت فاتح ډوله اوبتلونه هم د کروز میزائیلونو د توغولو وړتیا لري.
نننۍ ازموینه په داسې حال کې کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې خورا زیات ترینګلي شوي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د امریکا او لویدیځو هېوادونو له اټمي موافقې ځکه ووت چې د ده په وینا د دې هېواد د بالستیک توغندیو د پروګرام د محدودولو غوښتنه نه وه پکې شوې.
هرمز تنګي د خلیج په خوله کې د تېلو د انتقال مهمه بحري لاره ده.
ایران له دې مخکې ګواښونه کول چې د متحدایالاتو له خوا د دښمنۍ د هراقدام په صورت کې به دا تنګي بنده کړي.