د غور د فوټسال د غورهلیګ سیالۍ پای ته ورسېده
![د غور د فوټسال د غورهلیګ سیالۍ پای ته ورسېده](https://gdb.rferl.org/C87C1E42-D685-43AB-8A20-9256CD16548E_cx30_cy44_cw32_w800_h450.jpg)
د غور ولایت د فوټسال د غورهلیګ سیالۍ د اتحاد لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ اووه ورځې وړاندې د اووه لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې په پایلوبه کې يې اتحاد لوبډلې ارین سکلیټ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغه سیالیو اتلولې يې خپله کړه.
د دغو سیالیو دوهم مقام ارین سیکلټ او درېیم مقام بیا توپان لوبډلې خپل کړ.