د ایران ولسمشر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر استعفا رد کړه
د ایران ولسمشر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواز ظریف استعفا رد کړه.
حسن روحاني په یوه لیک کې چې نن د ایران د حکومت پر رسمي وېبسایټ خپور شو لیکلي چې د جواد ظریف استعفا د هېواد په ګټه نهده.
ولسمشر ښاغلي ظریف ته په خطاب کې لیکلي:
"ته زما او د ټول اسلامي دولت او مخصوصاً د مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي د باور وړ یې."
ولسمشر د ایران د بهرنیو چارو وزیر څخه غوښتي چې په قوت او جرأت سره خپلې دندې ته دوام ورکړي.
ظریف د فبرورۍ پر ۲۵مه داسې مهال استعفا وړاندې کړه چې د دې هېواد د سخت دریځو لهخوا تر فشار لاندې وو.
هغوی د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ایران د اټمي تړون په برخه کې د جواد ظریف پر رول انتقادونه کول.
د امریکا متحده ایالات د ۲۰۱۸ میلادي کال په مې میاشت کې لهدې تړونه ووت او پر ایرانیې نور بندیزونه ولګول چې له دې سره د دغه هېواد اقتصادي بحران او سیاسي وضعیت خراب کړ.
نیمه دولتي اژانس ایسنا راپور ورکړی چې جواد ظریف نن په هغو مراسمو کې ګډون وکړ چې تهران ته د ارمنستان د صدراعظم د ورتلو د هرکلي لپاره جوړ شوي وو.