د امریکا د ولسمشر او د شمالي کوریا د مشر غونډه پای ته ورسېده
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ترمنځ دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده.
د غونډې هدف له اټمي وسلو د کوریاګانو د پاکولو موافقه وه، خو بېنتېجې پای ته رسېدلې ده.
د امریکا د ولسمشر ویاندې، سارا سندرز نن په یوه بیان کې وویل:
"دا ګړۍ کومه موافقه نهده شوې، خو د دواړو خواو مذاکره کوونکې ډلې د راتلونکې کتنې او بیا خبرو په تمه دي."
سندرز د ټرمپ او کېم غونډه ښه او مؤثره بللې ده.
ټرمپ او کېم پرون او وړمه ورځ په ویتنام کې سره وکتل او خبرې یې وکړې.
دواړه نن د فبرورۍ په ۲۸مه د ویتنام له پلازمېنې هانوی د خپلو هېوادونو پر لور روان شول.