د پاکستان صدراعظم: نیول شوی هندی پیلوټ به خوشې شي
د پاکستان صدراعظم عمران خان نن وویل چې هغه هندی پیلوټ به د چې د فبرورۍ په ۲۷مهیې الوتکه وویشتل شوه او پاکستاني ځواکونو ونیو، خوشې کړي.
عمران خان نن خپل پارلمان ته وینا وکړه.
هغه وویل، اسیر شوی هندی پيلوټ به د سولې د نیت څرګندولو لپاره د مارچ په لومړۍ نېټه ازاد شي، خو د هند د صدراعظم نرېندرا مودي د خبرو لحن تُند و.
مودي وویل، دښمن د هند د بېثباته کولو هڅې کوي، خو هندي اتباعیې باید لکه دېوال داسې کلک، مخې ته ودرېږي.
نرېندرا مودي وویل چې ټول هند متحد شوی او نړیواله ټولنه د هند د خلکو ګډون او کلک باور ته ګوري.