چارواکي: صنعتي پارکونو لپاره به د ځمکو د وېش لړۍ چټکه شي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي چې د صنعتي پارکونو لپاره به د ځمکو د وېش لړۍ چټکه شي. له دغه وزارته په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي له یو شمېر سوداګرو او د متبشبثینو عالي بورډ سره ژمنې کړي چې ډېر ژر به خصوصي سکټور او ملي سوداګرو ته ښه خدمتونه وړاندې او د دوی ستونزې به حل کړي، څو د صادراتو ګراف ورسره لوړ شي. دا پهداسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د متشبثینو عالي بورډ له ازادي راډيو سره د سوداګرۍ او سوداګرو د چارو پر وړاندې له خنډونو شکایت کړی و چې له املهیې سوداګر له ستونزو سره مخ دي.