د ایران یوه کښتۍ پرون له جبل الطارق څخه نامعلوم لوري ته خوځېدلې
يوه ويبسايټ خبر ورکړى چې د ايران د تېلو هغه لېږدوونکې کښتۍ چې د امريکا متحده ايالتونه ورباندې شک لري چې له يوه منعه شوي سازمان سره اړيکې لري، پرون له جبل الطارق څخه نامعلوم لوري ته خوځېدلې ده. دا خبر مرين ټرافيک ډاټ کام ويبسايټ ورکړى چې د GPS له معلوماتو په استفاده کښتۍ تعقيبوي. له تېرې نيمې شپې د ادريان دريا ١ په نوم ايرانۍ کښتۍ چې مخکې يې نوم ګریس ١ و او د پانامه بيرغ ورباندې راځوړوند و، د ايبريا ټاپووزمې په جنوبي برخه کې په نړيوالو اوبو کې راوڅرخېده او داسې ښکاري چې مديترانې سمندرګي ته داخله شوې وي. Читать дальше...