مسیر: لنډمهالی حکومت اوازې که حقیقت؟
د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو د سولې د روانو هلو ځلو او په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د راپورونو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو د سولې د روانو هلو ځلو او په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د راپورونو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
په غزني کې لا هم د ۶۲۵ بابه ښوونځیو له جملې ۲۶۵ یې ودانۍ نه لري چې زده کوونکي یې په دوبي کې سره لمر او په ژمي کې سړې هوا ته تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
د اسرائیل پوځ وايي، هوايي ځواک یې د سوریې په خاوره کې برید وکړ، څو له ایران سره تړلي وسله وال ځواکونه د اسرائیل په خاوره کې د بې پېلوټه الوتکې په وسیله برید ونه کړای شي. په همدې حال کې د ایران له ملاتړه برخمن د لبنان د حزب الله مشرانو نن یکشنبه سهار وویل چې یوه اسرائیلي بې پېلوټه الوتکه په بیروت کې ولوېده او بله د حزب الله مرکزونو ته نږدې په هوا کې وچاودېده. د اسرائیل جنګي جټ الوتکې پر له پسې د لبنان په فضا کې ګرځي او په ځلونو یې د لبنان د هوايي قلمرو له لارې په سوریې کې پر یو شمېر هدفونو حملې کړي دي. Читать дальше...
په هانګ کانګ کې پولیس وايي، له اعتراض کوونکو سره د تېرې شپې په اخ او ډب کې یې ۲۹ تنه نیولي دي. ټاکل شوې ده چې نن یکشنبه نورې مظاهرې وشي. مظاهره چیان بشپړه ولسواکي او د چارواکو استعفا غواړي. په نیمه کورواک هانګ کانګ کې مظاهرې ۱۱ اوونۍ پخوا د دې غوښتنې لپاره پیل شوې چې حکومت دې د چین مرکزي دولت ته د نیول کېدونکو کسانو د سپارلو لایحه لغوه کړي، خو وروسته د فعالانو غوښتنې زیاتې شوې چې په نتیجه کې یې خلک په پراخه پیمانه کوڅو او واټونو ته راووتل او پيکېنګ د مظاهره چیانو د غلي کولو لپاره د مداخلې خبرداری ورکړ. Читать дальше...
د هلمند دیني عالمانو ته کمپیوټر او انګلیسي ژبه ور زده کول کېږي. که څه د دې کار لپاره حکومت پیسې ورکوي، خو یوه شخصي موسسه يې پرمخ وړي.
بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين له بريتانيا د افغانستان د خپلواکۍ د بيا ګټلو د سلمې کليزې په مناسبت ليکنه خپره کړې ده.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازي زلمي خلیلزاد هغه رپوټونه رد کړل چې د طالبانو له سیاسي استازو سره یې د "انتقالي حکومت " د جوړولو په اړه خبرې کړي دي. خلیلزاد پرون د اګست په څلرویشتمه پر ټوېټر ولیکل: لکه څرنګه چې د طالبانو ویاند ویلي، موږ د لنډمهالي حکومت په اړه نه یوو غږېدلي. د العربیه فارسي خبري اژانس او د افغانستان ځينو کورنیو رسنیو د الجزیرې ټلویزیون په حواله داسې رپوټونه پرون خپاره کړي وو چې په دوحه کې د دواړ خواوو ترمنځ پر دې چې په افغانستان کې یو انتقالي حکومت جوړ شي، خبرې شوې دي. Читать дальше...
د کندهار والي حیات الله حیات وايي چې په افغانستان کې د سولې لپاره د اجماع پر جوړولو غونډه شوې ده. هغه پرون د اګست په څلرویشتمه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې په غونډه کې د کندهار د خلکو یو شمېر استازو او د افغانستان د جنوب لوېدیځ زون لپاره د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال مایلز برون ګډون درلود. حیات الله حیات وویل: دا درې طرفه چې د افغانستان حکومت، سیاسيون او خلک او نړیواله ټولنه ده، باید له یوه قوي دريځه د سولې خبرو ته داخل شي، څو وکولی شو چې په تېرو اتلس کلونو کې لاس ته راوړنې... Читать дальше...
د افغانستان په جنوب لوېدیځ زون کې د ۲۰۵ اتل قول چارواکي په کندهار او ارزګان کې د پوځي عملیاتو خبر ورکوي. د اتل قول اردو مرستیال ویاند تورن احمد صادق عیسی ویلي چې په میوند ولسوالۍ کې په عملیاتو کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي. احمد صادق عیسی همدا راز ویلي چې په ترینکوټ کې هم پنځه وسله وال وژل شوي دي. د هغه په وینا، په ارزګان او کندهار کې د وسله والو طالبانو ۱۱ پناه ځایونه ویجاړ شوي دي. وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ډموکراسيو د دفاع پر سازمان او د دې سازمان پر مشر بندیزونه ولګول. د ډموکراسیو د دفاع سازمان له واشنګټنه فعالیت کوي. ایران ویلي چې دې سازمان د ایران پر ضد بندیزونو او "اقتصادي ترورېزم " ته وده ورکړې ده. د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس فارس په ګډون یو شمېر ایراني رسنیو پرون د اګست په څلرویشتمه د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو بیان خپور کړی و چې په هغه کې ویل شوي وو چې د ډموکراسیو د دفاع سازمان او د هغې ادارې مشر مارک دوبویتز د ایران پر ضد کماپین کړی، "دروغ" یې خپاره... Читать дальше...
د روسیې یوه سیوز فضايي بېړۍ چې انسان ته ورته روبوت په کې و، ناکامه شوه چې له نړیوال فضايي مرکز سره ځان ونښلوي. د روسیې د فضايي ادارې روس کوسموس په بیان کې چې پرون د اګست په څلرویشتمه خپور شو، ویل شوي چې د دوی د فضايي بېړۍ د وصلېدو په سېستم کې ستونزې وې. د روس کوسموس مشر ديمیتري روګوزین په یوه بیان کې ویلي چې د اګست په اووه ویشتمه نېټه به د دوی فضايي بېړۍ بیا هڅه وکړي چې ځان له نړیوال فضايي مرکز سره ونښلوي. رګوزین ویلي چې په دې کار کېږي. د روسیې د تاس خبري اژانس په حواله، د روس کوسموس... Читать дальше...
د اروپايي شورا مشر د امریکا د متحدو ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ دا وړاندیز رد کړ چې روسیه دې بیا د اوو سترو صنعتي هېوادونو لېست ته ور وبلله شي.
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس ویلي چې انتخابات او سوله دواړه مهم دي، خو امریکا ته په افغانستان کې سوله تر هر څه لومړیتوب لري ځکه سوله د افغانستان خلکو ته تر هر څه لومړیتوب لري.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости