د انتخاباتو د کمیسیون د آی ټي چارو مسوول څارنوالۍ ته معرفي شوی
دافغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مني چې د دې کمیسیون د آی ټي یا د تخنیکي چارو مشر څارنوالۍ ته معرفي شوی دی. د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشري حوا علم نورستاني له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی له وړاندي په دې اړه خبر نه ول ، خو زیاتوي چې دا کار د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون لخوا شوی دی. میرمن نورستاني وایې د دې اقدام دلیل تر اوسه روښانه نه دی او دوی یې په اړه پلټنې کوي بیا به پریکړه وکړي. د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تر دې وړاندي ویلي وو چې د انتخاباتي ډيټا سرور ستونزه جدي نه ده او ژر به حل شي. Читать дальше...