Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2020

Новости за 02.03.2020

دوه وروڼه د یو بل پر وړاندې جنګېږي

Mashaalradio.com 

د افغانستان په اوروزګان کې دوه وروڼه په بېلا بېلو لیکو کې د یو بل پر وړاندې جګړه کوي. د ولایت په مرکز ترینکوټ کې یو شمېر داسې کورنۍ شته چې یو ورور د وسله والو طالبانو او بل يې د افغان ځواکونو په ليکو کې جنګېږي. نور د مشال راديو د همکار شریف الله شرافت په ویډیويي رپورټ کې.

پکتیاوالو مېرمنو د سولې له روان بهیره هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې یو شمېر مېرمنو د سولې د روانو خبرو تر څنګ د طالبانو له هغه دریځه هرکلی وکړ چې مېرمنو ته د کار او زده کړو اجازه ورکوي. په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند شهیل شاهین له ازادي راډيو سره په مرکه کې ویلي چې دوی د مېرمنو له کار او زده کړو سره هېڅ ستونزه نه لري. د ده دا وینا په پکتیا کې د یو شمېر میرمنو د هرکلی وړ وګرځېده او وایي، هیله لري چې دا هر څه په عمل کې ثابت شي. د پکتیا ولایت د جنډر مسئولې موسکا منګل ازادي راډیو ته وویل: "هو موږ یې هرکلی کوو، لکه څنګه چې په سعودي او نورو مسلمانو... Читать дальше...



ریال ماډریډ بارسلونا ته سخته ماتې ورکړې

Pa.azadiradio.com 

د اسپانیا د لالیګا لیګ د سیالیو په لړ کي تېره شپه د نړۍ دوه غښتلې فوټبال لوبډلې بارسلونا او ریال ماډریډ فوټبال لوبډلې یو د بل په وړاندي د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې چې ریال ماډریډ ۲ د صفر په وړاندې بارسلونا ته سخته ماتې ورکړه. په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره وینسیوس جینیور د لوبې په ۷۱مه او ماریانو بیا د لوبې په ۹۰مه دقیقه کې ګولونه ووهل. دا لوبه د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانتیاګو برنباوو کې ترسره شوه. ریال ماډریډ په یادې بریا سره د بارسلونا څخه په لالیګا لیګ کې د جدول لومړی ځای ونیوه.

د ډیورند کرښې دواړو غاړو کرکټ سیالۍ وطن‌دوست لوبډلې وګټلې

Pa.azadiradio.com 

د ډیورند کرښې د دواړو غاړو د کرکټ په سیالیو کې د وطن‌دوست په نوم لوبډلې اتلولي خپله کړه. دغه ټیم وکړای شول چې د چمن ټیم ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام خپل کړي. دغه سیالۍ د ننګرهار او د خېبر پښتونخوا د ۳۲ ټیمونو په ګډون پیل شوې وې. د ننګرهار د رسنیو دفتر د یوې خبرپانې په خپرولو سره وایي چې دغه سیالۍ د ډیورند د دواړو خواو اوسېدونکو د لانږدې والي په هدف ترسره شوې.

چارواکي: کونړ کې د داعش ۶ وسله‌وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وايي د کونړ په دیوه ګل او نورګل ولسوالیو کې د داعش ۶ وسله‌وال وژل شوي دي. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل: "تېره ورځ د نړیوالو ځواکونو بې‌پیلوټه الوتکو د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل او د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې بریدونه کړي چې په‌کې د داعش د درېیو قوماندانانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي." د مصمم په خبره چې په څوکۍ ولسوالۍ کې د یادې ډلې ۳ نور وسله‌وال حکومت ته تسلیم شوي هم دي. د کونړ دیوه ګل دره چې د حکومتي چارواکو په وینا د داعش یا اسلامي دولت وسله‌والې... Читать дальше...



'طالبانو د سولې ولسي حرکت یو غړی له ځان سره بیولی دی'

Pa.azadiradio.com 

د سولې ولسي حرکت مسئولین وایي، طالبانو د دوی یو غړی د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې له ځان سره بیولی دی. د دې حرکت ویاند بسم‌الله وطندوست نن په یوه وېډیویي پیغام کې ویلي چې د دوی بیول شوی غړی نظرجان نومېږي. ښاغلی وطندوست وايي: "نظرجان او ملګري یې د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته ورغلي وو، هلته‌یې د سولې اړوند هوکړې په اړه غونډه رابللې وه، په غونډه کې دوی د دې نېک اقدام ستاینه کوله." د ښاغلي وطندوست اشاره د امریکا او طالبانو ترمنځ سولې ته د رسېدو هوکړې ته ده چې د شنبې په ورځ قطر کې لاسلیک شوه. طالبانو... Читать дальше...

کابل کې د معلولیت لرونکو وګړو د لاسي صنایعو نندارتون

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې نن د معلولیت لرونکو وګړو له لوري د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو. د دولت په چارو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند ضیاالحق فضلي ازادي راډيو ته وویل چې دغه نندارتون د 'ای ډي او اېچ ای' مؤسسې په همکارۍ د دوو ورځو لپاره پرانیستی دی. هغه زیاته کړه: "په دغه نندارتون کې د معلولیت لرونکو وګړو له لوري نږدې ۸۰ غرفو کې لاسي صنایع نندارې ته ایښودل شوې دي." نوموړي وویل چې د دې نندارتون له جوړېدو هدف دا دی څو د معلولیت لرونکو وګړو له کارونو ملاتړ وشي. په دغو غرفو کې لاسي صنایع، تزئیني... Читать дальше...

پاکستان د کرونا وایروس د پراختیا مخنیوي لپاره د چمن بندر وتاړه

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د کرونا وایروس د پراختیا مخنیوي لپاره د چمن بندر د ۷ ورځو لپاره وتاړه. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، که چېرې دا ستونزه په ۷ ورځو کې هواره شي بندر به بېرته پرانیستل شي. هغه زیاته کړه: "که چېرې دا ستونزه زیاته شي، بیا به تصمیم ونیول شي، دا یوازې د چمن بندر دی او تورخم بندر هېڅ کومه ستونزه نه‌لري." تر دې وړاندې ازبکستان هم له دې امله له افغانستان سره خپله پوله تړلې ده. دا اقدام تر هغې وروسته کېږي چې په هرات کې د کرونا وایروس یوه مثبته پېښه ثبت شوه.

په امریکا او ځینو نورو هېوادونو کې د کرونا لومړنۍ مثبتې پېښې

Pa.azadiradio.com 

په امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو کې د لومړي ځل لپاره د کرونا وایروس مثبتې پېښې لیدل شوې دي. اسکاتلند، دومینیکن جمهوریت، چک جمهوریت او د امریکا رود ایلند او نیویارک ایالاتو کې تېره ورځ د کرونا د مثبتو پېښو راپور ورکول شو. په نیویارک کې کرونا نیولی کس دې وروستیو کې ایران ته سفر کړی و. په چک کې تېره ورځ چارواکو د کرونا د درېیو مثبتو پېښو راپور ورکړ. په ایتالیا کې له ۱۱۰۰ ډېر کسان په دې وایروس اخته شوي او تر اوسه ۲۹ تنه مړه شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، تر اوسه دې وایروس څه باندې ۸۶... Читать дальше...

شمالي کوریا خپلو اوبو ته توغندي توغولي

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا خپلو اوبو ته دوه توغندي توغولي چې لا یې څرنګوالی او هدف معلوم نه‌دی. دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد چې له امریکا سره‌یې خبرې ولاړې دي، غواړي بیا پوځي نندارې ترسره کړي. د شمالي کوریا په مرکز سویل کې چارواکو منلې چې دوه توغندي نن توغول شوي، خو سملاسي تأیید شوې نه‌ده چې دا بالیستیک توغندي دي او که بله کومه وسله؟ د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون تېره دسمبر میاشت کې له امریکا سره خبرو کې په کم پرمختګ غصه څرګنده کړې وه او ویلي یې و چې هېواد به‌یې ژر نوې وسلې نندارې ته وړاندې کړي. کېم... Читать дальше...

مسکو او کیف د زندانیانو د تبادلې په درېیم پړاو هوکړه کړې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د ولسمشر د دفتر رئیس ندري یرمارک وایي مسکو او کیف په مارچ میاشت کې د زندانیانو د تبادلې په درېیم پړاو هوکړه کړې ده. د اوکراین د ولسمشرۍ په وېب‌پاڼه کې خپره شوې بیانیه کې راغلي چې یرمارک دا خبرې د روسیې د مرکچي پلاوي له مشر دمیتري کوزاک سره تر کتنې وروسته کړې دي. هغوی د بلاروس په پلازمېنه مسکو کې سره کتلي دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په تېره مې میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د دغه هېواد په ختیځ کې د جګړې پای ته رسول، لومړیتوب یاد کړ. په دې جګړه کې چې نږدې شپږ کاله‌یې کېږي، څه باندې ۱۴ زره کسان وژل شوي دي. Читать дальше...

ارزګان کې د ملي اردو ځواکونه وستایل شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وایي لوړپوړي مسئولین‌یې د ارزګان دهراوود ولسوالۍ ته تللي او هلته‌یې د ملي اردو د ځواکونو ستاینه کړې. د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي چې د لوی درستیز مرستیال او د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان او یو شمېر نورو پوځي مسؤلینو په دهراوود کې د پرتو څو تنو سرتېرو رتبې لوړې کړې او ځینو ته‌یې د ۱۵ ورځو اضافي معاش ورکول شو. داسې ښکاري چې د تاوتریخوالي له کمېدو سره افغان چارواکي اوس په ډاډه په لویو لارو تګ راتګ کولای شي. د طالبانو او امریکا ترمنځ له تړون وروسته چې تېره شنبه لاسلیک شو، د کومې لویې امنیتي پېښې راپور نه‌دی ورکول شوی. Читать дальше...

یونان له ترکیې ورتلونکي زرګونه کډوالو ته د تلو لار نه‌ورکوي

Pa.azadiradio.com 

زرګونه کډوال چې په‌کې زیات افغانان هم شامل دي د یونان تر پولو رسېدلي، خو د دغه هېواد پولیس لار نه‌ورکوي. دوی وروسته له هغه له ترکیې د یونان په لوري وخوځېدل چې د ترکیې هېواد د هغو کډوالو په مخ خپلې لارې خلاصې کړې چې غواړي اروپا ته ولاړ شي. له جمعې راهیسې زرګونه پناه غوښتونکي په سړه هوا کې د یونان په څو متري کې پراته دي، خو هاخوا د اوښتو اجازه نه‌ورکول کېږي. د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې یوه افغان رسول چې خپل ووړ ماشوم‌یې په اوږه و، پرون د یونان د پولیسو له بد چلنده شکایت وکړ. هغه وویل... Читать дальше...

توقایف په ژامبیل کې د قومي نښتو مسؤلې ډلې جنایتکارې وبللې

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف​ د ژامبیل په جَنوبي سیمو کې هغه ډلې چې ده جنایتکارې بللي د فبرورۍ د اتمې او اوومۍ خونړیو قومي نښتو مسؤلې بللي. په دې نښتو کې ۱۱ کسان وژل شوي و. ولسمشر توقایف د قزاقستان ژامبیل سیمې ته په سفر کې پرون وویل چې یوې جنایتکارې ډلې غوښتل د یوې بلې ډلې د سرحدي سوداګرۍ کنټرول په لاس کې واخلي. توقایف داسې وخت د ژامبیل سیمې ته پرون سفر وکړ چې د قزاقستان په دوهم لوی ښار الماتې کې د حکومت ضد مظاهرې وشوې. د الماتې پولیسو لسګونه دا مظاهره‌چیان ونیول او په زور یې موټرو ته واچول. Читать дальше...

روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا له امله د مړو شمېر له ۳۰۰۰ اوښتی

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي څه باندې ۸۸ زره خلک په کرونا وایروس اخته شوي او د مړو شویو خلکو شمېر له ۳۰۰۰ اوښتی دی. اول تېر ډسمبر د چین په ووهان ښار کې خلک په دې وایروس اخته شوي و او کرار کرار د نړۍ څه باندې ۶۰ هېوادونو ته وغځېد. د راپورونو په اساس په چین کې نږدې ۸۰ زره کسان دې وایروس نیولي دي. هلته د وژل شویو خلکو شمېر ۲۷۶۰ ښودل شوی. تر چین وروسته ایران دوهم هېواد دی چې ګڼ اوسېدونکي یې د کرونا وایروس له لاسه مړه شوي. هلته د وژل شویو شمېر تر پرونه ۵۴ تنه ښودل کېده او پرې د اخته‌وو شمېر ۹۸۰ ته رسېدلی. Читать дальше...


Музыкальные новости
Николай Цискаридзе

Николай Цискаридзе представит в Кремле выпускные концерты Академии Русского балета





Rss.plus
Арцах

РМК покинул Нагорный Карабах 12 июня - в День России




В Чебоксарах хлебом-солью и представлением встретили первый самолет новой авиакомпании

Эксперты представили первый в России инструмент ...

В горокруге Истра пьяный водитель вылетел на встречку и врезался в «Газель»

Как якутяне в составе Группы советских войск в Германии обеспечивали безопасность СССР




ایران څه باندې ۴۰۰ افغان کورنۍ فراه ته په زوره ستنې کړي

Pa.azadiradio.com 

ایران د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې څه باندې ۴۰۰ افغان کورنۍ د افغانستان لوېدیځ ولایت فراه ته په زور ستنې کړې دي. د دغو افغان کورنیو ځینو غړو ازادي راډیو ته وویل چې له سختو ستونزو سره مخ دي. له دې ډلې له ایرانه په زور ایستل شوي افغان کډوال محمد حسن پرون ازادي راډیو ته وویل: "موږ څو کاله ایران کې اوسېدو. د فامیل یو غړی مو سوځېدلی و د تداوۍ لپاره مو هلته وړی و. دوه دوه نیم کاله هلته و. بېرته‌یې په زور راوایستلو د میلک له لارې مو فراه ته ځانونه راورسول. خدای شاهد دی چې که د شپې خرڅ هم ولرو. دا زوړ... Читать дальше...

نیویارک ټایمز: افغانان له طالبانو سره لاسلیک شوې هوکړې جزئیاتو ته اندېښمن دي

Pa.azadiradio.com 

د مهالوېش له مخې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو وتل او دا چې له هغې وروسته به څه پېښېږي، خو د نیویارک ټایمز په لیکنه په دې منځ کې د افغانستان خلک دي چې وروستۍ برخه به‌یې چې څه به پېښېږي، د دوی لپاره څه ډول وي.

غني او ټرمپ د سولې په وروستیو تحولاتو خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خپل افغان سیال محمد اشرف غني ته ټيلیفون کړی او د سولې د پروسې په وروستیو تحولاتو یې خبرې ورسره کړي. دا خبره افغان جمهور رئیس یکشنبه ماښام په خپله ټویټر پاڼه لیکلې ده. ښاغلي غني لیکلي ولسمشر ټرمپ د پروسې د مخته وړلو په هدف د افغان حکومت په رهبرۍ او دولتي ظرفیت باندې ډاډ څرګند کړ. دوی دواړو داسې وخت خبرې کړي چې شنبه امریکا او طالبانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې چې افغان او امریکايي چارواکو مشروط بللی ټول بهرني پوځیان په ۱۴ میاشتو کې... Читать дальше...



Москва

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Более пяти тысяч семей в СВАО получили новые квартиры по реновации



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Жанна Фриске

Память Жанны Фриске почтили посмертной наградой и ее песней на музыкальной премии




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Москве вручили премию МУЗ-ТВ — 2024

ЕВРО-2024: большой футбол ждет слушателей «Авторадио»

Баскетболисты пойдут кругами // Единая лига ВТБ пересмотрела формат проведения чемпионата


WTA

Самсонова вышла в четвертьфинал турнира WTA в Хертогенбосе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


#123ru.net

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого гражданина в ранее совершенной краже



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России