هېواد: د کرونا زیاتوالی، افغانانو ته د خطر زنګ دی!
سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې چې حکومت له کرونا سره د مبارزې په تړاو څومره صادقانه او جدي ګامونه اخیستي دي؟
سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې چې حکومت له کرونا سره د مبارزې په تړاو څومره صادقانه او جدي ګامونه اخیستي دي؟
د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د احتیاطي تدابیرو په ترڅ کې یو شمېر بندیان او توقیف شوي، خوشې کوي.
د میدان ښار ښارواله ظریفه غفاري چې پرون په کابل کې له یوه بریده روغه ووته وایي، د ښځو د حقونو لپاره به له مبارزې لاس وانهخلي. مېرمن غفاري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "ښځو ته په تېره بیا هغوی چې له کوره وځي او ټولنې ته خدمت کوي، زما پیغام دا دی چې هېڅکله ونهبېرېږئ، هېڅکله مه په شا کېږئ، پرېږدئ حد اقل له نن څخه زموږ غږ واورېدل شي. دا وطن زموږ دی، موږ د دې وطن خاوندان یو." مېرمن غفاري ونهویل چې دا برید به پرې چا کړی وي، خو ویېویل چې له دې مخکې هم ورته د مرګ ګواښونه شوی و. هغې پر چارواکو... Читать дальше...
د کندز د ولایتي شورا غړي په دې ولایت کې د هوايي بریدونو په دوو پېښو کې د ۱۵ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي. د کندز د ولایتي شورا یوه غړي امانالله د جرمني خبري اژانس ته وویل چې د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې پرون یکشنبه په یوه هوايي برید کې د ماشومانو په ګډون ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي دي. د کندز د ولایتي شورا د بل غړي مولوي عبدالله په وینا په بله ورته پېښه کې چې پرون په دشت ارچي ولسوالۍ کې شوې، څلور ملکي وګړي وژل شوي دي. د ولایتي شورا دواړو غړو نهدي ویلي چې دغه هوايي بریدونه افغان او که بهرنیو ځواکونو کړي. Читать дальше...
په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته شويو کسانو شمېر ۴۰ ته ورسېد او د لومړي ځل لپاره هم په دې هېواد کې پر دې ویروس له اخته شویو یو مړ شو. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار تېره شپه ازادي راډیو وویل چې پر کرونا اخته شوي ۴۱ کلن چې د زړه او سږو ناروغۍ یې هم درلودې پرون په بلخ ولایت کې ساه ورکړه. هغه زیاته کړه: "په بلخ ولایت کې پر کرونا ویروس د یوه اخته شوي کس مړینه تأییدوم. دغه کس د کرونا ویروس یا (کووایډ-۱۹) اختلاطاتو له امله مړ شو." ښاغلي مایار دغهراز وویل چې پرون د کرونا ویروس شپږ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې. Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د سولې لومړنۍ تماس ډلې د وېډیو کنفرانس له لارې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړې. دغې شورا تېره شپه ناوخته په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې په دې کنفرانس کې چې دوهنیم ساعتهیې دوام وکړ، دواړو خواوو د افغانانو پر ضد د تاوتریخوالي پر کمولو، مخامخ خبرو او د یوه دایمي او پراخ اوربند پر مسئلو خبرې وکړې. د ملي امنيت شورا دغهراز وویل چې دواړو خواوو پر لومړنیو تخنیکي اقداماتو هم نظریات تبادله کړل، څو د بندیانو خلاصون ته مناسب چاپېریال رامنځته شي. د بیان له مخې... Читать дальше...
د نیویارک ښاروال "بیل دي بلاسي" وایي دغه ښار به چې تېره شپه پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر پهکې زیات شو، د طبي وسایلو او تجهیزاتو د کمښت له امله په تر ۱۰ کمو ورځو کې له یوې غمیزې سره مخامخ شي. نیویارک چې د امریکا تر ټولو لوی ښار دی، پر کرونا ویروس د اخته شويو کسانو شمېر پهکې پرون له ۹ زرو واوښت. دا په ټوله امریکا کې پر دغه ویروس د اخته شويو کسانو یوه پر درېیمه برخه ده. ښاغلي بلاسي امریکایي سي اېن اېن ټلوېزیون ته وویل، دی دا په ډاګه وايي چې له ننه تر ۱۰ ورځو پورې به موږ په پراخه... Читать дальше...
روسیې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتېدو سره په نړیوالو الوتنو بندیز لا پراخ کړ. تر نن سهاره په دې هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۳۷۶ ته ورسېد. د روسیې دولتي اژانس روساویا وویل، د دغو نویو اقداماتو له مخې به د روسیې هوایي شرکتونه یوازې د مسکو له هوایي ډګر څخه هغه هم یوازې د نړۍ د نیویارک په څېر لویو ښارونو او د هېوادونو پلازمېنو ته الوتنې کوي. دغهراز روسیه به په استثنایي توګه هغو چارټر الوتنو ته هم اجازه ورکوي چې په بهر کې بند پاتې شوي د دې هېواد وګړي انتقالوي. تر اوسه... Читать дальше...
په افغانستان کې د سولې راوستو موافقه نږدې درې اوونۍ مخکې د قطر په منځګړیتوب، د دې هېواد په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوه.
په اروپا کې ډېر هغه کسان چې دغه ویروس مړه کړي عمرونهیې پاخه او د اوږدو ناروغیو سابقه لرونکي بلل شوي دي.
په کابل کې د فسټ ټکسي شرکت چې یو کال وړاندې جوړ شوی دی په انلاین ډول د تګ راتګ لپاره د موټر غوښتلو اسانتیاوې لري. د ازادي راډیو خبریالې هیلۍ اسد پرې رپوټ جوړ کړی دی:
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости