امريکا ولې افغانستان ته مالي مرستې کموي؟
تر هغې وروسته چې امريکې وویل پر افغانستان يو ارب ډالر مرسته کموي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د خپل سیاسي سيال ډاکټر عبدالله سره یې د روغې جوړې کوښښوکړ خو هغه په يوه شپه کې د اساسي قانون بدلون غوښت.
تر هغې وروسته چې امريکې وویل پر افغانستان يو ارب ډالر مرسته کموي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د خپل سیاسي سيال ډاکټر عبدالله سره یې د روغې جوړې کوښښوکړ خو هغه په يوه شپه کې د اساسي قانون بدلون غوښت.
د ازادي راډیو اوونیزه "ژوند په شېبو کې" پروګرام د کرنې تاریخچې ته ځانکړی شوی.
د ګوړې اچار خپرونې په دې برخه کې مو، لومړی د هېواد یوه سرحد ته بیایو چې خبر شئ هېواد ته راتلونکي هېوادوال څه ډول معاینه کېږي؟
چاودنه د مارچ پر ۲۳مه د غزني د ده یک ولسوالۍ په خشک سیمه کې د پولیسو پر موټر شوې ده.
په ۱۹۹۷م کال کې یوناکل حتی لوړپوړي طالب غړي د امریکا تکزاس ایالت ته بوتلل او ورسره د یوه توافق هڅهیې وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه په مرستو کې د یو ارب ډالرو کمولو اعلان کړی دی او ویلي چې له افغانستان سره د خپلې همکارۍ پر کچه هم له سره غور کوي.
د میدان وردک ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، دغه ریاست د باغ لرونکو د اقتصادي ودې په هدف، د دغه ولایت پر باغ لرونکو، ۱۷۰۰ مېوه لرونکي نیالګي وېشلي دي. د دغې ادارې مسؤل ولید احمد تسل ازادي رادیو ته وویل، په دغو نیالګیو کې د مڼو، بادامو، زردالو، شفتالو، ناک او ګېلاسو نیالګي شامل دي. ښاغلی تسل وايي، د دغو نیالګیو ۵۰ فیصده لګښت د کرنې وزارت او ۵۰ فیصدهیې بزګرو پر غاړه اخیستی دی. هغه زیاته کړه: "د بېلګې په توګه، په یوه جریب ځمکه ۶۶ د مڼو نیالګي دي چې بیهیې ۴۰۸۰ افغانۍ کېږي او موږ یې بزګرو... Читать дальше...
فریدون لویه کلا چې د افغانستان د تاریخ ښکارندویي کوي اوس د معتادینو د راټولېدو په مرکز بدله شوې. د فراه اوسېدونکي یې د بیا رغولو غوښتنه کوي. وېډیو: حفیظالله نورزاد
د افغانستان د متشبثینو بورډ وايي، افغان سوداګرو د سپین بولدک او تورخم بندرونو د بندېدو له امله، سلګونه زره ډالره زیان کړی دی. د دغه بورډ رئیس رحمالدین حاجي اغا نن ازادي رادیو ته وویل، په سپین بولدک بندر کې ۱۵۸۳، په کراچۍ بندر کې ۴۰۰۰ او په تورخم بندر کې ۵۸۳ پر موادو بار لارۍ ولاړې دي. هغه زیاته کړه: "کابو ۱۵ ورځې کېږي چې دغه بندرونه بند دي، یوه ورځیې یوازې ۱۵۰ د تازه مېوو لارۍ چې میوېیې خرابې شوې وې، اجازه ورکړل شوه او بېرته بند شوې دي." په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، له... Читать дальше...
عمران خان وويل، ټول هېواد تړل شوی خو داسې وخت هم راتلای شي چې وضعيت به ښه شي او يوازې هغه سيمې ښايی وتړل شي چې پکې کورونا وايرس وي.
د دې توافق تر لاسلیک وروسته د افغانستان د سولې پروسه د دې هېواد د مشرانو ترمنځ د انتخاباتو تر نتایجو وروسته د سیاسي لانجو له کبله درېدلې ده.
د خيبر پښتونخوا په سوات کې حکومت د کورونا وايرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره دکانونه بند کړي دي. خلک له حکومتي اقداماتو خوشاله دي خو غوښتنه لري چې د کاروبارونو بندېدو له کبله د ورسېدلي اقتصادي تاوان لپاره دې ورسره مرسته وکړي.
وسلهوالو طالبانو تېره شپه د بدخشان ولایت پر مایمی ولسوالۍ برېد وکړ او د دې ولسوالۍ ځینې برخې یې ونیولې. د سیمې اوسېدونکو په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال ته ویلي چې د مایمی ولسوالۍ په لمنو کې اوس هم درنې جګړې روانې دي. سیمهییز چارواکي خبرداری ورکوي چې که اضافي ځواکونه سیمې ته ونهرسېږي، نو د دې ولسوالۍ سقوط ناممکن نهدی. د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو له نُسی ولسوالۍ څخه پر مایمی حمله کړې او اوس د دې ولسوالۍ په یو شمېر لیرې پرتو سیمو کې فعال دي، خو ښاغلی نظري وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه دوام لري. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وايي کرونا ویروس یا (کووایډ-۱۹) تقریباً د نړۍ هر هېواد ته رسېدلی دی. تدروس ادهانوم ګبرياسوس پرون دوشنبه په جنوا کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "WHO ته تقریباً د نړۍ هر هېواده د (کووایډ-۱۹) د څه باندې ۳۰۰ زره پېښو راپور ورکړل شوی دی. دا خواشینوونکې موضوع ده." دا ناروغي په چټکۍ په خپرېدو ده. د کرونا ۱۰۰ زره پېښې د ویروس د خپرېدو په لومړیو ۶۷ ورځو کې ثبت شوي، ۱۰۰ زره نورې پېښې په ۱۱ نورو ورځو کې او ۱۰۰ زره نورې پېښې په وروستیو څلورو ورځو کې." په ټوله نړۍ... Читать дальше...
د چک حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف لګول شوي محدودیتونه تمدید کړل. حکومت وايي د خلکو پر تګ راتګ به د اپرېل تر لومړۍ نېټې محدودیت برحاله وي او د پرچون پلورنې دکانونه به تړلي وي. د چک جمهوریت د کورنیو چارو وزیر ین هماچیک پرون دوشنبه په یوه کنفرانس کې وویل، د اوسنیو اصولو له مخې به رستورانتونه هم تړلي پاتې وي. هغه زیاته کړه: "موږ موافقه وکړه چې د حکومت لهخوا ټول اضطراري اقدامات به د اپرېل میاشتې تر لومړۍ نېټې تمدید کېږي." په چک جمهوریت کې په کرونا ویروس تر ۱۲۰۰ ډېر کسان اخته دي او یو تن په دې ناروغۍ مړ شوی دی.
د ارمنستان پارلمان د حکومت د هغه وړاندیز ملاتړ وکړ چې له مخې یې قرنطین شويو او جلا ساتل شویو کسانو ته د سرغړونې په صورت کې د بند سزا ورکول کېږي. د کرونا ویروس د خپرېدو د سوکه کولو لپاره دغه مقررات د روغتیايي چارواکو لهخوا وړاندیز شوي وو. دغه لایحه چې ملي شورا په ابتدايي بڼه درې ورځې مخکې تأیید کړې وه، پرون دوشنبه تصویب شوه. د ارمنستان حکومت تېره اوونۍ د یوې میاشتې لپاره د بېړني حالت تر اعلان وروسته هغو کسانو ته جریمې وټاکلې چې له ټاکل شویو اصولو سرغړونه وکړي. په دغه هېواد کې تر اوسه په کرونا... Читать дальше...
د کندز امنیه قومانداني وايي د وسلهوالو طالبانو په ډزو درې کسان وژل شوي دي. پېښه تېر ماښام د کندز ښار خاناباد بندر ته څېرمه شوې ده. د امنیه قوماندانۍ ویاند هجرتالله اکبري پرون تر پېښې وروسته ازادي راډیو ته وویل، په وژل شویو کې دوه پولیس شامل دي. هغه زیاته کړه: "یو ملي پولیس او بل محلي پولیس له یوه ملکي کس سره یوځای شهیدان شوي دي. یو ملکي کس ټپي شوی هم دی. پولیس سیمې ته رسېدلي او پلټنې روانې دي." اکبري وايي وژل شوي پولیس په یوه رکشا کې روان وو چې ورباندې ډزې وشوې او حمله کوونکي له سیمې تښتېدلي دي. Читать дальше...
په غزني کې پرون د سړک غاړې ماین چاودنې د څلورو پولیسو په ګډون پنځه کسان وژلي دي. د غزني امنیه قوماندانۍ ویاند احمد خان سیرت ازادي راډیو ته وویل، ماین د پولیس پر رنجر موټر چاودلی. هغه زیاته کړه: "د پولیسو یو رنجر موټر د غزني د دهیک ولسوالۍ د خشک په سیمه کې د سړک غاړې پر ماین وربرابر شوی چې په نتیجه کې د دهیک څلور تنه پولیس وژل شوي، د بل تن هویت لا نهدی څرګند شوی." وسلهوالو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، پرون بالاخره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو کابل ته راغی ترڅو د جان کیري مأموریت ترسره کړي او د ولسمشریزو انتخاباتو لانجې حل کړي.
ښاغلي پومپیو پرون له ښاغلو غني او عبدالله سره هم په جلا توګه او هم یوځای لیدنې وکړې، خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې لیدنو کې حاضر نهو.
تر ایټالیا وروسته د چین نوم راځي چې کرونا ویروس پهکې د لومړي وار لپاره په تېره ډسمبر میاشت کې خپور شو. په چین کې تر پرون دوشنبه له ۳۲۷۰ زیات کسان مړه شوي دي.
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې تر اوو ساعتونو تم کېدو وروسته، د ښکېلو سیاسي لورو ترمنځ د کومې موافقې د احتمال په اړه خبرې نهدي کړي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости