امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۳۵۰۰ ورسېد
د امریکا په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د ناروغانو شمېر تر چین زیات شو. د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په متحده ایالاتو کې ۸۳ زره ۵۰۰ کسان په کرونا اخته دي. په دې ډول دغه هېواد تر چین چې هلته د کرونا د ناروغانو شمېر ۸۱۷۸۲ کېږي او تر ایټالیا چې هلته ۸۰ زره ۵۸۹ کېږي، مخکې شو. خو په متحده ایالاتو کې تر اوسه ۱۲۰۰ تنه دې ناروغۍ وژلي دي چې دا شمېره تر ایټالیا او چین ښکته ده. ټاکل شوې ده چې نن د امریکا استازو جرګه غونډه وکړي او تمه ده چې د کرونا د مخنیوي لپاره د ۲،۲ ټریلیونه ډالرو بودجه تصویب کړي. Читать дальше...