د بیروت په نړېدلو ودانیو کې ژوندي کسان نه دي موندل شوي
هغه ژغورونکي چې له درو ورځو راهیسې د بیروت په نړېدلو ودانیو کې په دې هیله کیندنې کوي چې ګوندې څوک ژوندی ومومي، وايي چې د هېڅ ژوندي پاتې کس نښې یې نه دي موندلي. په بیروت کې یوه میاشت پخوا د اګست په ۴مه زوروره چاودنه وشوه چې ۱۹۰ تنه په کې ووژل شول او ۶ زره نور ژوبل شول. نژدې ۵۰ تنه ژغورونکو او رضاکارانو وروسته له دې چې د څرک لګولو الو یا سینسورونو د سا نښې وموندلې د ویجاړو شویو ودانیو په کنډوالو کې کار پیل کړ خو اوس وايي چې په تېرو درو ورځو کې یې د ژوندي پاتې شوي انسان نښه ونه مونده.