کرونا په نړۍ کې د روغتیا پرمختګ ټکنی کړی
یو تازه راپور وايي، د کرونا ویروس وبا په نړۍ کې د روغتیا پرمختګ ټکنی کړی او په میلیونونو انسانانیې د وژونکو ناروغیو او بېوزلۍ له خطر سره مخامخ کړي دي. د بېل او ملېنډا ګېټس د بنسټ د ننني راپور په حواله، د کرونا وبا له کبله شدیده بېوزلي ۷ سلنه زیاته شوې او د واکسین ورځنی پوښښ هغه حد ته راکم شوی چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې و. مخکښ بشرپال او د دغه بنسټ یوه مشر بېل ګېټس چې د نړیوالې روغتیا د پرمختګ په هڅو کې ونډه لري وویل: "دا یو لوی شاتګ دی." د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې... Читать дальше...