اسراییل، بحرین او اماراتو خپلو کې د ښو اړیکو تاریخي تړون وکړ
په دغو تړونونو کې له لسیزو راهیسې د اسراییل او فلسطین د لانجې هوارولو یادونه نه ده شوې.
په دغو تړونونو کې له لسیزو راهیسې د اسراییل او فلسطین د لانجې هوارولو یادونه نه ده شوې.
د ازادي راډیو اوونیزه "د ګوړې اچار" خپرونه کې لومړی څو ګډوډ خبرونه دراوروو چې د هېواد له حالاتو خبر شئ. بیامو د سوال او سوالګرۍ له اوسني جریانه خبروو. او په پای کې مو فال درته کتلی چې په خپل حال پوه شئ. د دې خپرونې جوړوونکی محمد عارف ننګیار دی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهيې اورېدلی شئ:
د روغتيا نړیوالې ادارې (ډبليو اېچ او) اندېښنه ښودلې چې په راتلونکو میاشتو کې په اروپا کې د کورونا له کبله د مړيو شمېر زیاتېدای شي. بلخوا په نړۍ کې د کورونا وایرس ضد واکسینو جوړولو هلې ځلې په وروستيو پړاوونو کې دي.د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې ويډيويي راپور منورشاه وړاندې کوي.
د کندز په دشت ارچي کې ۹ دولتي سرتېري وژل شوي دي. د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي وایي، د ملي امنیت پنځه سرتېري او څلور محلي پولیس تېره شپه له طالبانو سره جګړه کې وژل شوي. سعدي ازادي راډیو ته وویل، دغې جګړې ټوله شپه دوام درلود چې سهار مهال پای ته ورسېده. هغه زیاته کړه: "مخالفانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډلهییز بریدونه وکړل، بریدونه د کندز بندر او خواجه غار بندر سیمو کې وشول، سهار څلور پنځه بجې مو بېرته دا سیمې ونیولې." د ولسوال په خبره چې په دې برید کې طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې نهدی معلوم. Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې خبرو د ځنډېدو په تړاو لیکلي دي. مسیر مسیر ورځپاڼې نیوکه کړې چې په قطر کې د طالبانو او حکومت د تماس ډله لا هم نهده بریالۍ شوې چې د بینالافغاني خبرو پر اصولو، کړنلارې او اجنډا هوکړه وکړي. سرمقاله کې په اصولو، کړنلارې او اجنډا کې ستونزې ظاهراً اختلافات په ګوته شوي او لیکل شوي چې اساسي ستونزه لا هم پر دې ده چې په خبرو کې څه په اجنډا کې شامل شي او څه نه او ان پر دې هم اختلاف دی چې د بحث لومړنۍ موضوع به څه وي. د سرمقاله لیکونکي په وینا، حکومتي... Читать дальше...
جرمني هوکړه کړې چې د یونان له پنځو ټاپوګانو څخه ۱،۵۵۳ کډوال مني. دا اعلان وروسته تر هغه کېږي چې په یونان کې د موریا په نوم د کډوالو یو کمپ له اورلګېدنې وروسته ونړېده. د جرمني د صدراعظمې اړوند کریسټین ډیموکرات ګوند او متحد حزبیې پرون هوکړه وکړه چې له یونان سره د پیوستون په هدف د کډوالو ۴۰۸ کورنۍ خپل هېواد کې قبلوي. پر دې سربېره جرمني ویلي، هغو ۱۵۰ بېسرپنا ماشومانو ته هم پناه ورکوي چې د یونان کمپونو کې اوسېږي. یونان کې د موریا کمپ له سوځېدو وروسته څه باندې ۱۲ زره کډوال بېسرپناه شول چې اکثرهیې د افغانستان، سوریې او افریقا وګړي دي. Читать дальше...
چک جمهوریت پرون د کرونا ویروس ۹۶۸ نوې مثبتې پېښې ثبت کړې. په دغو شمېرو سره په دې هېواد کې پر دې ویروس د ټولو اخته شویو کسانو شمېر له ۳۸ زرو واوښت. د چک د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې ۴۷۸ تنه هم د دغه ویروس له امله مړه شوي دي. په چک جمهوریت کې په دې وروستیو کې د کرونا مثبتې پېښې په بېساري ډول زیاتې شوې چې چارواکي یې دې ته اړ کړي څو په تړلو ودانیو کې د ماسکونو اغوستل اجباري کړي. د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۲۹ میلیونو او ترې د مړو شویو نږدې نهه لکه او ۳۰ زرو ته رسېږي.
نن د کرکټ شپږیزه لیګ سیالیو پایلوبه د کابل بازانو او د مس عینک اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. دغه لوبه د کابل په وخت ۱۲ بجې پیلېږي. کابل بازان لوبدله مخکې پایلوبې ته وتلې وه، خو مس عینک پرون په درېیمه نیمه پایلوبه کې بند امیر ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره پیدا کړه. د شپږو لوبډلو ترمنځ دغه لوبې له ۱۰ ورځو راهیسې په کابل کې روانې وې.
ټاکل شوې چې د سویس ژینف ښار د نومبر میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د سولۍ او سوکالۍ د نړیوال کنفرانس کوربه وي. دغه کنفرانس چې د نومبر په ۲۳ او ۲۴ جوړېږي، هدفیې له افغانستان سره د نړیوالو د ژمنو نوي کول، د ۲۰۲۱ نه تر ۲۰۲۴ کلونو پورې پر پرمختیایي هدفونو توافق او په مالي برخه کې له افغانستان څخه ملاتړ یاد شوی دی. تمه ده چې په دې نړیوال کنفرانس کې به د څه باندې ۷۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي. د افغانستان د دولت او مدني ټولنې استازي به هم په دې کنفرانس کې ګډون کوي.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په نوې ډېلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې. د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر پرون ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي چې له زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې یې په دوحه کې د سولې خبرو او د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې. هغه په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي، خو هندي رسنیو د دې هېواد د چارواکو له قوله ویلي چې په دې کتنه کې پر دې خبرې وشوې چې واشنګټڼ او نوې ډېلي په څه ډول کولای شي د افغانستان د سولې بهیر د پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي. Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیلېدو ملاتړ کوي. محمد جواد ظریف دا څرګندونې پرون د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو لورو د سولې د خبرو او د یوه سمدستي اوربند د ټینګېدو لپاره د سیمې او نړۍ د اجماع پر اهمیت او هم په دې پروسه کې د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو د رول په اړه خبرې وکړې. د خبرپاڼې له مخې ښاغلی اتمر د... Читать дальше...
پرون په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیل، بحرین او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو تړونونه لاسلیک شول. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د نومبر د درېیمې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې ډېر لېواله دی چې وښیي د منځني ختیځ لپاره بهرنۍ پالېسۍ یې بریالۍ ده، د دغو تړونونو د لاسلیک مراسم څارل. ټرمپ وویل، دوی دلته دي چې د تاریخ لوری بدل کړي. هغه زیاته کړه چې د لسیزو اختلاف او کړکېچ وروسته دوی د نوي منځني ختیځ لپاره یو باب پرانیست. په دې مراسمو کې پر ټرمپ سربیره د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو، د... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خوله د افغانستان د دولت او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو اترو د پیل ملاتړ وکړ او ښکېل اړخونهیې د یوه تلپاتي اوربند ټینګېدو ته وهڅول. دغه پرېکړهلیک چې له مخې یې په افغانستان کې د یوه بل کال لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي مأموریت وغځول شو، له دواړو مرکچي لورو وغوښتل چې د باور جوړونې لپاره د نورو اقداماتو په ترڅ کې شخړې د پام وړ کمې کړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغهراز د سولې په خبرو کې د ښځو او ځوانانو د ګډون غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د تېرو ۱۹ کلونو اقتصادي،... Читать дальше...
د افغانستان دولت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوو پرون د قطر په پلازمېنه دوحه کې د لومړي ځل لپاره مخامخ غونډه وکړه. د دغو پلاوو مشرانو ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې باید له زغمه کار واخیستل شي. د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې پر کاري طرزالعمل بحثونه وشول او په ډېرو مواردو توافق وشو. هغه زیاته کړه: "د دواړو ټیمونو مشرانو په مذاکراتو کې په زغم او تحمل باندې ټینګار وکړ او دوه دوه کسانیې د مستقیم تماس لپاره وټاکل ترڅو په... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости