افغانستان کې د غنمو حاصلات ۵.۱ میلیون مټریک ټنو ته رسېدلي
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې د یوې ګډې سروې پایله ښیي چې روان کال په دغه هېواد کې د غنمو حاصلات ۵.۱ میلیون مټریک ټنو ته رسېدلي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، د دغو حاصلاتو ۴.۰۳ میلیون مټریک ټنهیې له اوبیزو کروندو او ۱.۱۵ میلیون مټریک ټڼهیې له للمي کروندو څخه اخیستل شوي دي. دغه سروې په ۳۰ ولایتونو، ۱۷۷ ولسوالیو او ۸۸۵ کلیو کې شوې ده. ښاغلی رستمي وایي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وازرت او د احصائیې او معلوماتو... Читать дальше...