Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 26.09.2020

تاج بي بي: نظام کې مې درې مېړونه وژل شوي او څلورم ړوند شوی

Pa.azadiradio.com 

کونړ کې هغه مېرمن چې درې مېړونه یې په نظام کې وژل شوي او څلورم یې په سترګو ړوند شوی تاج بي بي وايي، چې روانې جګړې ترې درې مېړونه واخیستل او دا مهال د ژوند له سختو ستونزو سره مخ ده. روح الله انوري یې په اړه دا راپور چمتو کړی:

اسټرالیايي کمپنۍ د افغانستان کانونو راایستنې برخه کې پانګه اچونه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، اسټرالیا فورټسکیو میټل کمپنۍ په افغانستان کې د سروزور، لیتیم او اوسپنې د کانونو د راایستنې په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.  د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل، چې د دغې کمپنۍ او د کانونو وزارت د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د چارو د ښې همغږۍ او تخننیکي معلوماتو شریکولو لومړنۍ  ناسته د پنجشنبې په ورځ وشوه.  مطفي زیاته کړه: "د تفاهم لیک پر بنسټ اسټرالیا فورتسکیو میټل ګروپ کمپنۍ، چې یو شمېر ملیارډران په کې راټول شوي لېوالتیا ښودلې، چې... Читать дальше...

وزیرستاني کډوال راتلونکې ژمي ته په اندېښنه کې دي

Mashaalradio.com 

د خوست په ګلان کېمپ کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، له دوی سره د مرستو کمښت یې ستونزې ډېرې کړې دي. هغوی غوښتنه کوي چې د راتلونکي ژمي لپاره دې ورسره د خوارک، پوښاک او سونګ توکو د مرستو تابيا وشي. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي راپور وګورئ.



ټرمپ: ډیموکراتان هڅه کوي په ټاکنو کې درغلي وکړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غیر حضوري رای اچونې کلک مخالف دی خو سیال یې جوبایډن خلک هڅوي چې رایه ورکړي.  ټرمپ وايي ډیموکراټان له دې لارې په ټاکنو کې درغلي کوي.  غیر حضوري رایه ورکول د هغو خلکو لپاره ده چې نه غواړي د ټاکنو په ورځ د رایې اچونې مرکز ته ولاړ شي.  ټرمپ په دې باور دی چې غیر حضوري رای اچونه درغلیو ته لار جوړوي.  هغه زیاتوي: "هغوی غواړي اتیا میلیونه رای پاڼې ولېږي، دا ډیموکراټان دي، دوی هڅه کوي چې په دې ټاکنو کې درغلۍ وکړي."    غیر حضوري رای اچونه د رایې هغې کارونې ته وايي چې... Читать дальше...

ډیپلومات افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو لیکنه خپره کړې

Pa.azadiradio.com 

ډیپلومات ډیپلومات نشریې په افغانستان کې د تاوتریخوالو پر زیاتېدو لیکنه خپره کړې ده. د دې مجلې له لیکنې سره سم، د افغانستان حکومت او طالبان غواړي چې د سولې یوه حل لار ومومي، خو له دې سره سره په تاوتریخوالو کې هېڅ‌راز کموالی نه‌دی راغلی. د دې لیکنې په دوام کې لولو د دواړو خواوو خبرې تر اوسه پورې د طرزالعمل د جوړولو له حده وړاندې نه‌دي تللي. د ډیپلومات خپرونې له مخې، د تاوتریخوالو دوام یو څه په ګوته کوي او هغه دا ده تر څو چې اوربند ونه‌شي، هېڅ‌راز سوله نه‌شته. له یوې خوا هره ورځ افغان امنیتي... Читать дальше...

کابل ورځپاڼو د افغان سولې په بهیر او د جنايي پېښو د زیاتوالي په اړه لیکنې کړي

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان سولې په بهیر او په افغانستان په ځانګړې توګه په کابل ښار کې د جنايي پېښو د زیاتوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې د بین‌الافغاني مذاکراتو له پرانیست غونډې شااوخوا ۱۷ ورځې تېرېږي، خو بیا هم د تماس ډلې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه‌لیدل کېږي او ورسره دواړو خواوو جګړې تندې کړې. په سرمقاله کې راغلي، سولې ته د رسېدو لپاره بهتره ده چې د سولې نړیوال بنسټونه د دواړو خواو جګړه‌ییزې کړنې تر ذره‌بین... Читать дальше...

عمران خان: د هند ملت‌پال حکومت د مسلمانانو پر وړاندې د تبعیض ملاتړ کوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي په هند کې د هندوانو ملت‌پال حکومت د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې پارولو او تبعیض ملاتړ کوي. عمران خان پرون جمعه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې چې له مخکې ثبت شوې وه وویل په هند کې له اسلام څخه د وېرې رامنځ‌ته کول واکمني کوي چې د ده په وینا په دې هېواد کې یې د نږدې ۲۰۰ میلیونه مسلمانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی. عمران خان وویل، د هند حکومت باور لري چې هند یوازې د هندوانو لپاره دی او نور خلک‌یې د انډول حق لرونکي وګړي نه‌دي. پاکستاني مشرانو پخوا... Читать дальше...

ناوالني: ژوند مې هغه پیلوټ او صحي پرسونل ژغورلی چې سمدستي مرسته‌یې وکړه

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالني وايي، ژوند یې هغه پیلوټ او صحي پرسونل ژغورلی دی چې له ده سره‌یې سمدستي روغتیايي مرسته وکړه. ناوالني پر خپل انسټاګرام لیکلي، له ناروغۍ وروسته پیلوټ، الوتکه په چټکۍ سره کېنوله او روغتيايي کارکوونکي سمدستي وپوهېدل چې دی مسموم شوی او ده ته‌یې د مسمومیت ضد درمل ورکړل. د روسیې د اپوزېسیون ۴۴ کلن مشر په الوتکه کې له سایبریا څخه مسکو ته روان و چې ناڅاپه ناروغه شو او الوتکې په اومسک ښار کې بېړنۍ ناسته وکړه. هغه وروسته برلین ته ولېږدول شو او نږدې دوه اوونۍ یې په بې‌سده حالت کې په روغتون کې تېرې کړې. Читать дальше...



اوکراین کې د یوې پوځي الوتکې نسکورېدو لږترلږه ۲۲ کسان ووژل

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین کې د یوې پوځي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې لږترلږه ۲۲ کسان مړه شوي دي. دا انتونوف ۲۶ ډوله الوتکه پرون د سپټمبر په ۲۵مه نېټه د اوکراین په خارکوف سیمه کې نسکوره شوه. د اوکراین د هوايي چلند اداره وايي، الوتکې ۲۸ سپرلۍ لرلې، خو تر اوسه ۲۲ مړي او دوه ټپي کسان موندل شوي دي. دې ادارې ویلي چې د څلورو نورو کسانو د موندلو هڅې هم روانې دي. د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ژغورنې ډلې د الوتکې له نسکورېدو سمدستي وروسته سیمې ته ورسېدلې او عملیات‌یې پیل کړل.

عبدالله: طالبان دې د سولې خبرو پر مهال اوربند وکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له طالبانو غواړي چې د سولې خبرو پر مهال اوربند وکړي. نن په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ د خبرو دوه اوونۍ پوره شوې، خو دواړه لوري تر اوسه د خبرو پر کړنلاره موافقې ته نه‌دي رسېدلي. د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون له دوحې څخه ازادي راډیو ته وویل چې د جګړو دوام خلک اندېښمن کړي دي. هغه زیاته کړه: "زموږ تمه له طالبانو دا ده چې جګړه بنده شي او د سولې مذاکرات پر مخ ولاړ شي ځکه وروستیو جګړو او تلفاتو د افغانانو اندېښنې راپارولې دي." په... Читать дальше...

فلسطین د ملګرو ملتونو په مشرۍ د منځني ختیځ د سولې کنفرانس غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د فلسطینۍ ادارې مشر د ملګرو ملتونو په مشرۍ د منځني ختیځ د سولې د کنفرانس د جوړېدو غوښتنه کړې. د فلسطین د ادارې مشر عمومي اسامبلې ته د وینا پر مهال د ملګرو ملتونو پر سرمنشي انتونیو ګوترش غږ وکړ چې د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې د منځني ختیځ د سولې د کنفرانس مشري وکړي. محمود عباس پرون د سپټمبر په ۲۵مه، په خپله وینا کې هیله څرګنده کړه چې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د سولې یوه رښتینې پروسه پیل شي. عباس له ګوترش څخه وغوښتل چې د دې کنفرانس په اړه د منځني ختیځ د تماس له څلور اړخونو یعنې امریکا،... Читать дальше...

دوه نیمې لسیزې وړاندې کابل ته د طالبانو راتګ او د کابل ښاریانو غبرګون

Pa.azadiradio.com 

دوه نیمې لسیزې وړاندې له څو خواوو کابل ته د طالب وسله والو چټک پرمختګ ښاریان او نړیوال په یو ډول حیران کړل. د مني همدا ورځ وه چې په څو ساعتو کې کابل ښار او ټول دولتي تاسیسات د یوې داسې ډلې لاس ته ولوېدل چې د ادارې بڼه یې تر اوسه په هېواد او سیمه کې انګازې لري. له دغې پېښې ۲۴ کاله وروسته، له طالبانو سره د روغې پیل شویو خبرو د طالبانو په اړه چې پنځه کلنه واکمني یې د امریکا په بریدونو ړنګه شوې وه هیلې، پوښتنې او اندېښنې ګډې جوړې کړې دي. کابل ته د طالبانو راتک د دوو کسان فیض محمد او عبدالواحد د هغه مهال د سترګو لیدلی حال بیانوي. Читать дальше...

د افغانستان د سولې د روانو هڅو په اړه غني او عمران خان ټیلیفوني خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان له ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د بین‌الافغاني مذاکراتو پر وروستیو پرمختګونو بحث کړی. په روانه اوونۍ کې اسلام‌آباد ته د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس د سفر په درشل کې ولسمشر اشرف غني او د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغانستان د سولې د روانو هڅو پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړي. د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل چې په دې خبرو کې ښاغلي عمران خان د بین‌الافغاني خبرو پر مهال په افغانستان... Читать дальше...

'د افغانستان د تارياکو له مورفينو په اروپا کې هيرويين جوړېږي'

Pa.azadiradio.com 

په يوه تازه راپور کې راغلي چې، د افغانستان د تارياکو له مورفينو څخه په ځينو اروپايي هېوادونو کې هيرويين جوړېږي. په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د نشه يي موادو د وضعیت په اړه د اروپا له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې څېړنې ښيي چې، که څه هم د کرنتین پر مهال د هېوادونو ترمنځ پولې تړل شوي وې، خو بیا هم اروپايي بازارونو ته د نشه يي موادو قاچاق نه دی کم شوی. د دې ادارې د راپور پر اساس، په دې موده کې له پاکستان او ایران څخه اروپا ته د هیرویینو د قاچاقو تر څنګ، د افغانستان له تاریاکو څخه جوړ شوي مورفین هم د... Читать дальше...

د سرای شمالي اوسېدونکي: نشه يي مواد د خواراکي موادو غوندې ازاد خرڅېږي

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار د سرای شمالي تپې یا غونډۍ د معتادینو د را ټولېدو په مرکز اوښتې ده. دا د سرای شمالي غونډۍ ده چې د کابل ښار د معتادینو د را ټولېدو په مرکز اوښتې او لسګونه معتادين نشې په کې کوي. د معتادینو په ډله کې یو هم د روزګان ولایت اوسېدونکی سید محمد دی چې له ایران څخه تر را ستنېدلو وروسته کور ته نه دی تللی او دلته د سرای شمالي په غونډۍ کې اوسېږي. سید محمد وايي، دی ځکه دلته اوسېږي چې په دې سیمه کې نشه يي مواد اسانه او ارزانه پیدا کېږي. هغه وویل: " دلته نشه يي مواد ښه ډېر دي او بل دا چې ازادانه... Читать дальше...

د تخار پوليسو تر څلوېښتو لېټرو ډېرو کېمياوي موادو د قاچاقو مخه ونيوله

Pa.azadiradio.com 

د تخار ولايت پوليسو تر څلوېښتو لېټرو ډېرو کېمياوي موادو د قاچاقو مخه ونيوله. د تخار د امنيې قوماندان سيد معراج الدين سادات وايي چې، د (اسيټيک آنهایډرايډ) په نوم تر ۴۲ لېټرو ډېر کېمياوي مواد چې په پام کې وه د موټر په وسيله له کندز ولايت څخه تخار ولايت ته قاچاق شي، د تخار پولیسو ونيول. د يادونې وړ ده چې د (اسيټيک آنهایډرايډ) په نوم کېمياوي مواد له بهر څخه افغانستان ته راوړل کېږي او د نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي.

د هرات پولیسو ۱۱ تنه د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅولو پر مهال نیولي

Pa.azadiradio.com 

د هرات پولیسو يوولس تنه د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅولو پر مهال ونيول. د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولیزاده ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په هرات ښار، انجيل او ګذرې ولسواليو کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې يوولس تنه د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅولو پر مهال ونيول. له دې يوولسو نفرو سره ۱۷ کيلوګرامه هيرويين، ۳۵ کيلوګرامه چرس او څه اندازه ښیښه هم نيول شوې ده. دا تورن کسان تر نيول کېدو وروسته له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته استول شوي دي.

چارواکي: کابل کې تر لسو زرو ډېرې نشه يي ګولۍ او شراب ونيول شول

Pa.azadiradio.com 

په کابل ولايت کې تر لسو زرو ډېرې نشه يي ګولۍ او شراب ونيول شول. د ټابليټ کا په نوم اوولس زره او ۲۵۵ نشه يي ګولۍ چې په پام کې وه د موټر په وسيله له ختيځو ولايتونو څخه کابل ته قاچاق شي، د پلچرخي په سيمه کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شوې. د يادونې وړ ده چې د دې نشه يي ګوليو په تور دوه نفره هم نيول شوي دي. د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز رسنیو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په لومړۍ، لسمه او يوولسمه حوزه کې عمليات کړي چې په نتيجه کې يې په مجموعي ډول... Читать дальше...



Москва

Слушатель из Смоленска выиграл на «Авторадио» «Москвич 3»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Начался прием заявок на конкурс грантов для социальных НКО



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Элджей

Рэпер Элджей стал зарабатывать меньше в восемь раз




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23


Ролан Гаррос

Теннисистка из Пятигорска вышла в четвёртый круг турнира Большого шлема



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Элджей

Рэпер Элджей стал зарабатывать меньше в восемь раз



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России