Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 27.09.2020

ټرمپ لانجمنه قاضي کاني برېټ د سترې محکمې د غړې په توګه ونوموله

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ لانجمنه قاضي کاني برېټ د سترې محکمې د غړې په توګه ونوموله. کاني برېټ د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو ۳۸ ورځې مخکې او د سترې محکمې د لبرال قاضي روت بیدر ګینزبرګ له مړینې ۸ ورځې وروسته ونومول شوه. ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې وویل، دا درېیم قاضي دی چې ده د ولسمشرۍ په څلور کلنه دوره کې د سترې محکمې غړیتوب ته وړاندیز کړی دی. ده اټکل وکړ چې د امریکا سنا جرګه به بې‌جنجاله او ژر کاني برېټ تأیید کړي. د امریکا د سنا جرګې په ۱۰۰ چوکیو کې ۵۳ د جمهوري‌پالو په لاس کې دي او... Читать дальше...

بدخشان کې د ماشومانو ګوزڼ ۲ پېښې ثبت شوې

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوې. د بدخشان عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې دا له ۱۴ کلونو وروسته لومړی ځل دی چې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې په دې ولایت کې ثبت کېږي. د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مرستیالې نوشین ګهر ازادي راډیو ته وویل، په پولیو یا ګوزڼ دا دوه تر پنځو کلونو کوچني ماشومان د یمګان او کشم ولسوالیو اوسېدونکي دي. د بدخشان د ولایتي شورا ځیني غړي وايي چې په وروستیو کې د طالبانو د مخالفت له کبله په دې ولایت کې سلګونه ماشومان د پولیو له واکسینه بې‌برخې شوي دي. خو د... Читать дальше...

بشري حقونو کمېسیون: کندهار کې پر ۳۴۰ تنو هدفي بریدونه شوي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په تېر یوه کال کې په دې ولایت کې پر ۳۴۰ تنو هدفي بریدونه شوي دي. د راپورونو له مخې، د سږ کال د روژې له میاشتې را په دې خوا په کندهار کې هدفي بریدونه زیات شوي دي. په دې بریدونو کې چې عموماً له موټرسایکل څخه په کار اخیستو کېږي، قومي مشران، د امنیتي ادارو کارکوونکي او پولیس په نښه کېږي. د کندهار د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر اساس په هدفي بریدونو کې ۲۲۰ تنه وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي. د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر... Читать дальше...



چارواکي: ارزګان کې لسګونه امنیتي ځواکونه محاصره شوي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې لسګونه امنیتي ځواکونه محاصره شوي دي. د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد کریمي تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو حملې نورې هم زیاتې کړې دي. هغه زیاته کړه: "کریمي همداراز وویل چې پرون په دې سیمه کې ۵ افغان سرتېري ټپیان شوي او طالبانو ته هم مرګ‌ژوبلې اوښتي، خو د دقیق شمېر په اړه معلومات نه‌لري." له دې سره په یو وخت د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې هم طالبانو بریدونو ته زور ورکړی دی. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې د دهراوود او ګېزاب په... Читать дальше...

هشت صبح: سولې پروسه کې مخربو کړیو ته باید د تخریب اجازه ورنه‌کړل شي

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د افغان سولې او د بین‌الافغاني مذاکراتو په وړاندې په پرتو خنډونو لیکنې او تبصرې کړې دي. هشت صبح هشت صبح ورځپانې لیکلي "د سولې په پروسه کې مخربو کړیو ته باید د تخریب اجازه ورنه‌کړل شي." په سرمقاله کې د زلمي خلیلزاد څرګندونو ته اشاره شوې چې ویلي و په افغانستان کې دننه او بهر ځینې داسې ډلې شته چې د سولې رامنځته شوی فرصت زیانمنوي. د لیکوال په اند په کور دننه ځیني زورواکي، د مخدره موادو قاچاقبران او په بهر کې ځیني ګاونډي او د سیمې هېوادونه... Читать дальше...

مېډل ایست، سوریه کې د جنګېدونکو افغانانو پر نامعلومې راتلونکې لیکنه کړې

Pa.azadiradio.com 

مېډل ایست ای مېډل ایست ای انلاین خپرونې په سوریه کې د جنګېدونکو افغان ځوانانو پر نامعلومې راتلونکې لیکنه خپره کړې ده. په دې لیکنه کې لولو، په ۲۰۱۴ م کال هغه مهال چې د سوریې په ګڼو سیمو کې خورا سختې جګړې روانې وې، ناببره لومړی سلګونه او بیا زرګونه افغان ځوانان په الوتکو کې دې هېواد ته ورسول شول. دا افغانان چې په ایران کې د مهاجرو په توګه اوسېدل، ځینې یې لا ۱۴ کلن شوي نه‌وو. په ایران کې دوی ته ویل شوي وو چې په سوریه کې به‌یې مسؤلیت د حضرت پیغمبر د اهل بیت د زیارت د ساتلو اسلامي وجیبه وي. دوی... Читать дальше...

فرانسه کې پر دوو تنو حمله کوونکي پاکستاني پر خپل جرم اعتراف وکړ

Pa.azadiradio.com 

په فرانسه کې د قصابۍ په ساتول د دوو تنو د وهلو په تور نیول شوي پاکستاني پر خپل جرم اعتراف وکړ. تحقیق کوونکو پرون وویل چې دغه ۱۸ کلن ځوان چې مستنطقانو یې نوم حسن اې ښودلی، د حملې انګېزه د پاریس د یوې مجلې 'شارلي ابدو' له لوري د اسلام د پیغمبر د کاریکاتور بیا خپرېدا بللې ده. دا پېښه درې اوونۍ وروسته له دې وشوه چې په پاریس کې د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې پر شارلي ابدو مجلې په حمله کې د ۱۴ مشکوکو کسانو محاکمه په دې ښار کې پیل شوه. د ۲۰۱۵ په پېښه کې ۱۷ تنه وژل شوي وو.

خوزستان کې وسله‌والو ۲ ایراني پوله‌ساتي وژلي

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي، په خوزستان ولایت کې یې وسله‌والو مخالفانو دوه پوله‌ساتي وژلي دي. د خوزستان ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان لطف علي پاکباز وویل، د ایران د سمندري پولې دوه سرتېري پرون مازدیګر هغه مهال ووژل شول چې د دغه ولایت په هورالمظیم سیمه کې یې ګزمه کوله. ده حمله کوونکي وسله‌وال اشرار بللي دي، خو نور جزئیات‌یې نه‌دي ورکړي.



د اوکراین ولسمشر کیف کې د الوتکې د لوېدو ځای لیدو ته ولاړ

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر پرون د هغې الوتکې د لوېدو ځای ته ولاړ چې د قربانیانو شمېر یې تر اوسه ۲۶ تنو ته رسېدلی دی. دغه الوتکه چې د اوکراین د پوځي پوهنتون ۲۰ محصلان او ۷ عمله په‌کې سپاره وو، وړمه ورځ وغورځېده. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د یوې ورځې ماتم امر کړی دی. دغه الوتکه د کیف ښار ختیځ کې د کېناستو پر مهال ولوېده، لومړی دوه تنه ترې ژوندي پاتې وو چې وروسته یوه کس روغتون کې ساه ورکړه. تر اوسه د دغې الوتکې د سقوط لامل نه‌دی روښانه شوی.

'د کرونا ویروس د چټکې خپرېدا د مخنیوي هڅې کمزورې شوي'

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د عفوني ناروغیو یوه لوړپوړي متخصص خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس د چټکې خپرېدا د مخنیوي هڅې د ستړیا له کبله کمزورې شوې دي. داکتر انتوني فاوچي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله د مړو شویو شمېر نږدې یو میلیون کسانو ته رسېدلی. فاوچي چې د عفوني ناروغیو او حساسیت د ملي انسټټیوت مشر هم دی، د سپټمبر په ۲۵مه، وویل چې دغه وبا به پای ته رسېږي، خو له خلکو یې وغوښتل چې واکسین ته‌یې باید حوصله وکړي. د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې تر اوسه ۳۲،۴ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي دي.

د لوکاشینکا پر ضد د ښځو د یوې مظاهرې لسګونه ګډونوالې نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس امنیتي ځواکونو په پلازمېنه مېنسک کې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد د ښځو د یوې مظاهرې لسګونه ګډونوالې نیولې دي. په مېنسک کې پرون شنبه ښځو مظاهره وکړه او اکثرو یې په لاسونو کې د ګلانو ګېډۍ لېږدولې. د ازادي راډیو بلاروسي څانګه وایي، د مظاهرې ضد پولیسو پر ښځینه اعتراض کوونکو سربېره ځیني خبریالان هم نیولي دي. بلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد مظاهرې له شااوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې روانې دي. اعتراض کوونکي د لوکاشینکا استعفا غواړي. له اعتراضونو سره سره لوکاشینکا د سپټمبر په ۲۳مه، د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

راشد لطیف: محمد نبي به د نړۍ په کچه لومړی درجه لوبغاړی پاتې شي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پخواني کرکټر راشد لطیف د کرکټ افغان لوبغاړی محمد نبي ستایلی او ویلي یې دي چې نبي به تل د نړۍ په کچه لومړی درجه لوبغاړی پاتې شي. دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې محمد نبي په تازه درجه‌بندۍ کې د نړۍ په کچه د ۲۰ اوریزو او یو ورځنیو لوبو لومړی درجه الراونډر اعلان شو. ۳۵ کلن محمد نبي تېرو څو کلونو کې د افغانستان په ملي لوبډله او بهرنیو لیګونو کې ښه ځلېدلی دی او ګڼ شمېر مینه‌وال لري. محمد نبي او د کرکټ بل افغان ستوری راشد خان دا مهال د هند د کرکټ په لیګ کې د سنرایزرس حیدراباد په لوبډله کې لوبېږي.

له افغانستان سره د ناټو او اروپایي ټولنې د استازو د همکارۍ ډاډ

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ناټو او اروپایي ټولنې استازو دولت ته د ثبات لپاره د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی. افغانستان کې د ناټو ملکي استازی ستیفانو پونتېکورو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د افغانستان د دوامداره ثبات د ملاتړ لپاره به د ناټو او اروپایي ټولنې همکارۍ دوام پیدا کړي. کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر بیا په جلا ټویټ کې ویلي چې دوی په افغانستان کې له ناټو سره یوځای د پياوړو ملکي پولیسو جوړولو ته کار کوي. دغه څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې کابل کې د ناټو او اروپایي ټولنې استازو پرون ګډه ناسته درلوده.

قطر کې افغان پلاوی: له ۳ ورځو راهیسې مو له مقابل لوري سره نه‌دي لیدلي

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د افغان دولت مرکچي پلاوی وایي، له تېرو درېیو ورځو راهیسې دوی خپل‌منځي غونډې کوي او له مقابل لوري سره‌یې نه‌دي لیدلي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، ګډو هوکړو ته رسېدل وخت غواړي، خو دوی ګام پر ګام مخته ځي. هغې زیاته کړه: "تېرو ورځو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی پلاوی پر هغو موضوعاتو چې ډېر کار ته‌یې اړتیا لرله، داخلي جلسې جوړې کړې دي. مذاکره دوه اړخیز بهیر دی او په ځینو مواردو کې مشترکو ټکو ته د رسېدو لپاره اوږدېدای شي." بین‌الافغاني خبرې دوه... Читать дальше...

روحاني امریکا پر ایران د بندیزونو له کبله په 'وحشیتوب' تورن کړ

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر په یوه ټلوېزیوني وینا کې امریکا پر دغه هېواد د بندیزونو له کبله په "وحشیتوب" تورن کړ. د ایران ولسمشر حسن روحاني له خپلو هېوادوالو وغوښتل چې د امریکا د بندیزونو د اغېز په اړه خپله غصه پر واشنګټن متمرکزه کړي. نوموړي دا خبرې پرون شنبه په یوه ټلوېزیوني وینا کې وکړې. ښاغلي روحاني امریکا پر ایران د بندیزونو له کبله په "وحشیتوب" تورن کړ. د ایران ولسمشر وویل، امریکا په ناقانونه مجازاتو او د ده په ټکو ترهګریزو کړنو سره د ایران خلکو ته ۱۵۰ میلیارده ډالر زیان رسولی. امریکایانو وروستیو... Читать дальше...

طالبانو سره د سولې خبرو دوهمه اوونۍ؛ 'خبرو کې ځیني لانجمن مسایل مطرح شوي'

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د افغان دولت مرکچیان وایي، له طالبانو سره خبرو کې ځینو لانجمنو مسایلو سره مخ شوي، خو وایي دا مخالفتونه دې حد کې نه‌دي چې د خبرو د دوام مخه ونیسي. ټیک دوه اوونۍ وشوې چې قطر کې د جګړې ښکېلې ډلې د سیاسي جوړجاړي په نیت سره جرګه شوي، خو تر اوسه د عمومي خبرو پر تګلارې او اجنډا هوکړه نه‌ده شوې. د دولت د مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ وایي، دوی هوکړې ته نږدې دي او په خبره‌یې کوم راپورونه چې د اختلافاتو په اړه خپاره شوي، له وخته مخکې دي. هغې زیاته کړه: "که چېرې طالب لوری غواړي چې موږه د کاري... Читать дальше...



Москва

Топ-5 самых ярких зарубежных архитектурных проектов на первичном рынке Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Активно укрепляем отношения с Китаем



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Бато Багдаев

«Волшебные башмачки Элли» - эта постановка создана по мотивам знаменитой сказки Александра Волкова «Волшебник Изумрудного города» - Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады


Кирилл Скачков

Скачков и Тайлакова выиграли соревнования по настольному теннису на Играх БРИКС



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Путин летит к Ким Чен Ыну. Россия и Северная Корея станут стратегическими партнёрами



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России