Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2020

Новости за 01.10.2020

د هرات-کندهار پر لویه لاره یوې ترافیکي پېښې ۱۰ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د هرات-کندهار پر لویه لاره په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۰ تنو خپل ژوند له لاس ورکړ. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه نن سهار په ادرسکن ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې یوه ۳۰۳ بس له یوه فلاینګ‌کوچ ډوله موټر سره ټکر وکړ. هغه زیاته کړه: "په وژل شویو کې پنځه سړي، دوه ماشومان او درې ښځې دي. ټول ټپیان هم ملکي وګړي دي." د ښاغلي فرهاد په خبره په دې پېښه کې اته تنه ټپیان شوي چې د درملنې لپاره روغتیایي مرکزونو ته انتقال شوي دي. د هرات-کندهار یوه له هغو لویو لارو څخه ده چې ډېرې ترافیکي پېښې په‌کې کېږي.

پوتین او مکرون د اذربایجان او ارمنستان د جګړې د بندېدو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د نګورنو قره‌باغ شااوخوا د اذربایجان او ارمني ټبره ځواکونو ترمنځ د جګړې د بندېدو غوښتنه وکړه. کرملېن نن وویل چې دواړو مشرانو د ټیلیفون له لارې د نګورنو قره‌باغ د لانجمنې سیمې پر سر د شخړو د ډیپلوماتیک هواري پر لارو چارو خبرې وکړې. دا په څو کلونو کې تر ټولو سختې نښتې دي چې د دې سیمې پر سر له څلورو ورځو راهیسې پیل شوي دي. دواړو مشرانو ویلي، چمتو دي چې د دغو جګړو د بندولو او د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان له‌خوا د مېنسک په نوم... Читать дальше...

د اکټوبر لومړۍ د عمر تېرو کسانو نړیواله ورځ

Pa.azadiradio.com 

۷۸ کلن محمد ظاهر چې په کابل کې ژوند کوي د څلور کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري او د ژوند سختیو اړ کړی چې په خپله کار وکړي. په افغانستان کې عمر تېرې کسان د افغاني کلتور له مخې د خپلو اولادونو پر مټ د ژوند اړتیاوې پوره کوي. په دې اړه لیمې هادي او شفیع کریمي دا ویډیويي راپور چمتو کړی دی:



'ایا قطر کې د سولې معامله کولای شي بې‌ځایه شوي افغانان خپلو مېنو ته ستانه کړي؟'

Pa.azadiradio.com 

ډيپلومات ډیپلومات خپرونې په تازه ګڼه کې د افغانستان د سولې په اړه یو مطلب خپور کړی او دا سرلیک‌یې ورکړی "ایا په قطر کې د سولې معامله کولای شي بې‌ځایه شوي افغانان خپلو مېنو ته ستانه کړي؟" خپرونه لیکي، افغانان د سولې خبرې د پتمنې او تلپاتې سولې لپاره لوی فرصت بولي، ځکه د خپرونې په باور، افغانستان کې د دوو تېرو لسیزو جګړو څه باندې ۱۵۷ زره کسان وژلي او میلیونونه نور یې د هېواد دننه او یا بهر تېښتې ته اړ کړي دي. په مطلب کې راغلي، افغانستان دا مهال ۴،۱ یو میلیون کورنۍ بې‌ځایه شوي لري، دوی کې څه باندې... Читать дальше...

عراق کې پر امریکایي پوځیانو توغندي ویشتل شوي

Pa.azadiradio.com 

په عراق کې هغه وسله‌وال چې ایران‌یې ملاتړ کوي د کردستان په اربیل ښار کې پر امریکایي پوځیانو توغندي ویشتي دي. دا خبره د عراق د کردستان په نیمه خپلواکه سیمه کې د ترورېزم ضد ادارې وکړه. دې ادارې په خپله خبرپاڼه کې چې پرون‌یې خپره کړه ویلي دي چې په نینوا ولایت کې د شېخ امیر د کلي له لوري شپږ توغندي د اربیل پر هوایي ډګر توغول شوي دي. په دې ځای کې امریکایي ځواکونه دېره دي. د دغو توغندیو څلور د هوایي ډګر په غولي کې چاودېدلي دي او دوه‌یې نه‌دي منفجر شوي.

شېخ نواف ال احمد الصباح د کوېټ د نوي امیر په توګه لوړه وکړه

Pa.azadiradio.com 

شېخ نواف ال احمد الصباح د کوېټ د نوي امیر په توګه لوړه وکړه. دی د کوېټ د متوفی امیر میرنی ورور دی چې څو کاله‌یې د کوېټ د امنیتي چارو په برخه کې کار کړی دی. د کوېټ مخکېنی امیر صباح احمد الصباح درې ورځې مخکې د ۹۱ کلونو په عمر وفات شو. داسې اټکل نه‌کېږي چې د کوېټ نوی ۸۳ کلن امیر به د خپل ورور ډیپلوماتیک مسیر په بله روان کړي. نوی ولیعهد لا نه‌دی ټاکل شوی.

سالنګ کې د مخدره موادو ۵ قاچاق کوونکي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د پروان پولیس په سالنګ ولسوالۍ کې د مخدره موادو د پنځو قاچاق کوونکو د نیولو خبر ورکوي. د پروان د امنیه قوماندانۍ ویاند سلیم نوري ازادي راډیو ته وویل، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې سرتېرو دا څلور تنه چې یوه‌یې ميرمن ده نیولي دي. د پولیسو په وینا له دې کسانو سره ۲۵ کیلو ګرامه چرس او ۱۶ کیلو ګرامه تریاک وو چې په کرولا موټر کې یې له شمال څخه کابل ته وړل.

شاهین اسمایي له عقابان هندوکش لوبډلې سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې ټاکل شوې ده چې نن شاهین اسمایي له عقابان هندوکش لوبډلې سره مسابقه وکړي. دا دوه ټیمونه په الف ګروپ کې دي چې شاهین اسمایي تر اوسه د ګروپ په سر کې او عقابان هندوکش د ګروپ په اخره کې دی. دا سیالۍ تېره پنجشنبه په کابل کې پیل شوې.



هلمند کې پر افغان ځواکونو موټر بم برید شوی

Pa.azadiradio.com 

د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د وزیرو د مانده په سیمه کې پر افغان ځواکونو د موټر بم برید شوی دی. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل: "د لومړنیو معلوماتو له مخې دا مازدا موټر بم دی. په سیمه کې یې پوسته تخریب کړې ده، نور د تلفاتو په اړه دقیق جزئیات تر اوسه نه‌شته." دا برید تېره شپه د نهو بجو خوا ته وشو. د پولیسو یوې سرچینې چې د خبرو اجازه‌یې نه‌لرله ازادي راډیو ته وویل چې دې چاودنې ۱۵ تنه وژلي دي.

چک د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره بېړنی حالت اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

چک جمهوریت سر له راتلونکې دوشنبې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو ځل بیا بېړنی حالت اعلان کړ. د چک روغتیا وزیر رومان بریمولا د چهارشنبې په ورځ د حکومتي چارواکو تر فوق‌العاده غونډې وروسته وویل: "ګڼو لاملونو دې ته اړ کړم چې د بېړني حالت وړاندیز وکړم. اوسنی وضعیت ښه نه‌دی. چک جمهوریت په وروستیو کې یو له هغو هېوادونو نه دی چې ډېر کسان په‌کې په کرونا ویروس اخته شوي. موږ باید د بریتانیا، فرانسې یا اسرائیل په څېر یو لړ اقدامات د دې لپاره وکړ چې د زیاتېدو مخه ونیسو." د بندیز د لومړیو دوو اوونیو... Читать дальше...

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د جګړې ۴مه ورځ؛ لسګونه کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په لسګونه کسان د ملکیانو په ګډون د تېرو څلورو ورځو جګړو په ترڅ کې وژل شوي او سلګونه نور تپیان شوِ دي. دواړو لورو له بې‌پیلوټه الوتکو، ټانکونو، هلیکوپټرو او مختلفو توغندیو په دې جګړه کې کار اخیستی دی. په ۱۹۹۴ کال کې اذربایجان او ارمنستان اوربند کړی و، له هغه راوروسته دا تر ټولو درنه جګړه ده. دواړو لورو پرون د پولې پر اوږدو د بریدونو خبر ورکړ. روسیه له ارمنستان سره امنیتي تړون لري او دا وېره شته چې دا هېواد دې جګړې ته راکاږل شي. ترکیې بیا ویلي دي چې په دې جګړه کې به له اذربایجان څخه کلکه دفاع وکړي. Читать дальше...

افغان پاخه عمر لرونکي وګړي په کوم وضعیت کې دي؟

Pa.azadiradio.com 

د اکټوبر لومړۍ نېټه د پاخه عمر لرونکو کسانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.  دا ورځ سږ کال داسې مهال رارسېږي چې د افغانستان په شمول د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې کرونا ویروس له دوی په لوړه کچه قرباني اخیستې ده.  د کابل ښار اوسېدونکی ۷۰ کلن محمد ظریف د لسو اولادونو پلار دی.  دی، وايي، په ښار کې لاسي کراچۍ چلوي او د خلکو سودا له یو ځای بل ځای وړي.  د محمد ظریف په خبره، د ساتنې څوک نه لري، مجبور دی چې په دې عمر هم کار وکړي او خپل ځان او کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ وګټي. هغه زیاته کړه: "سهار اته بجې... Читать дальше...

د پاکستان له پوځه د عبدالله غوښتنه؛ طالبان د شخړې کمولو ته اړ کړئ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر د پاکستان له پوځه وغوښتل چې له خپل اغېزه استفاده وکړي چې طالبان شخړې کمې کړي. اسوشیټډ پرس اژانس څرګندوي چې عبدالله عبدالله دا خبره په اسلام‌اباد کې د خپل درې ورځني رسمي سفر په وروستۍ ورځ وکړه. پخوا یو شمېر افغان چارواکو د پاکستان پر پوځ تور پورې کاوه چې له طالبانو سره مرسته کوي. له ښاغلي عبدالله سره د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر داوودزی هم په دې سفر کې مل و، ده ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د پوځ او ملکي ادارې نظر د افغان سولې په برخه کې سره ورته شوی دی. Читать дальше...

ایا د ژوند خوشحالي مادیاتو که معنویاتو پورې تړلې ده؟

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو د "کور کلي" اوونیزه خپرونه کې په دې موضوع بحث کوو چې؛ ایا ډېر مادیات او دارايي د انسان په ژوند کې خوشحالي او نېکمرغي راولي؟ ولې ځېني خلک د ژوند ټوله سوکالي په مادیاتو کې ویني؟ او څنګه کولای شو چې په کمې دارايۍ خوشحاله ژوند وکړو؟ په دغې خپرونه کې په همدې موضوع د راپور ترڅنګ د عامو خلکو نظرونه او په پای کې د ټولنپوه سره مرکه شته. دا خپرونه د ازادي راډیو خبریالې مریم توخي جوړه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌يې اورېدلی شي:



Москва

"Святой Ленин" спасает мир и возглавляет "восстание ИИ машин... хороших по существу". 8 серия, СЕРЬЁЗНЫЕ НОВОСТИ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Начался прием заявок на конкурс грантов для социальных НКО



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

"Звездач": рэпер Тимати купил мотоцикл за 3,1 млн рублей




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23

Чемпионат по служебному биатлону состоялся в столичном главке Росгвардии

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси


Ролан Гаррос

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Песков о споре РФ и Китая из-за цены на газ: каждый отстаивает свои интересы



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России