Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2020

Новости за 10.10.2020

ولې ځینې ځوانان په ځان باور لري؟

Pa.azadiradio.com 

د تاندې څانګې په دې خپرونه کې په دې موضوع خبرې کوو چې ولې ځینې ځوانان په ځان باور لري؟  په ځان د باور نه درلودلو پایلې څه وي؟ او ځوانان څنګه کولای شي په ځان باور پیدا کړي؟  یادونه: «تاندې څانګې» د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې په کابل کې یې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه د هرې شنبې په ورځ د څلور بجو او د یکشنبې د ورځې په سهار د اتو بجو په خپرونه کې خپرېږي. د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

افغانستان د چرګانو د غوښې او هګیو له اړخه ځان بسیاینې ته نږدې شوی

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د چرګانو د غوښې او هګیو له اړخه ځان بسیاینې ته نږدې شوی.     د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې په دغه هېواد کې د چرګانو روزنه په دې وروستیو کلونو کې ډېره وده کړې او پر فارمونو یې میلیونونه افغانۍ پانګونه شوې ده، چې په کور د ننه د غوښې او هګیو ۵۴ سلنه اړتیا پوره کوي.     د کرنې وزارت وایی، چې افغانستان په کال کې ۹۵۰ ټنه د چرګانو غوښې ته اړتیا لري، چې ۸۰ سلنه یې له کورنیو فارمونو نه برابرېږي او هر کال په هېواد کې دوه میلیارده هکۍ مصرفېږي، چې څه باندې ۳۰ سلنه یې له کورنیو فارمونو څخه لاس ته راځي. Читать дальше...

چارواکي: تېرو دوو اوونیو کې تر ۹ میلیارده افغانۍ ډېر عواید راټول شوي

Pa.azadiradio.com 

په تېرو دوو اوونیو کې ۹ میلیارده ۴۰۷ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي. د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، چې د عوایدو کچه د روان کال د وږې میاشتې د وروستیو دوو اوونیو په پرتله ۹۸۴ میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښیي.     هغه زیاته کړه: "د ۱۳۹۹ مالي کال د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې نه تر ۱۵ مې نېټې پورې ۹ میلیارده ۴۰۷ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي، چې له دې جملې ۵۱۵ میلیونه له مستوفیتونو، ۲ میلیارده ۲۹۷ میلیونه له مالیاتي عوایدو، ۲ میلیارده ۴۷۶ میلیونه له غیر مالیاتي... Читать дальше...



اذربایجان او ارمینیا ډزبندۍ ته رضا شوي

Mashaalradio.com 

دا اعلان د اکتوبر پر ۱۰ مه سهار مهال تر هغې وروسته مخې ته راغلو چې په مسکو کې د روس د بهرنیو چارو وزیر د اذربایجان او ارمینیا بهرنیو وزیرانو ۱۲ ساعته خبرې اترې وکړې.

سیاسي ګوندونه: د سېند او بلوچستان پر جزیرو د مرکز کنټرول نه منو

Mashaalradio.com 

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اکتوبر پر ۱۰مه، د بلوچستان او د سېند صوبې د سمندر سره د نږدې پرتو سیمو یا جزیرو د وفاق تر واک لاندې د راوستو خلاف د بلوچستان په اسمبلۍ کې "تحریک التوا" جمع کړی دی.   وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر او د بلوچستان اسمبلۍ غړي نصر الله زیري مشال راډیو ته وویل، په سېند او بلوچستان صوبو کې مرکزي حکومت په ناقانونه ډول د سمندر سره پرتې نږدې سیمې اخېستي دي نو پکار ده چې پر دې په بلوچستان اسمبلۍ کې بحث وشي: "د پاکستان ولسمشر په غیر قانوني ډول صدارتي فرمان یا ارډینس جاري... Читать дальше...

د غزني ۱۰ ولسوالۍ د نجونو ښوونځی او ۱۵ ولسوالۍ هېڅ فارغه نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

په غزني ولایت کې په ۱۰ ولسوالیو کې د نجونو هېڅ ښوونځی نه‌شته او له ۱۵ ولسوالیو څخه هېڅ ښځینه فارغه نه‌لري. د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې خنډونه لا هم پر خپل ځای دي او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه تر سترګو کېږي. د پوهنې ریاست چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو په تر ۱۰ زیاتو ولسوالیو کې د نجونو د ښوونځیو د جوړېدو مخه نیولې ده. طالبان بیا له څه ویلو ډډه کوي. سعدیه د غزني قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکې وايي زړه‌یې غواړي چې ښوونځي ته لاړه شي، خو د جګړو له امله د دوی په سیمه کې د نجونو ښوونځی نه‌شته. Читать дальше...

'اذربایجان او ارمنستان په نګورنو قره‌باغ کې پر اوربند موافقه وکړه'

Pa.azadiradio.com 

روسیه وایي چې اذربایجان او ارمنستان په نګورنو قره‌باغ سیمه کې پر اوربند موافقه وکړه.  دا اعلان وروسته تر دې وشو چې په مسکو کې د روسیې، ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو ۱۲ ساعته خبرې وکړې.  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي: "د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له غوښتنې سره سم  د هغې موافقت‌نامې په اساس چې د ولسمشر پوتین، د اذربایجان د ولسمشر علییف او د ارمنستان د صدراعظم پاشینیان سلا پرې شوې ده. ټولو لورو دا ومنله چې دا ګامونه به اخلي؛ د اکټوبر د ۱۰مې نېټې د غرمې له ۱۲ بجو د... Читать дальше...

هشت صبح: له افغانستانه د امریکايي پوځونو وتل خطرناکه او د اندېښنې وړ ده

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغو څرګندونو په اړه لیکنې او تبصرې کړي چې له کرسمس وړاندې به خپل ټول پوځونه له افغانستانه باسي.   هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، تر کرسمس وړاندې له افغانستانه د امریکايي پوځونو وتل یوه خطرناکه او د اندېښنې وړ مسئله ده.     ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر څرګندونو ته په اشارې سره لیکلي، امریکا باید له افغانستانه په وتلو کې بېړه ونه‌کړي.     د سرمقاله لیکونکي په باور، که چېرې د سولې په پروسه کې له بېړې کار واخیستل شي د سولې پروسه به زیانمنه شي. Читать дальше...



'نجونې د چارو واګې اخلي'؛ د فنلند صدراعظمې خپله څوکۍ یوې ځوانې نجلۍ ته وسپارله

Pa.azadiradio.com 

د نجلۍ د نړیوالې ورځې د درنښت په خاطر د فنلند صدراعظمې ثنا مارین د یوې ورځې لپاره خپله څوکۍ یوې ځوانې نجلۍ اوا مورتو ته وسپارله. مارین د جنسیتي برابروالي په اړه د معلوماتو د زیاتولو په هدف دا کار وکړ. د نجلۍ نړیواله ورځ یا د نجلۍ ورځ همدا یکشنبه لمانځل کېږي او هدف‌یې په بېلابېلو برخو کې د نجونو په تړاو د پوهاوي زیاتوالی دی. ۱۶ کلنه اوا مورتو د واکسي په نوم د فنلند د جَنوب له یوه واړه کلي صدارت ماڼۍ ته ور وبلل شوه. اسوشیټډ پرس لیکلي اوا ته د فنلند صدراعظمې ثنا مرین د یوې ورځې لپاره د صدراعظمۍ... Читать дальше...

واشنګټن پوسټ: له افغانستانه د سرتېرو ایستلو په اړه د ټرمپ دریځ ګډوډي رامنځته کړې

Pa.azadiradio.com 

هیل هیل خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د ایستلو په باب د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په پرېکړې تمرکز کړی. ښاغلي ټرمپ چهارشنبه په خپل ټویټر لیکلي و چې کم شمېر پياوړي امریکایي ښځې او نارینه په افغانستان کې پاتې دي او هغوی باید د کرسمس تر جشنه پورې کورونو ته راستانه شي. کرسمس ته شاوخوا دوه نیم میاشتې پاتې دي. د هیل په لیکنه، د ټرمپ له دې اعلان څو ساعته مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین ویلي چې د امریکا متحده ایالات به د راتلونکي میلادي کال تر لومړیو... Читать дальше...

ارمنستان ته د علییف خبرداری؛ د نګورنو قره‌باغ د لانجې حل لپاره وروستی چانس لرئ

Pa.azadiradio.com 

د اذربایجان ولسمشر الهام عليیف خبرداری ورکوي چې د نګورنو قره‌باغ د لانجې د حل لپاره ارمنستان ته وروستی چانس ورکوي، کنه د ده هېواد به، که په سوله وي که په جګړه دا بېلتون‌پاله سیمه بېرته خپلوي. الهام علیف په عین حال کې له نورو هېوادونو غوښتي چې ځانونه دې د نګورنو قره‌باغ په لانجه کې نه‌ښکېلوي. علییف پرون د اکټوبر په نهمه ولس ته په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، باکو ارمنستان ته د دې لانجې د سوله‌ییز حل فرصت ورکوي کنه دی ارمنستان ته د هېڅ راز امتیاز ورکول نه‌غواړي. ولسمشر علییف دا څرګندونې وروسته... Читать дальше...

پاکستان کې ټیک ټاک ټولنیزه شبکه بنده شوه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د مخابراتو اداره په دې هېواد کې د چین ټیک‌ټاک ټولنیزې شبکې د بندېدو خبر ورکوي او وايي، ټیک‌ټاک د غیر اخلاقي او د فساد خپروونکو موادو په فلتر کولو کې پاتې راغلی دی. د پاکستان د مخابراتو د تنظیم اداره «PTA» پرون جمعه وویل چې دا پرېکړه‌یې د ټولنې د بېلابېلو ډلو د شکایتونو پر اساس کړې ده. ټیک‌ټاک وايي، په هغو ځایونو کې چې د لنډو وېډیوګانو د شریکولو دا شبکه بازار ته وړاندې کوي، نو قوانین‌یې هم په پام کې ونیسي. دې چینايي کمپنۍ په یوه بیان کې ویلي چې د پاکستان د مخابراتو د تنظیم له ادارې سره... Читать дальше...

د اکټوبر ۱۰مه د اعدام ضد ورځ؛ ایران کې د بندیانو لپاره کمپاین پیل شوی

Pa.azadiradio.com 

نن د اکټوبر ۱۰مه د اعدام د سزا ضد نړیواله ورځ ده. د دې ورځې په درشل کې د ایران او نړۍ د بشري حقونو ډلو او د رسنیو د ازادۍ فعالانو په ایران کې د اعدام په سزا محکومیت غندلی دی. د بې‌سرحده خبریالانو ټولنې چې مرکز یې په پاریس کې دی او د ایران د بشري حقونو د مدافعانو مرکز په دې مناسبت پر ټولنیزو شبکو یو کمپاین پیل کړی چې سرلیک‌یې دی د ایراني خبریالانو او نورو باضمیره بندیانو ژوند وژغورئ. د بشري حقونو نړیوال فدراسیون «FIDH» چې د هغه مرکز هم په پاریس کې دی د اکټوبر په اتمه په خپل راپور کې وویل چې ایران... Читать дальше...

د قرغزستان پارلمان د نوي صدراعظم د انتخاب لپاره رایه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان پارلمان په پام کې لري چې د حکومت له‌خوا په اعلان شوي بېړني حالت کې د نوي صدراعظم د انتخاب لپاره رایې ورکړي. وکیلانو د ازادي راډیو قرغزي څانګې ته وویل چې د پارلمان غړي به نن د اکټوبر په ۱۰مه نېټه پلازمېنې بشکېک ته نږدې د ولسمشر سورونبای جینبکوف په استوګنځي کې غونډه وکړي څو د بېړني حالت د اعلان او نوي صدراعظم ته د اعتماد رایې د ورکولو په اړه بحث وکړي. له دې مخکې په بشکېک کې د سیالو ډلو ترمنځ چې د پراخو مظاهرو په نتیجه کې د حکومت له ړنګېدو وروسته د قدرت د ترلاسه کولو هڅه کوي، د نښتو راپورونه ورکړل شول. Читать дальше...

طوفان هریرود او سیمرغ البرز د فوټبال غوره لیګ نیمه پایلوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د سیالیو نیمه پایلوبه د دوشنبې په ورځ د طوفان هریرود او سیمرغ البرز د لوبډلو په لوبه پیل شي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر یوسف کارګر د غوره لیګ د راتلونکو لوبو د مهالوېش په اړه ازادي راډیو ته جزئیات ورکړل. ښاغلی کارګر وايي: "د دوشنبې په ورځ نیم پایلوبې پیلېږي چې د طوفان هریرود او سیمرغ البرز لوبه به وي. د سې شنبې په ورځ به د شاهین اسمايي او د سپین غر بازانو د لوبډلو لوبه او د جمعې په ورځ به فاینل لوبه وي." د غوره لیګ ډله‌ییزې لوبې پرون جمعه... Читать дальше...

عبدالله: د افغان سولې هڅو کې باید د سیمې هېوادونو اندېښنو ته پام وشي

Pa.azadiradio.com 

د ملي مصالحې عالي شورا مشر وايي چې په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو کې باید د سیمې د هېوادونو اندېښنې په پام کې ونیول شي. عبدالله عبدالله پرون جمعه هند ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د سیمې ټول هېوادونه په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره لېوالتیا لري. ښاغلی عبدالله زیاتوي: "د افغانستان له سولې سره د دې سیمې ټول هېوادونه علاقه لري، خو خپلې اندېښنې او هیلې هم لري چې باید په پام کې ونیول شي او بحث ورسره وشي." ښاغلي عبدالله د افغانستان د سولې په هڅو... Читать дальше...

د افغانستان، امریکا او ترکمنستان غونډه کې له افغان سولې د ملاتړ غوښتنه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان، متحده ایالاتو او ترکمنستان په درې اړخیزه غونډه کې د سیمې په کچه د افغانستان د سولې د هڅو د ملاتړ غوښتنه شوې. په دې غونډه کې چې پرون د تلې په ۱۸مه نېټه جوړه شوه، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین دیوید هېل د وېډیو کنفرانس له لارې ګډون کړی و. د دې غونډې په اعلامیه کې د سیمې له هېوادو او نړیوالې ټولنې غوښتل شوي دي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د مذاکراتو ملاتړ وکړي. په... Читать дальше...

د افغان دولت او طالبانو د سولې خبرې؛ 'ځنډ نه‌دی راغلی، غونډې روانې دي'

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې په روانو بین‌الافغاني خبرو کې دواړه ښکېل لوري وايي چې په خبرو کې ځنډ نه‌دی راغلی، د دواړو ټیمونو د تماس ډلې په منظم ډول غونډې کوي او مذاکرات له پلان سره سم پر مخ روان دي. که څه هم پر دې خبرو د نږدې یوې میاشتې له تېرېدو وروسته هم تر اوسه لا پر کړنلاره موافقه نه‌ده شوې، خو د دواړو ټیمونو غړو ازادي راډیو ته وویل چې دوی هیله‌من دي. پرون د جمعې ورځ وه او له معمول سره سم په خبرو کې یو ورځنۍ وقفه راځي. د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي که څه هم له ازادي راډیو سره په مرکه کې د مذاکراتو... Читать дальше...

د امریکا د انتخاباتو نتیجه به پر افغانستان اغېز ولري: عبدالله

Mashaalradio.com 

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو نتيجه به د افغانستان او نړۍ پر حالاتو اغېز ولري. عبدالله په نوې ډیلي کې د ازادۍ راډیو له خبریالې فیروزې عزیزي سره په مرکه کې د افغانستان د سولې د خبرو د پرمختګونو او د سیمې د هېوادونو د ونډې په اړه هم خبرې کړې دي.

عبدالله: د امریکا د انتخاباتو نتیجه به پر افغانستان اغیز ولري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات به د افغانستان پر حالاتو اغیز ولري. عبدالله په نوې ډیلي کې د ازادۍ راډیو له خبریالې فیروزې عزیزي سره په مرکه کې همداراز د افغانستان د سولې د خبرو د پرمختګونو او د سیمې د هېوادونو د ونډې په اړه هم خبرې کړې دي



Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Москва-Пекин. Собянин в Китае подписал соглашение о сотрудничестве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Евгений Маргулис

В ЦДКЖ 18 августа ждут любителей группы «Рекорд Оркестр» на Квартирнике Евгения Маргулиса




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады


Большой шлем

«Надо чем-то жертвовать». Арина Соболенко отказалась ехать на Олимпиаду в Париже



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Домодедово

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России