'طالبان په سویل ختیځ کې د جلغوزو له یوه موټره سلګونه زره افغانۍ اخلي'
په پکتیا، خوست او پکتیکا کې د جلغوزیو راټولونکي او سوداګر وایي، په ډېرو سختو شرایطو او ستونزو کې د جلغوزیو حاصل راټولوي، خو په لارو کې ترې وسله وال طالبان د یوه موټر پر سر د عشر په نوم سلګونه زره افغانۍ اخلي. په خوست کې د جلغوزیو مارکېټ چېرته چې د پکتیا، پکتیکا او د خوست له مختلفو ولسوالیو خلک د خرڅلاو لپاره جلغوزي راوړي. ظاهراً د جلغوزي راټولول او تر دې مارکېټ یې را رسول اسانه برېښي، خو له سوداګرو او کاروباریانو سره له خبرو څرګندېږي ، چې تر دې ځایه په راسېدو کې ګڼې ستونزې ګالي. د دوی له منځه... Читать дальше...