Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2020

Новости за 22.10.2020

دفاع وزارت: د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې ۸ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت په یوه خبر کې ویلي چې ځواکونو یې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې ۸ طالبان وژلي دي. د دغه وزارت په وینا امنیتي او دفاعي خواکونو پرون د هوايي ځواک په ملاتړ د نادعلي په چاه انجنیر سیمه کې پر هغو طالبانو برید وکړ چې غوښتل‌یې پر امنیتي خواکونو حمله وکړي. د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې برید کې د طالبانو د عبرت شبکې د سرګروپ ملا سردار ولي په شمول ۸ تنه وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.

د ارمنیا او اذربایجان مشران: د ناګورنو قره باغ لانجه له پوځي لارې هوارېدای شي

Mashaalradio.com 

د ارمنیا او اذربایجان ترمنځ د ناګورنو قره‌باغ پر سیمه له نېږدې یوې میاشتې راهیسې د جګړې بل اور په تودېدو دی. پر ډېپلوماتیکو هڅو سربېره د دواړو هېوادونو مشرانو ویلي دي چې دا لانجه له پوځي لارې هوارېدلی شي. د ارمنیا وزیراعظم وایي، د اوس لپاره له اذربایجان سره د ناګورنو قره‌باغ د مسلې هېڅ ډېپلوماتیکه حللاره نه ‌ویني. نېکول پاشېنیان خپل ولس ته په وینا کې چې د فېسبوک له لارې د اکتوبر پر ۲۱مه خپره شوه، زیاته کړه چې "موږ باید پوه شو چې د ناګورنو قره‌باغ مسله اوس او په اوږدمهال کې نشي کېدای چې له ډېپلوماتیکې لارې حل شي." هغه زیاته کړه... Читать дальше...



زرغونه زېور: فرهنګ جاج د افغانستان پېژندنې د برخې یو دقیق اثر دی

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیويي مجلې یوه لویه برخه د ازادي راډیو د 'ژوند په شېبو کې' خپرونې د چاپ شوي کتاب فرهنګ جاج مخکتنې ته ځانګړې شوې ده. او د خپرونې په وروستۍ برخه کې به زرپاڼه واورئ. دا خپرونه محبوب‌شاه محبوب جوړه کړې او د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

د سوداګرۍ خونې او عزیزي بانک متشبثینو ته د پور ورکولو هوکړه لاسلیک کړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان سوداګرۍ خونې او عزیزي بانک ترمنځ وړو او لویو متشبثینو ته د پور ورکولو لپاره هوکړه لاسلیک شوه. د دې خونې ویاند امین بابک ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، خصوصي سکټور د پور اخیستو برخه کې له لویو ستونزو سره مخ دی، خو دا هوکړه به تر ډېره بریده دا ستونزې حل کړي. د ښاغلي بابک په خبره، د پور ورکړې موده کمه ده او سوداګر باید د یو کال په ترڅ کې اخیستل شوی پور اړوند بانک ته بېرته ورکړي. د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال یعنې د ۲۰۲۰ کال په بهیر کې د افغانستان... Читать дальше...

افغان او پاکستاني چارواکو د سوداګریزو اړیکو د ښه کېدو په هدف ناسته وکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، په تورخم بندر کې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو ښه کېدو په موخه دوه اړخیزه ناسته ترسره شوې. د دې خونې اجرائیوي مشر نقیب‌الله صافي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، تورخم بندر کې د لاریو شته بیروبار د مخنیوي په خاطر دواړو لورو هوکړه کړې چې پرته له کومې جریمې له پاکستان څخه ۱،۵۰۰ راغلې لارۍ چې د سوداګريزو مالونو له خالي کېدو وروسته په تمه پاتې دي، د بېرته تګ اجازه ورکړي. د ښاغلي صافي په وینا، په دې ناسته کې د پاکستان... Читать дальше...

په "چای والا" مشهور ارشد خان چایخانه خلاصه کړې

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د "چای والا" په نوم پېژندل شوي ارشد خان په اسلام اباد کې یوه چایخانه پرانیستې چې ډېری خلک د دې لپاره هم ورځي چې له نوموړي سره عکس واخلي. د شنو سترګو لرونکی پښتون ځوان ارشد خان په ۲۰۱۶ز کال هغه وخت نومیالی شو چې یوې نجلۍ یې انځور پر ټولنیزو شبکو خپور کړ. تر هغې وروسته نوموړي د ماډل په توګه هم کار وکړ خو کورنۍ یې له دې کاره خوشاله نه وه. ارشد خان وايي، د بېوزله ماشومانو لپاره د ښوونځي جوړولو پلان لري. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.



'ایران او روسیې د ځینو امریکايي رأی ورکوونکو معلومات ترلاسه کړي'

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ملي امنیت چارواکي وایي، ایران او روسیې دواړو د امریکایي رأی ورکوونکو په اړه معلومات ترلاسه کړي او هڅه کوي چې د نومبر په درېیمه د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې پر عامه افکارو اغېز وکړي. د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر جان راتکلیف پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل، معلومات‌یې ترلاسه کړي چې ایران او دغه‌راز روسیې د یو شمېر رأی ورکوونکو د نوم لیکنې په اړه معلومات ترلاسه کړي دي. راتکلیف او د امریکا د پولیسو د تحقیقاتو د فدرالي ادارې «اف بي ای» مشر کریس ورې خبریالانو ته وویل، هر هغه بهرنی... Читать дальше...

کرونا ویروس د امریکا نږدې درېیو برخو ته د خپرېدو په حال کې دی

Pa.azadiradio.com 

کرونا ویروس د امریکا نږدې درېیو برخو ته د خپرېدو په حال کې دی او په اروپا کې یې ډېرې خپرېدا دولتونه اړ کړي چې نوي بندیزونه ولګوي او د نورو سختو هغو خبرداری ورکړي. د امریکا په لوېدیځه او منځنۍ برخه کې یې چې د کرونا ویروس په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی، په شپږو ایالتونو کې یې تر ټولو زیاتې نوې پېښې ثبت شوې دي. په متحده ایالاتو کې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د دغه ویروس له ا مله د مړو شمېر د ورځې په متوسط ډول ۷۵۷ تنو ته رسېږي. په دې سره په ټوله امریکا کې د مړو شمېر۲۲۲ زرو ته رسېدلی دی. په اروپا کې... Читать дальше...

د ککړې هوا مخنیوي په موخه انځور ګري

Pa.azadiradio.com 

د ککړې هوا مخنیوي په موخه انځور ګري کابل کې یوه ډله انځورګران په دې موخه انځور ګري کوي چې خلک د ککړې هوا مخنیوي لپاره وهڅوي. دا ډله وايي، چې هڅې یې ګړندۍ دي خو خلک یې اوس کارونو سره مینه نه‌لري. شفیع کریمي یې په اړه دا ویډیو چمتو کړې.

نیویارک ټایمز: د پاکستان ویزې اخیستو لپاره ګڼه ګوڼه کې ښايي ۵۰ تنه مړه شوي وي

Pa.azadiradio.com 

ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو د افغانستان د پرون ورځې په دوو خونړیو پېښو لیکنې خپرې کړې دي. نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز د هغو زرګونه افغانانو د عکس ترڅنګ چې پاسپورټونه‌یې د ویزې د ترلاسه کولو لپاره پورته نیولي، لیکلي چې دوی په جلال‌اباد کې په لوبغالي کې د دې لپاره راټول شوي وو چې د پاکستان ویزه واخلي. ورځپاڼه وايي چې اکثره افغانانو د دې لپاره د ویزې غوښتنه کوله چې د درملنې لپاره پاکستان ته لاړ شي. په دې پېښه کې تر ۱۲ ډېرې ښځې ووژل شوې. واشنګټن پوسټ، مېل او ګڼو نورو ورځپاڼو هم د جلال‌اباد پر پېښې... Читать дальше...

د هند کرکټ غوره لیګ؛ راجستان رایلز له سنرایزرس حیدراباد سره لوبېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې نن د هند د کرکټ غوره لیګ سیالیو په ترڅ کې راجستان رایلز لوبډله له سنرایزرس حیدراباد سره ولوبېږي. راجستان رایلز تر اوسه پورې په جدول کې شپږم ځای لري او سن رایزرس حیدراباد لوبډله چې یوه لوبه‌یې کمه کړې ده په اووم مقام کې ده. په سنرایزرس حیدراباد کې د افغانستان دوه لوبغاړي، راشد خان او محمد نبي لوبېږي. د هند د کرکټ غوره لیګ لوبې د کرونا ویروس له امله په متحده عربي اماراتو کې د سپټمبر په ۱۹مه پيل شوې دي او د نومبر تر ۱۰مه به روانې وي.

نن د روسیې یوه محکمه یان سیدوروف په مشروط ډول له بنده خوشې کوي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې نن په روسیه کې یوه محکمه یان سیدوروف په مشروط ډول له بنده خوشې کړي. دا کس تېر کال د ۲۰۱۷ کال د سوله‌ییزو لاریونونو د تنظیمولو په تور په بند محکوم شو. د روسیې په مرکزي سیمه، اولیانوفسک کې د محکمې تر غونډې مخکې، د بخښنې نړیوال سازمان پر چارواکو غږ کړی دی چې سیدوروف له شرطه پرته خوشې کړي او له دې ډول ظلمونو لاس واخلي. سیدوروف او د ده ملګری ولادیسلاو مورداسوف تېر کال د ډله‌ییزو اغتشاشاتو په تور تر شپږ کاله په اوږده بند محکوم شول بیا یې وروسته بند څلورو کلونو ته راکم شو. سیدوروف چې کله... Читать дальше...

نن بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو ۲ ورځنۍ غونډه پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه پیلېږي. په دې غونډه کې به د نورو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو پر پوځي حضور خبرې وشي. په ناټو کې د امریکا متحده ایالاتو سفیرې کي بیلي هاتچیسن پرون د ناټو د غونډې په درشل کې وویل: "څه چې له افغانستان سره ارتباط لري، موږ له خپلو متحدانو سره سلا مشوره کړې، دا تېره اوونۍ په افغانستان کې زموږ د ځواکونو قوماندان د ناټو ۳۰ سفیرانو ته زموږ د پخوانیو خبرو په اړه چې ځواکونه به کموو، معلومات ورکړل." په افغانستان کې د ناټو په... Читать дальше...

دفاع وزارت: د کابل په موسهي ولسوالۍ کې ۱۲ طالبان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

افغان ځواکونه د کابل په موسهي ولسوالۍ کې د ۱۲ طالبانو د وژلو ادعا کوي. د دفاع وزارت مرستال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان پرون د عملیاتو پر مهال ووژل شول. ښاغلي امان وویل: "د طالبانو دې ډلې غونډه کړې وه او غوښتل یې چې ترورېستي بریدونه وکړي، خو د ملي اردو د وار له مخه برید په نتیجه کې ۱۲ طالبان وژل شوي او ډېر مهمات‌یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي." طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د ویزو ورکړې لپاره افغانستان کې د پاکستان سفارت او قونسلګریو چمتووالی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د پاکستان سفارت د جلال‌اباد د پرونۍ خونړۍ پېښې په تړاو ویلي دي چې په کابل کې به د دوی سفارت او په جلال‌اباد، کندهار، هرات او مزار شریف کې به‌یې قونسلګرۍ د ویزو د ورکړې لپاره پرانیستې وي. د پاکستان سفارت په خبرپاڼه کې د جلال‌اباد د پېښې له قربانیانو سره غم‌شریکي هم کړې ده. په جلال‌اباد کې پرون د فوټبال په لوبغالي کې په زرګونه کسان د پاکستان د ویزو لپاره د نوم لیکلو په خاطر راغونډ شوي وو چې د ګڼې ګوڼې له امله ۱۲ مېرمنې مړې شوې او اته مېرمنې او دوه نارینه ټپيان شول.

نګورنو قرباغ کې نږدې یوه میاشت جګړه؛ 'دا لانجه له پوځي لارې هوارېدلی شي'

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د نګورنو قره‌باغ پر سیمې له نږدې یوې میاشتې راهیسې د جګړې بل شوی اور په تودېدو دی. د ډیپلوماتیکو هڅو سربېره د دواړو هېوادونو مشرانو ویلي دي چې دا لانجه له پوځي لارې هوارېدلی شي. د ارمنستان صدراعظم وایي، د اوس لپاره له اذربایجان سره د نګورنو قره‌باغ د مسئلې هېڅ ډیپلوماتیکه حل لار نه‌ویني. نیکول پاشینیان خپل ولس ته په وینا کې چې د فېس‌بوک له لارې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، زیاته کړه چې موږ باید پوه شو چې د نګورنو قره‌باغ مسئله اوس او په اوږدمهاله واټن کې نه‌شي کېدای چې له ډیپلوماتیکې لارې حل شي. Читать дальше...

ناټو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ژر ایستلو سره مخالفت وکړ

Pa.azadiradio.com 

ناټو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ژر ایستلو سره مخالفت وکړ. د دې تړون سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل، شرایط باید سم شي، شخړې کمې شي، اوربند ته لاره هواره شي، له القاعده سره طالبان اړیکې قطع کړي، بیا به ناټو خپل ځواکونه باسي. د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې ناټو تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده، خو طالبان وایي چې ناټو ځواکونه باید له امریکایي پوځیانو سره یوځای له افغانستانه ووځي. د ناټو عمومي منشي له افغانستانه په اوسنیو شرایطو کې چې شخړې زیاتې دي د ناټو ځواکونو د ژر وتلو احتمال رد کړ. Читать дальше...



Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Фёдор Шаляпин

«Всю жизнь я зарабатывал пением и… легким аферизмом». Прохор Шаляпин раскрыл источники дохода в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3    




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике


Большой шлем

«Надо чем-то жертвовать». Арина Соболенко отказалась ехать на Олимпиаду в Париже



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Путин летит к Ким Чен Ыну. Россия и Северная Корея станут стратегическими партнёрами



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России