Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2020

Новости за 27.10.2020

'ټرمپ یا بایډن به له ټاکنو وروسته د سولې خبرو دوام ته لېوالتیا وښیي؟'

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې روانو خبرو اترو او د امریکا هوايي بریدونو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي. هېواد هېواد دولتي ورځپاڼې د طالبانو په ساحه کې د القاعده د مهم غړي المصري وژل کېدو ته په اشارې لیکلي چې د طالبانو په ساحه کې د القاعده د دغه مهم کس وژل کېدو، سختې پوښتنې راولاړې کړې دي. ورځپاڼې هم دا مسئله ټکان ورکوونکې بللې او د سولې په پروسه کې يې د طالبانو رښتينولي تر پوښتنې لاندې راوستلې ده. ورځپاڼې لیکلي چې اوس دې نو له طالبانو کلکه پوښتنه وشي چې ولې يې تر... Читать дальше...

امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

متحده ایالاتو پر ایران نوي بندیزونه لګولي دي او دا ځل‌یې د دې هېواد د تېلو په سکټور کې فعال شرکتونه، مؤسسې او افراد په نښه کړي. په نویو بندیزونو کې د ایران د پټرولیم وزارت، د ایران د تېلو ملي کمپنۍ او د ایران د ټانکرونو ملي شرکت شامل دي. د امریکا د خزانې وزارت پرون د اکټوبر په ۲۶مه نېټه په یوه بیان کې وویل، هغوی چې بندیزونه پرې لګېدلي، د ایران د سپاه پاسداران اړوند قدس ځواک ملاتړ کوي. په بیان کې د خزانې د وزیر ستیفن منوچین له قوله ویل شوي دي چې د ایران رژیم د قدس ځواک د ورانکارو فعالیتونو د تمویل لپاره د تېلو له سکټور څخه کار اخلي. Читать дальше...

د امریکا سنا امي کوني باریټ د سترې محکمې غړیتوب لپاره تأیید کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سنا د سترې محکمې د غړیتوب لپاره د امي کوني باریټ نوماندي تأیید کړه. له دې سره د سترې محکمې انډول ۳-۶ د محافظه‌کارانو په ګټه بدل شو چې دا د ولسمشر ډونالد ټرمپ لپاره یوه سیاسي بریا ګڼل کېږي. د امریکا د مشرانو جرګې چې اکثریت په‌کې جمهوري‌پال دي، پرون د اکټوبر په ۲۶مه، د ۴۸ مخالفو رایو پر وړاندې په ۵۲ موافقو رایو ۴۸ کلنې باریټ ته رایې ورکړې. د سترې محکمې څوکۍ تېره میاشت وروسته له هغه تشه شوه چې په امریکا کې د عدالت مخکښه لبرال څېره روت بادېر ګینسبورګ مړه شوه. ډیموکراتانو په سنا کې د... Читать дальше...



ډان: هندوستان به افغانستان د پاکستان د بې‌ثباته کولو لپاره وکاروي

Pa.azadiradio.com 

ډان ګڼو پاکستاني رسنیو د دې هېواد د صدراعظم عمران خان پر هغو څرګندونو لیکنې کړي چې د دوشنبې په ورځ‌یې په اسلام‌اباد کې د "افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې فورم" په نوم د دوه ورځني سمینار د پرانیستې په مراسمو کې وکړې. پاکستانۍ ډان ورځپانې د عمران خان له خولې لیکلي: "پاکستان کې دا وېره ده چې هندوستان به افغانستان د دې هېواد د بې‌ثباته کولو لپاره وکاروي، خو موږ پرېکړه کړې چې د افغانستان د خلکو د هیلو ملاتړ وکړو ځکه چې د سیمې راتلونکی د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکارۍ او اړیکو پورې تړلی... Читать дальше...

د کارګرانو، محصلانو او متقاعدانو مظاهرې؛ لوکاشینکا دې استعفا وکړي

Pa.azadiradio.com 

کارګران، محصلان او متقاعدان پرون دوشنبه د بلاروس د پلازمېنې مېنسک لارو سړکونو ته راووتل او له الکساندر لوکاشینکا یې د استعفا غوښتنه وکړه. دوی شعار ورکاوه چې لوکاشینکا له واکه د لیرې کېدو لپاره د اکټوبر میاشتې د ۲۵مې نېټې ټاکل شوي مهلت ته پام نه‌دی کړی. اعتراض کوونکو وویل، لوکاشینکا نه‌یوازې له واکه لیرې نه‌شو، بلکې پر اعتراض کوونکو یې د امنیتي تدابیرو په سختولو سره فشارونه لا زیات کړي دي. راپورونه وايي پولیسو پرون په مېنسک کې د لسګونه زره اعتراض کوونکو په وړاندې رابړي مرمۍ وکارولې او په سلګونه کسان ونیول شول. Читать дальше...

پکتیا کې ځیني محلي پولیس له روزنې وروسته ملي پولیسو کې ادغام شول

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا محلي چارواکي وايي په ملي پولیسو کې د محلي پولیسو د ادغام پروسه په چټکۍ روانه ده. پرون هم نږدې ۴۰ تنه محلي پولیس تر روزل کېدو وروسته په ملي پولیسو کې مدغم شول. د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "د پکتیا ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ کې ځیني سیمه‌ییز پولیس تر یو میاشتنۍ روزنې وروسته د ملي پولیسو په لیکو کې مدغم شول. دغه پولیس به د یادې ولسوالۍ د امن تأمینولو په برخو کې په دنده وګمارل شي." د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي درې اوونۍ مخکې ویلي وو چې... Читать дальше...

لاوروف: د نړیوالو مسایلو حل کې به له ترکیې سره همکارۍ ته دوام ورکړو

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد به‌یې د نړیوالو مسایلو په حل کې له ترکیې سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. سرګي لاوروف پرون په اتن کې له خپل یوناني سیال نیکوس دنیا سره تر کتنې وروسته وویل: "که څه هم په ځینو قضیو کې زموږ کړنلار سر نه سره خوري، خو موږ کولای شو له انقرې سره ځیني ګډ ټکي پیدا کړو." سرګي لاوروف زیاته کړه، روسیه که څه هم له ترکیې سره ښې اړیکې لري، خو له ستونزو تشې نه‌دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، د هېوادونو ترمنځ هر ډول ولاړې شوې ستونزې باید د ډیالوګ له لارې حل شي او د یونان... Читать дальше...

دفاع وزارت: د کندهار-هلمند لویه لار له طالبانو تصفیه شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت له طالبانو، د کندهار-هلمند د لویې لارې د تصفیې خبر ورکړ. د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، اوس خلک کولای شي په ډاډه زړه پر دې لار تګ راتګ وکړي. هغه زیاته کړه: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو د ساتنې د مسؤلیت په چوکاټ کې د کندهار-هلمند پر لار پوځي عملیات وکړل او دغه لار یې په بشپړ ډول تصفیه کړه. د دې لارې په اوږدو کې په لسګونه ماینونه کشف او شنډ کړای شول." وسله‌والو طالبانو د دغو عملیاتو په اړه څه نه‌دي ویلي. پر هلمند د وسله‌والو... Читать дальше...



د پاکستان سوداګرۍ وزارت یو تخنیکي هیئت له افغان سوداګرو سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده نن سې شنبه، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت یو تخنیکي هیئت د افغانستان او پاکستان د سوداګرو د ستونزو پر حل خبرې وکړي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال خانجان الکوزی چې دا مهال په اسلام‌اباد کې دی، ازادي راډیو ته پرون وویل: "اوس د پاکستان د صدراعظم صاحب له هدایت سره سم‌یې خپل اقتصادي سلاکار ته هدایت ورکړ چې د سې شنبې د سهار پر ۱۰ بجو به یوه تخنیکي ډله د پاکستان په سوداګرۍ وزارت کې سره وګوري، د اوس وخت لپاره به په کراچۍ او نورو بندرونو کې د راغلې ستونزې په اړه بحث کوي." پاکستان... Читать дальше...

روغتیا سازمان: افغانستان کې به نږدې ۱۰ میلیونه ماشومان پولیو واکسین شي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په پام کې ده نږدې ۱۰ میلیونه ماشومان چې عمرونه‌یې تر ۵ کلونو کم دي د ګوزڼ یا پولیو پر ضد واکسین شي. دغه سازمان پرون ناوخته په ټویټر کې لیکلي چې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین لومړی کمپاین د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله ځنډېدلی و. په افغانستان کې د ګوزڼ له‌منځه وړلو ملي پروګرام د عامه پوهاوي مسؤل میر جان راسخ ازادي راډیو ته ویلي چې په افغانستان کې د روان میلادي کال له پیله د ګوزڼ ۵۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي اوس ۹ میلیونه... Читать дальше...

اشرف غني پر کوثر دانش ښوونیز مرکز د ترورېستي برید د څېړنې امر وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهوري ریاست په کابل کې پر "کوثر دانش" ښوونیز مرکز د وروستۍ بمي حملې د هر اړخیزې څېړنې امر وکړ. د کابل په ۱۳مه حوزه کې پر دغه مرکز د شنبې په ورځ په ځانمرګي برید کې ۲۴ کسان ووژل شول او نږدې ۶۰ تنه نور ټپیان شول. د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون ناوخته په هغه غونډه کې د دې حملې د څېړنې سپارښتنه وشوه چې د امنیتي ادارو مشران او د قربانیانو د کورنۍ غړي په‌کې حاضر وو. هغه زیاته کړه: "ولسمشر اړوندو ارګانونو ته لارښوونه... Читать дальше...

د مایک پومپیو او جې شنکر لیدنه؛ د ستراتېژیکو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وشوې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران له هندوستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره نوې ډېلي ته ورسېدل. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو اسیايي هېوادونو ته خپل پنځه ورځنی سفر پرون له هندوستانه پیل کړ. هغه د دې سفر په لومړۍ ورځ له خپل هندي سیال سوبرامینیم جې شنکر سره د ستراتېژیکو اړیکو پر پیاوړتیا په داسې حال کې خبرې وکړې چې په سیمه کې د چین د نفوذ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. په دې سفر کې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر هم له پومپیو سره ملګری دی چې په... Читать дальше...

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ټینګار؛ طالبان دې بشردوستانه اوربند وکړي

Pa.azadiradio.com 

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ټینګار کوي چې په قطر کې روانې مذاکرې هغه وخت ښه نتیجه ورکوي چې لومړی وسله‌وال طالبان له جګړو لاس واخلي او بشردوستانه اوربند ته غاړه کېږدي. د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري پرون په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت له شارژدافیر راس وېلسن سره په کتنه هم په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر لوړه سطحه بحث وکړ. دغه وزارت وايي د ښاغلي نادري او وېلسن په کتنه کې وویل شول چې په هېواد کې د تاوتریخوالي لوړه کچه د منلو وړ نه‌ده او د افغانستان د سولې پر مذاکرو اغېز کولای شي. Читать дальше...



Москва

Солнечные дети на сцене Кремля


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Начался прием заявок на конкурс грантов для социальных НКО



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Баста: товарищеский матч ФК Ростов - СКА могут провести осенью 2024 года




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80


Даниил Медведев

Российские ракетки сообразили на троих // Даниил Медведев, Мирра Андреева и Элина Аванесян дружно вышли в 1/8 финала теннисного Roland Garros



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Симферополь

ВТБ начал выдавать ипотеку на жилье в Крыму



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России