نن امریکا ته د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکي د سپارلو یا نهسپارلو پرېکړه کېږي
نن به لندن کې چارواکي دا پرېکړه وکړي چې د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکی جویلین اسانج (Julian Assange) د محاکمې لپاره امریکا ته وسپاري او که نه. اسانج تورن دی چې د امریکا د پوځ پټ اسناد یې خپاره کړي دي، دغو اسنادو په افغانستان او عراق کې د امریکا د پوځ له (ناوړه کړنو) پرده پورته کړه. د لندن یوه ځایي قاضي به نن په ځایي وخت د سهار لس بجې (چې افغانستان کې د ماسپښین دوه نیمې بجې کېږي) دا پرېکړه وکړي. که چېرته دغه قاضي د اسانج د سپارلو غوښتنه وکړي، د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر بهیې په اړه وروستۍ پرېکړه اعلانوي. Читать дальше...