Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2021

Новости за 05.01.2021

په کونړ کې د جګړې امله بېځايه شوي کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې د وسله والو طالبانو او داعش له خپلمنځي جنګونو له امله بې ځایه په سلګونه کورنۍ شکایت کوي، چې ورسره حکومت او مرستندویه ټولنو مرستې نه دي کړي. ​اوسمهال په یخ ژمې کې سختو ستونزو سره مخ دي. محمد اسلام تېر کال هغه مهال د کونړ په چپه دره کې د خپل کور پرېښودو ته اړ شو چې په سیمه کې یې د وسله والو طالبانو او داعش ترمنځ سخت جنګونه ونښتل. په دې جګړو کې په ښکېلو وسله والو ډلو سربېره د سیمې خلکو ته هم درانه زیانونه واوښتل او د محمد اسلام په څېر ګڼې کورنۍ اړ شوې چې له سیمې اسعد اباد ښار ته راکډه شي. Читать дальше...

بريتانيا او جرمني کې د کوېډ١٩ د خپرېدو مخنیوي لپاره نوي محدودیتونه لګوي

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا او جرمني د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره نوي محدودیتونه لګوي. ​د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن پرون د جنورۍ په څلورمه نېټه د ټول هېواد په کچه دریمه درجه کلابندي اعلان کړه ویې ویل چې نوي محدودیتونه به د راروانې میاشتې تر نیمايي دوام وکړي. په دې ترڅ کې به ښوونځي، پوهنتونونه او د سلماني ګانو په څېر د غیرضروري خدماتو دکانونه بند وي او رستورانتونه به یوازې د وړلو لپاره خواړه ورکوي. په بریتانیا کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې هره ورځ د کرونا ويروس له پنځوس زرو زیات مثبت موارد ثبت شوي او د دې ناروغۍ... Читать дальше...

په واشنګټن کې د ټرمپ د پلويانو د لاريون مخکې سرتېري موظف شوي

Pa.azadiradio.com 

په واشنګټن ډي سي کې د ولسمشر ډونالډټرمپ د پلویانو له لاریون مخکې ښاروال د ملي ګارډ سرتېري د امنیت لپاره موظف کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تمه ده د متحدوایالاتو کانګرس د جنوري په شپږمه، د منتخب ولسمشر په توګه د جوبایډن د تایید لپاره رایې ورکړي. د ټرمپ پلویان په پام کې لري د ټرمپ په ملاتړ- چې د اسنادو له وړاندې کولو پرته په انتخاباتو کې د درغلیو ادعا کوي نن او سبا د امریکا په پلازمېنه کې لاریون وکړي. په واشنګټن کې دېره ملي ګارډ په یوه بیان کې ویلي دي، چې د ګڼې ګوڼې د کنټرول او له اطفايې او... Читать дальше...



نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

ميل آنلاین میل آنلاین لیکي چې دامریکا پوځ  په افغانستان کې د ترور او هدفی وژنو د لړۍ پړه په طالبانو واچوله. خپرونه وړاندې لیکي، چې دا لومړی ځل دی چې واشنګټن په دی وروستیو کی د یو شمېر مخکښو افغانانو د وژل کېدو په ارتباط مستقیمآ طالبان تورنوي.  دغه تور په داسې وخت کې لګول کېږي، چې طالبان او د افغانستان حکومت نن سه شبنې  بیا خبرو ته سره کېني. خپرونه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ویاند ډګروال سوني لګیت له قوله لیکي، چې ویلي دي طالبان باید د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره دهغو بریدونو څخه... Читать дальше...

"د سولې دوهم پړاو خبرې به سړې، له لانجو ډکې، اوږدې او بې خونده وي"

Pa.azadiradio.com 

مسير مسیر ورځپاڼې د سولې بین الافغاني مذاکراتو په تړاو اټکل کړی، چې دا ځل به خبرې بیا هم د تېر په شان سړې، له لانجو ډکې، اوږدې او بې خونده وي. د لېکوال په وینا، افغان حکومت او طالبان په داسې وخت کې بیا خبرې پیلوي چې د امریکا او طالبانو د هوکړې پر بنسټ د ټولو امریکایي ځواکونو وتلو ته پنځه میاشتې وخت پاتې دی. ورځپاڼې دا پوښتنه هم مطرح کړې که په دې پنځو میاشتو کې بین الافغاني توافق ونه شي، څه پېښېدلی شي؟ د لېکوال په اند دا وېره زیاته ده، چې له یوه اړخه به جګړه لا زیات زور واخلي او له بله اړخه... Читать дальше...

خوست کې معلول ډاکتر د نورو درملنه کوي

Pa.azadiradio.com 

ډاکتر محمد هاشم د خوست ملکي روغتون د داخله ناروغیو متخصص دی. دی تللی نشي او له تېرو پنځو کلونو راهیسې د ولچر او د واکر فرېم یا د څلورو پښو اوسپنیز چوکاټ په مرسته روغتون ته راځي او د ناروغانو درملنه کوي. نور په راپور کې:

افغان حکومت په بلوچستان کې د ۷ افغانانو وژنه وغندله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ۷ افغان وګړو وژل کېدل وغندل. دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، په کوټه کې د افغانستان قونسلګرۍ او په اسلام اباد کې افغان سفارت ته دنده سپارل شوې چې د قربانیانو له کورنیو سره هر ډول مرسته وکړي. پاکستاني رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د بلوچستان د مَچ سیمې د ډبرو سکرو د کان ساحې ته څېرمه د وسلوالو په حمله کې ۱۱ هزاره وګړي وژل شوي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغو کسانو کې ۷ تنه یې د افغانستان وګړي دي.

غني: د درملو واردوونکي شرکتونه باید د درملو معیارونه او بیې تعریف کړي

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د درملو واردوونکي شرکتونه باید د درملو معیارونه او بیې تعریف کړي او د درملو د کیفیت مسوولیت ومني. ښاغلي غني تېر ماښام په ارګ کې د روغتیا وزارت له چارواکو سره ویلي،  شرکتونه دې په هېواد کې دننه د درملو د تولید لپاره پانګونه وکړي. د جمهوري ریاست د اعلامیې له مخې ولسمشر زیاته کړې، په راروانو دوو کلونو کې دي طبي وسایلو او تجهیزاتو ته د افغانستان پر اړتیاوو هراړخیزه څېړنه وشي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې افغانستان د روغتیايي خدماتو او درملو له پلوه پر ګاونډیو هېوادونو متکي دی. Читать дальше...



خلیلزاد د قطر په ګډون څو نورو هېوادونو ته په سفر وتلى

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي قطر او څو نورو هېوادونو ته په دې هیله سفر کوي، چې د سولې د مذاکرو په بله مرحله کې محسوس پرمختګونه وشي. د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی وايي، د هدفي وژنو په ګډون په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ سطحه د منلو نه ده. زلمي خلیلزاد تېره شپه په څو ټویټونو کې ویلي، هغه کسان چې تاوتریخوالی غزوي، غواړي د سولې بهیر او د افغانستان راتلونکی زیانمن کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل، زلمی... Читать дальше...

د بریتانیا یوې محکمې امریکا ته د "جولیان اسانژ" د سپارلو غوښتنه رد کړه

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا یوې محکمې د امریکا د متحدو ایالتونو هغه غوښتنه رد کړه، چې واشنګټن ته یې د ویکيلکس ویبسایټ د بنسټګر جولیان اسانژ د سپارلو لپاره کړې وه. ​د لندن د محکمې قاضي ونیسا برایتزر وویل، اسانژ له رواني فشار سره مخامخ دی او روغتیا یې دا اجازه نه ورکوي چې امریکا ته دې وسپارل شي. تر دې مخکې ویل شوي وو، د ځینو شواهدو له مخې که اسانژ امریکا ته وسپارل شي، ښايي ځانوژنه وکړي. د امریکا حکومت ویلي چې د بریتانیا د دې محکمې د پرېکړې په اړه به د استنیاف غوښتنه وکړي. ۴۹ کلن جولیان اسانژ په ۲۰۱۰م کال کې... Читать дальше...

ایران د سويلي کوریا یوه تېل-لېږدوونکې کښتۍ توقیف کړه

Pa.azadiradio.com 

ایران د جنوبي کوریا یوه تېل-لېږدوونکې کښتۍ د فارس خلیج په اوبو کې توقیف کړه. ایراني رسنیو پرون دوشنبه راپور ورکړ، چې دغه کښتۍ د سپاه پاسداران انقلاب د سمندري ځواکونو او د ګزمې د قطعو له خوا په کیمیاوي موادو د سمندر د اوبو د ککړولو په تور توقیف شوه. د هرمزګان ولایت د بندرونو او سیندونو د چارو مرستیال اسماعیل ملکزاده په دې پرون جزییات ورکړل.  هغه زياته کړه: "د سپاه د سمندري ځواک د ګزمې د قطعو خبرداریو ته له بده مرغه دوی پام ونه کړ او کښتۍ د ولایت د قضايي مرجع په سپارښتنه ونیول شوه او د بندر عباس... Читать дальше...

روسي چارواکو د کب-نیوونکو د موندلو عملیات ودرول

Pa.azadiradio.com 

روسي چارواکو د ۱۷ تنه کب-نیوونکو د موندلو عملیات ودرول. دغه کسان د ډسمبر میاشتې پر ۲۸مه د سخت توفان پر مهال د کښتۍ د نسکورېدو په پېښه کې د شمالي قطب کنګل وهلو اوبو ته ولوېدل. د روسیې د سمندري او دریابي انتقالاتو فډرالي ادارې پرون دوشنبه وویل، د لادرکه کب نیوونکو د موندلو او ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي او د چا مړی نه دی موندل شوی. تر اوسه معلومه نه ده چې د کښتۍ د نسکورېدو اصلي علت څه و.

د ایران د یورانیمو غني کول له اټومي تړونه ښکاره سرغړونه وبلل شوه

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی، چې د ایران له خوا د ۲۰ فیصدي یورانیمو غني کول به د ۲۰۱۵م کال له اټومي تړون څخه ښکاره سرغړونه وي. اروپايي ټولنې د ایران له خوا د ۲۰ فیصدي یورانیمو د پخولو یا غني کولو پر زیاتولو اندېښنه وښوده او ویې ویل تهران په داسې اقدام سره له هغو ژمنو سرغړونه کوي، چې شپږکاله مخکې یې په اټومي تړون کې کړې وې. د اروپايي ټولنې ویاند پیټر سټانو پرون دوشنبه (د جنورۍ پر څلورمه) وویل، دوی انتظار کوي چې د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان د ایران د یورانیمو د غني کولو په اړه خپل راپور وړاندې کړي. Читать дальше...

د سولې خبرو اجنډا کې د اوربند او قربانیانو د حقونو شاملولو غوښتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سولې د خبرو په اجنډا کې د دایمي اوربند او د بشري حقونو د قربانیانو د حقونو د شاملولو غوښتنه وکړه. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غوښتنه لري، چې په قطر کې دې د سولې د مذاکرو په اجنډا کې د دایمي اوربند او د بشري حقونو د مدافعانو او قربانیانو د دفاع موضوع هم شامله شي. د دغه کمېسیون رئیسې شهرزاد اکبر پرون ناوخته ازادۍ راډیو ته وویل، دوی تېره اوونۍ په یوه لیک کې هم دا موضوع د دواړو مذاکراتي هیئتونو له مشرانو سره شریکه کړې وه.  هغې وویل: "لومړۍ... Читать дальше...



Москва

Топ-5 самых ярких зарубежных архитектурных проектов на первичном рынке Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Москва и Пекин подписали программу сотрудничества на 2024-2026 годы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Metallica

Группа Metallica даст виртуальный концерт в Fortnite 22 июня




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск


Кирилл Скачков

Скачков и Тайлакова выиграли соревнования по настольному теннису на Играх БРИКС



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Новости 24 часа

СЕНСАЦИОННЫЙ ДОКЛАД ПРО ДЕЛО СКРИПАЛЕЙ, САФРОНОВА, ГОЛУНОВА.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России