چارواکي: په پکتیا کې د جلغوزیو د پروسس لويه فابریکه پرانيستل شوه
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پکتیا ولایت کې د جلغوزیو د پروسس د یوې لویې فابریکې د پرانيستل کېدو خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دا فابریکه د ٦ میلیونه ډالرو په ارزښت د ځايي پانګه والو لخوا جوړه شوې ده. ښاغلی رستمي وايي، دغه فابریکه د ٦٠ زره مټریک ټنه جلغوزو د ساتنې ظرفیت لري. د نوموړي په وینا، د جلغوزیو صادرات او تولید په وروستیو کلونو کې ښه پرمختګ کړی. د کرنې وزارت وايي، سږکال د جلغوزو تولید د ٢٣ څخه تر ٢٤ زره مټریک ټنو ته رسېږي. د افغانستان... Читать дальше...