مچ پېښه: کوټه کې د هزاره ګانو د پرلت پنځمه ورځ ده او تجارو یې په پیوستون کې هړتال کړی
پرلتوالو تر هغو د وژل شويو کسانو له ښخولو انکار کړی تر څو د پاکستان وزيراعظم عمران خان ورغلی نه وي.
پرلتوالو تر هغو د وژل شويو کسانو له ښخولو انکار کړی تر څو د پاکستان وزيراعظم عمران خان ورغلی نه وي.
په سلګونو افغان، پاکستاني او بنګلا دېشي کډوال په سخت ژمي کې په بوسنيا کې د سوځېدلي یو کیمپ له سرپناوو بهر شپې تېروي. دوی غواړي د بهتره ژوند په هيله په غربي اروپا کې یو هېواد ته ځان ورسوي. خو یقيني او روښانه نه ده چې دوی به د خپلې خوښې کوم هېواد ته ورسيږي او ژوند به یې ښه شي. ویډیويي رپورټ.
د افغانستان دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د څه باندې ۵۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ. د دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې راغلي چې دغه وسلهوال تېره ورځ د کندهار په ارغنداب او خاکرېز ولسوالیو کې هغه مهال ووژل شول چې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو په هدف راټول شوي وو. د اعلامیې له مخې امنیتي ځواکونو دغه وسلهوال په نښه کړل چې په نتیجه کې یې ۵۳ طالبان وژل شوي، ۱۵ نور یې ټپیان شوي دي او هم د دې ډلې د ماینونو یوه زېرمهیې لهمنځه یوړل شوه. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د واشنګټن پولیس وایي د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ټرمپ د پلویانو د یرغل پر مهال څلور کسان مړه شوي دي. د پولیسو په یوه بیان کې راغلي چې یوه مېرمن په ډزو وژل شوې او درې نور هم د بېړني روغتیایي وضعیت له کبله مړه شوي دي. په دغه پېښه کې چې د چهارشنبې په مازدیګر وشوه، د اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ سلګونه پلویانو په واشنګټن کې داسې مهال د کانګرس پر ودانۍ یرغل ورووړ چې د دواړو جرګو استازو د نومبر میاشتې د انتخاباتو رایې پر تأیید غونډه درلوده. د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن په یوې ټلوېزیوني وینا کې دا د امریکا پر ډیموکراسۍ برید بللی دی. Читать дальше...
افغان ولسمشر نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته ولاړ. له سیمې د ازادي راډیو خبریال وایي محمد اشرف غني به د یاد ولایت له پوځي، ملکي او فرهنګي مشرانو سره جلا جلا وګوري. د ننګرهار د والي د مطبوعاتو دفتر د معلوماتو له مخې، د ولسمشر غني لهخوا به نن په ننګرهار کې د ۴۵ ښوونځيو ودانیو د اسنادو په ورکړې سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او د ستروسو له یوه نندارتون څخه به هم ليدنه وکړي. له ولسمشر سره په دې سفر کې د هغه لومړی مرستيال، د ملي امنيت سلاکار، د کابينې يو شمېر غړي، د ملي شورا يو شمېر غړي او نور ګډون ولري.
په قطر کې د افغان دولت د پلاوي او طالبانو ترمنځ د خبرو د بهیر بیا پيل سره هم مهاله د افغانستان په شمال کې د جګړې او ناامنۍ زیاتوالي د ملکي تلفاتو شمېره لوړه کړې ده. د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون ویلي چې د هېواد په شمال کې د جکړو زیاتوالي سلګونه ماشومان یتیمان، ځینې ښځې کوڼدې او میندې بېاولاده کړې دي. د دغه کمېسیون په خبره چې په بلخ، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو کې وسلهوال تاوتریخوالي د ملکي مرګژوبلې کچه دوه برابره لوړه کړې. په بلخ کې د بشر حقونو کمېسیون مسؤل سید محمد سامع ازادي راډیو... Читать дальше...
وروسته له هغه چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پلویان د کانګرس له ودانۍ څخه وایستل شول، د سنا او استازو جرګې غړو خپله ګډه غونډه له سره پیل کړه. دا غونډه د نومبر د درېیمې نېټې ولسمشرۍ انتخاباتو د الکټرول کالجونو د رایو د تأیید لپاره جوړه شوې ده. د امریکا د ولسمشر لومړي مرستیال مایک پنس د دې غونډې په پیل کې وویل چې د چهارشنبې د مازدیګر تاوتریخوالی چې په ترڅ کې یې د ولسمشر ټرمپ پلویان د کانګرس ودانۍ ته ننوتل په سختو ټکو غندي. پنس دغو کسانو ته په خطاب کې وویل چې تاسو ونهګټله. او زیاتهیې... Читать дальше...
په دوحه کې د بینالافغاني خبرو دوهم پړاو پیل شو. د دغو خبرو پيل ته د جنورۍ ۵مه، یعنې تېره سې شنبه ټاکل شوې وه، خو د دواړو لورو مرکچیانو له یوه ورځني ځنډ وروسته پرون چهارشنبه مقدماتي غونډه وکړه. د سولې وزارت ویاندې ناجیې انوري وویل چې اصلي بحثونه به راتلونکې شنبه پیلېږي. اغلې انوري زیاتوي: "د دواړو لورو ترمنځ د افغانستان د سولې خبرو دوهم پړاو د یوې مقدماتي غونډې په ترڅ کې پیل شو، داسې پرېکړه وشوه چې د راروانې شنبې په ورځ به د دواړو خواوو ترمنځ د اجنډا د څېړلو پر سر ټاکل شوي ټیمونه خپل کار... Читать дальше...
د پکتیا د احمد ابا ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د دوو تنو د وژلو په غبرګون کې پرون مظاهره وکړه او د څو ساعتونو لپارهیې د کابل-خوست لویه لاره بنده کړې وه. مظاهرهچیانو د وژل شویو کسانو چې دوی بېګناه بلل، جسدونه هم لېږدول او ویل یې چې له کوم دلیل پرته په چاپه کې وژل شوي دي. د مظاهرې یوه ګډونوال عبدالواحد ازادي راډیو ته وویل: "زموږ په کلي کې یې چاپه اچولې او دوه کسانیې شهیدان کړي، حکومت زموږ پوښتنه ولې نهکوي، ولې ړندې چاپې اچول کېږي، که دغه خلک ګناهګار هم وي، حکومتیې... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وایي، حکومت باید هغه کسان عدالت ته حاضر کړي چې د ملکي کسانو په هدفي وژنو کې لاس لري. دیبورا لاینز دغه خبرې پرون د ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره د لېدو پر مهال وکړې. یوناما پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دې ملاقات کې د سولې پر روان بهیر او د اوربند پر اړتیا هم خبرې وشوې. معلومه نهده چې د خبریالانو، دیني علماوو او مدني فعالانو د هدفي وژنو تر شا د کومې ډلې لاس دی. دولت دا د طالبانو کار بولي، خو طالبانو پرون یو ځل بیا په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دې وژنو کې لاس نهلري. Читать дальше...
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان له اذربایجان سره د هوکړې په تړاو د دغه هېواد د مشهورې کلیسا له انتقاد سره مخامخ شوی دی. پاشینیان پرون (د جنورۍ په شپږمه) د کرسمس هغو مراسمو کې هم ګډون ونهکړ چې د ګډون تمهیې پهکې کېده. په دغو مراسمو کې چې د یروان په یوې کلیسا کې ترسره شول، د پارلمان مشر او د پاشینیان د سیاسي ډلې یو شمېر نورو کلیدي غړو هم ګډون نهدرلود. د صدراعظم پاشینیان ویاند بیا ویلي، نوموړی د کرونا وبا له کبله قرنطین و، نو ځکهیې دې مراسمو کې ګډون ونهکړ. پاشینیان او د کورنۍ غړي یې... Читать дальше...
صربیا کې د روسیې لهخوا د کرونا ضد لانجمن واکسین (سپوتنیک وي) تطبیق پیل شوی دی. دوی لومړی لوړپوړو چارواکو ته دغه واکسین تطبیق کړ چې وکولای شي پر دغې پروسې د عامو کسانو باور ترلاسه کړي. پرون د صربیا د کورنیو چارو وزیر، د روغتیا وزیر او د پارلمان مشر د هغو کسانو په ډله کې و چې دغه واکسین ورته وشو. روسیه کې هم د (سپوتنیک وي) واکسین تطبیق پيل شوی، مسکو په تېره اګسټ میاشت کې دغه واکسین تأیید کړ. صربیا او بلاروس د اروپایي ټولنې یوازني غړي هېوادونه دي چې دغه واکسینیې پيل کړی، د روسیې لهخوا... Читать дальше...
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پارېدلو پلویانو پرون پر کانګرس یرغل وکړ او هلته روانه غونډهیې ګډه وډه کړه. دوی داسې مهال پر کانګرس هجوم ورووړ چې سناتورانو او د استازو جرګې غړو د نومبر د درېیمې نېټې ټاکنو پر تأیید غونډه درلوده. دا تأیید مخکې له دې چې د جنورۍ په ۲۰مه جو بایډن لوړه وکړي، د امریکا د انتخاباتو د تصدیق وروستی رسمي پړاو دی. له ولسمشریزو ټاکنو وروسته د کانګرس دا ډول غونډه عادي وي، خو سږ کال ځکه لانجمنه شوه چې جمهوري غوښتونکو په ځینو ایالتونو کې پر پایلو نیوکې درلودې. پرون چې کله... Читать дальше...
د ناټو عمومي منشي وایي، راتلونکې میلادي میاشت په افغانستان کې د پاته کېدو یا له دې هېواده د وتلو پرېکړه کوي. ینس سټولټنبرګ د جرمني یوې پارلماني ډلې ته وینا کې وویل، د دوی هر ډول پریکړه به حالاتو ته په کتو کېږي. ناټو راتلونکې فبروري میاشت کې د دفاع وزیرانو غونډه رابولي او دا پرېکړه کوي. سټولټنبرګ وایي، د دوی هره پرېکړه ستونزمنه ده او هره یوه ځانته ګواښونه او خطرونه لري. دی زیاتوي، که دوی افغانستان کې پاته کېږي، دا کار لګښت او له ننګونو ډک پوځي مأموریت غواړي او که چېرې وځي، دا وېره شته چې... Читать дальше...
د بریتانیا څو ورځپاڼو او خپرونو په قطر کې د افغانستان د سولې د بل پړاو خبرو په اړه لیکنې خپرې کړي دي. مېډل ایسټ مانیټور د دغو خپرونو په منځ کې یوه هم مېډل ایسټ مانیټور ده. دې خپرونې لیکلي چې د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی هڅه کوي چې د کرونا وبا په اوج کې طالبان دایمي اوربند ته وهڅوي. د دې نشریې پر اساس په افغانستان کې د ۱۹۷۸ میلادي کال له کودتا وروسته جګړه روانه ده او د سولې روانې خبرې د افغانستان د ۴۲ کلنې جګړې د پای ته رسېدو په هدف کېږي. واشنګټن پوسټ دې امریکايي ورځپاڼې د طالبانو... Читать дальше...
بریتانیا، فرانسې او جرمني د ایران لهخوا د یورانیمو ۲۰ فیصدي پخول د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون خلاف کار بللی او دا یې یو منفي تحول وباله. اروپا کې دغو درې پیاوړو هېوادونو له تهران نه وغوښتل چې له دې کاره لاس په سر شي. دغو درې واړو هېوادونو چې له ایران سرهیې په اټمي تړون کې لاسلیکونه کړي، په یوه اعلامیه کې ویلي، د ۲۰ فیصدو کچو پورې د یورانیمو پخول، کومه د باور وړ مدني توجیه نهلري. په اعلامیه کې راغلي، دا د ایران لهخوا یوه ښکاره سرغړونه ده او دې کار کې د اټمي وسلو د خپرولو ګواښ نغښتی دی. ایران... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости