د هزاره ګانو د پرلت تر ختمېدو وروسته عمران خان کوټې ته تللی
د هزاره ګانو مشرتابه د کوټې پر غربي بای پاس سړک خپل پرلت له هغه وروسته پای ته رسولی چې د دوی په وینا له حکومتي وزیرانو سره یې خبرې اترې بریالۍ شوې دي.
د هزاره ګانو مشرتابه د کوټې پر غربي بای پاس سړک خپل پرلت له هغه وروسته پای ته رسولی چې د دوی په وینا له حکومتي وزیرانو سره یې خبرې اترې بریالۍ شوې دي.
رایز ټو پیس امریکايي خپرونه رایز ټو پیس امریکايي خپرونې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګري اړیکو په اړه لیکنه خپره کړې. د دې لیکنې سرلیک دی، د افغانستان او پاکستان د سوداګري موافقې په رڼا کې د تجارت راتلونکې څنګه ښکاري؟ رایز ټو پیس لیکي: د افغانستان او پاکستان د سوداګري استازو ترمنځ له څو میاشتې خبرو وروسته داسې ښکاري چې دوه هېوادونه د جنورۍ تر پایه د تجارتي موافقې نهايي کېدو ته ورلنډ شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د دواړو خواوو د مخکینۍ موافقې د مودې پوره کېدو ته یوازې یوه میاشت پاتې ده. Читать дальше...
راه مدنیت راه مدنیت ورځپاڼې د سولې دوهم پړاو خبرو ته په اشارې لیکلي، طالبان په دغو مذاکراتو کې د تصمیم نیولو واک نه لري. وړاندې راغلي، حکومتي پلاوی د ټولنې د بېلابېلو برخو له مشورې وروسته قطر ته تللی او لومړيتوبونه هم د تاوتریخوالي پای ته رسول، سمدستي اوربند او یوې بنسټیزې سولې ته رسېدل دي. ورځپاڼې پوښتنه کړې ایا طالبان به د افغانستان له حکومت سره اوربند وکړي؟ د لېکوال په باور که څه هم په لنډمهالي کې د سولې تصور نه شي کیدای، خو په خبره یې سوله به هغه مهال افغانستان ته راشي چې کله پاکستان... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل هندي سیال اېس. جې شنکر سره د افغان سولې د دوهم دور خبرو د پيل په اړه غږېدلی دی. دا خبره د یاد وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې بېګاه راغلې ده. د اعلامیې له مخې دواړو لوریو د افغان سولې لپاره د سیمې او نړیوالې ټولنې د ملاتړ په جلب ټینګار وکړ، څو په مټ یې یو جامع اوربند ټینګ او په نتیجه کې یې د افغانستان د دولت او طالبانو تر منځ د تلپاتې سولې هوکړه وشي. تمه ده نن شنبه(د مرغومي ۲۰مه) د افغانستان د دولت پلاوی او طالبان د مذاکراتو د دې مرحلې... Читать дальше...
په بغلان کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه ملکیان وژلي او په یوه پولیس سربېره یې څلور ملکیان ټپيان کړي. چاودنه جمعه (د مرغومي ۱۹مه) ماښام د پلخمري ښار په یوه ګڼه ګوڼه سیمه کې د پولیسو په رنجر موټر شوې ده. د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل: "څلور ملکیان او یو پولیس ټپیان شوي دي. دوه ملکیان شهیدان شوي. په دې چاودنه کې د پلخمري ښار ګرانو دوکاندارانو ته ډېر زیان اوښتی. شل دوکانونه ویجاړ شوي دي." په ټپیانو کې د بغلان د مدني ټولنو د شبکې رئیس محمد عثمان شیرزی هم شامل دی. چا... Читать дальше...
د افغانستان د کانکور عمومي اول نومره شمسیه علیزاده د لوړو زده کړو لپاره جمعه ترکیې ته ولاړه. د ترکیې خبري اژانس انادولو لیکلي چې شمسیه به د ترکیې په جراح پاشا 'cerrahpaşa' طبي پوهنتون کې د طب پوهنتون وايي. په کابل کې د ترکیې سفارت ویلي چې شمسیه علیزاده ته د ترکیې د جمهوري ریاست د یوه پروګرام په چوکاټ کې د لوړو زده کړو دا بورسیه ورکړل شوې ده. انادولو خبري اژانس د شمسیې په حواله لیکلي چې ډېره خوشاله ده ترکیې ته د لوړو زده کړو لپاره ځي او په بېرته راستنېدو سره به د یوې مسلکي ډاکټرې په توګه خپلو وطنوالو ته خدمت وکړي. Читать дальше...
ټرمپ به د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې برخه وانه خلي. د امریکا برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (د جنوري په اتمه) ټویټ وکړ چې هغه به د جنوري په شلمه د متحده ایالاتو د نوي ولسمشر په توګه د جوبایډن د لوړې په مراسمو کې ګډون ونه کړي. دا به څلورم ځل وي چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې تلونکی ولسمشرد خپل ځای ناستي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه کوي. ښاغلي ټرمپ په یو بل ټویټ کې د هغو خلکو دفاع کړې چې ده ته یې رایه ورکړې. هاخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه ټوېټ کې خبر ورکړ چې... Читать дальше...
د بشري حقونو دوو نړیوالو سازمانونو د روسیې له خوا د بهرنیو جاسوسانو لېست ته د پنځو روسانو د ور زیاتولو پر مسئله اندېښنه ښودلې. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې او د رسنیو د ازادۍ په برخه کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان استازي د روسیې دا کار غندلی او ویلي یې دي چې دا ګام د مطبوعاتو ازادي او ډموکراټیک ارزښتونه محدودوي. روسیې شااوخوا لس ورځې مخکې اعلان وکړ چې د پنځو کسانو نومونه یې د بهرنیو جاسوسانو لېست ته ور زیات کړي. په دغو پنځو کسانو کې درې خبریالان دي چې له ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو... Читать дальше...
د افغان جګړې د پای ته رسولو په هدف د خبرو نوی پړاو پیلېږي، هغه خبرې چې وړاندوینه شوې لانجمنې او له ناندریو سره به مل وي. د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مذاکراتي ډله نن شنبه (د مرغومي ۲۰مه) د طالبانو له مذاکراتي ټيم سره د اجنډا پر موضوع ګانو بحث پیلوي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې افغان ټيم پوره چمتووالی لري او په خبرو کې به د اوربند مسئله مطرح کړي. نوموړې زیاتوي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی د دې مرحلې لپاره پوره چمتووالی لري. Читать дальше...
عمران خان د کوټې له هزاره ګانو غوښتي چې که دوی د مچ پېښې مړي ښخ کړي، نو دی په خپله کوټې ته ورځي خو د حکومتي چارواکو د بدنامولو یا بلېکملېلینګ ګواښ نه شي منلای. د پاکستان صدراعظم ښاغلي خان دا خبره جمعه د جنورۍ پر اتمه په اسلام اباد کې د خصوصي ټېکنالوژۍ زونونو د پیلولو پروګرام ته په وینا کې وکړه. (د جنورۍ ۳مه) د کوټې شااوخوا شپېته کیلومترۍ ته پروت د مچ په سیمه کې وسله والو بریدګرو یوولس کان کیندونکي چې ټول یې هزاره ګان و وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي. په دې کې اووه تنه د افغانستان هزاره وګړي دي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости