افغان حکومت غور ته د وروستي پېښې د څېړلو لپاره پلاوى لېږي
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د غور د ولایتي شورا د غړي عزت الله بیګ د وژل کېدو په اړه د څېړنو په مقصد، د ولسمشراشرف غني د حکم په اساس غور ولایت ته یو پلاوی استوي. د ملي امنیت شورا دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې تېرماښام خپره شوه ویلي دي، چې د ملي امنیت شورا د دفتر د پوځي سرمفتش په مشرۍ پلاوی به غور ولایت ته سفر وکړي او د دې پېښې د څرنګوالي په اړه به څېړنې وکړي. د ملی امنیت شورا پرون له دې مخکې پر ټویټر لیکلی و، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو غوښتل د ولایتي... Читать дальше...