Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2021

Новости за 21.01.2021

د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې سند د درېیم ځل لپاره ولسي جرګې ته استول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې په درېیمه مسوده کار روان دی او د رارونې اوونۍ په پيل کې به د تصویب لپاره ولسي جرګې ته واستول شي. د مالیې وزارت  مرستیال  عبدالحبیب ځدراڼ وايي چې د دغه وزارت تخنیکي ډلې ۱۷ ولایتونو ته سفرونه کړي او د دې ولایتونو له مدني ټولنو، د سیمې له خلکو، دیني علماوو، خصوصي سکټور او ولایتي چارواکو سره‌یې په ملي بودجه کې د هغوی د اړتیاوو او لومړیتوبونو شاملولو په موخه سلا مشورې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ولسي جرګې په بودجه کې د ناانډولۍ،... Читать дальше...

یونېسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ بې‌وزلو ماشومانو ۵یې د تل‌پاتې خوارځواکۍ نښې لري

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، افغانستان په سوېلي اسیا کې هغه هېواد دی چې د خوارځواکۍ له اړخه ډېر ماشومان په‌کې ژوند کوي. دغه سازمان په خپل تازه راپور کې د خوراکي خوندیتوب له کبله د افغان ماشومانو وضعیت اندېښمنوونکی بللی.  د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ بنسټ یا یونېسف په خپل یوه تازه راپور کې چې د سلواغې په لمړۍ خپور شوی لیکلي، اوس‌مهال په افغانستان کې له هرو ۱۰ بې‌وزلو ماشومانو څخه ۵ یې د تل‌پاتې خوارځواکۍ نه‌بدلېدونکې نښې لري. په دې راپور کې افغانستان د هغو ۲۳ هېوادونو له ډلې په دوهم مقام کې دی چې د خوراکي خوندیتوب له اړخه په بد حال کې دي. Читать дальше...



بایډن څوکۍ ته له رسېدو سره سم د ټرمپ یولړ تګلارې واړولې

Mashaalradio.com 

هغه په واشنګټن کې د لوړې کولو تش څو ګنټې پس په خپل دفتر کې له ګام اېښودو سره سم تر سخت امنیت لاندې د کډوالۍتابه (مهاجرت)، اب او هوا بدلون او د کورونا وایرس جهاني وبا سمبالولو یولړ صدارتي فرمانونه لاسلیک کړل.

دفاع وزارت: هلمند کې د طالبانو پر یوه زندان عملیاتو کې ۲۷ کسان خوشې شول

Pa.azadiradio.com 

تېره شپه ځانګړو کمانډو ځواکونو د هلمند ولایت "نهرسراج" ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د یوه پخواني پوځي په ګډون ۲۷ کسان خوشې شول.  دفاع وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې له دغو زندانیانو سره چې نه‌دي ویل شوي هغه څوک دي، د طالبانو له لوري د اسلامي اصولو او بشري حقونو خلاف بد چلند شوی، سخت شکنجه شوي او ځورول شوي دي.  د خبرپاڼې له مخې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د زندان یو ساتونکی وژل شوی او یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي. Читать дальше...

په افغانستان کې یو البانیايي سرتېری ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د البانیا دفاع وزارت په افغانستان کې د خپل یوه سرتېري وژل تأیید کړل.  دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبه‌یې خپره کړې ویلي چې وژل شوي سرتېري یې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت کې دنده ترسره کوله.  دفاع وزارت یوازې دومره ویلي چې دا پېښه د سې شنبې په ماښام شوې، خو د ځای او څرنګوالي په اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.    دا د البانیا چې په ۲۰۰۹ کال د ناټو غړې شوې، دوهم سرتېری دی چې د سوله‌ساتو ځواکونو په نړیوال مأموریت کې وژل کېږي.   البانیا په افغانستان کې ۹۹ سرتېري لري چې د کابل او هرات په اډو کې دېره دي.

جو بایډن: ډونالد ټرمپ راته سپینه ماڼۍ کې له سخاوته ډک یو لیک پرېښی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ ورته په سپینه ماڼۍ کې له سخاوته ډک یو لیک پرېښی دی. دا هغه دود دی چې ولسمشران‌یې د خپل کار په وروستیو ورځو کې ترسره کوي، خو د ټرمپ لیک له دې پلوه هم مهم بلل کېږي چې هغه ډېر دودونه تر پښو لاندې کړي و، بایډن ته‌یې خپله ماتې نه‌وه ومنلې، نه‌یې هغه ته مبارکي ورکړې او نه‌یې هم پرون د هغه د لوړې په مراسمو ګډون کړی دی.  بایډن چې پرون‌یې د امریکا د ۴۶ م ولسمشر په توګه لوړه وکړه، په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د دغه لیک محتوا په ډاګه نه‌کړه او ویې‌ویل... Читать дальше...

جو بایډن د پاریس د اقلیم له تړون سره د یوځای کېدو فرمان لاسلیک کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن پرون یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ چې متحده ایالات بېرته د پاریس د اقلیم له تړون سره یوځای کوي.  بایډن په سپینه ماڼۍ کې په خپل دفتر کې وویل چې متحده ایالات د اقلیم له بدلون سره مبارزه په داسې بڼه مخ ته یوسي چې تر اوسه‌یې مخ ته نه‌ده وړې.  هغه ژمنه وکړه چې متحده ایالات به دغه تړون ته چې د نړۍ ډېرو هېوادونو په ۲۰۱۶ کال لاسلیک کړی او د نړۍ تودوخه محدودوي، ژمن پاتې شي.   مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۲۰ کال په نومبر کې رسماً خپل هېواد له دغه تړونه وایست چې نړیوالو پرې سخت انتقادونه وکړل. Читать дальше...



جو بایډن د خپل کار په لومړۍ ورځ څو اجرائیوي فرمانونه صادر کړل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو نوي ولسمشر جو بایډن پرون د کار په لومړۍ ورځ څو اجرائیوي فرمانونه صادر کړل چې د یو لړ مهمو کورنیو او نړیوالو مسایلو په اړه د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ تګلاري باطلوي.  په یوه اجرائیوي فرمان کې د ټرمپ هغه پالېسي لغوه کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو ته د اکثریت مسلمان مېشتو هېوادونو د وګړو پر ننوتو بندیز لګولی و.  سپینې ماڼۍ دغه پالېسي پر مذهبې ریښو ولاړه له بهرنیو د وېرې پالېسي بللې ده.  د ټرمپ له‌خوا د دغې پالېسۍ له مخې چې هغه په ۲۰۱۷ کې اعلان کړې وه، متحده ایالاتو ته د... Читать дальше...

ناټو: افغانستان کې د سولې "تاریخي" فرصت باید له لاسه ونه‌وځي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت "تاریخي" بللی او ټینګار یې کړی چې دا موقع باید له لاسه ونه‌وځي.  ستیفانو پونتېکورو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د سولې د داسې هر اړخیز تړون ملاتړ کوي چې په خبره‌یې د افغانستان مهمې لاسته راوړنې په‌کې خوندي شي.  پونتېکورو دا څرګندونې پرون ماښام له پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف او د اسلامي وحدت ګوند له مشر محمد کریم خلیلي سره تر لیدو کتو وروسته کړې دي.  پونتېکورو له تېرو څو ورځو راهیسې له افغان چارواکو او یو شمېر سیاستوالو سره د سولې په تړاو د خبرو لړۍ پیل کړې ده. Читать дальше...

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلې نن لومړنۍ سیالۍ کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلې نن د درېیو یو ورځنیو لوبو لومړنۍ سیالۍ ترسره کوي. کرکټ بورډ وایي، افغان لوبغاړو دغې سیالۍ ته پوره چمتووالی نیولی او تمرینونه‌یې ورته کړي دي. دا سیالۍ د افغانستان په وخت د سهار په لس نیمو بجو په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي. دا په تېر نږدې یوه کال کې چې نړۍ کې د کرونا وبا خپره شوې، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لومړنۍ نړیواله سیالۍ ده. د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د دغه سریز دوهمه او درېیمه لوبه د جنورۍ په ۲۴مه او ۲۶مه نېټه ترسره کېږي.

اسپانیه کې یوې چاودنې دوه تنه ووژل او اته تنه نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د اسپانیې په پلازمېنه مادرید کې یوې چاودنې لږ تر لږه دوه تنه ووژل او اته تنه نور یې ټپیان کړل.  چاودنې چې زوروره یاده شوې، په مادرید کې یوه ودانۍ سرسري ویجاړه کړې او شاوخوا ورته ولاړ یو شمېر موټر سوځېدلي دي.  د بېړنیو خدمتونو مسؤلانو ویلي، د یوه ټپي حالت نازک دی.  د مادرید ښاروال په سیمه کې خبریالانو ته ویلي: "داسې ښکاري چې چاودنه دې په یوې ودانۍ کې د ګازو له کبله رامنځته شوې وي."  د سیمې یوه اوسېدونکي ویلي، دغې ودانۍ کې راهبانو یا عبادت کوونکو ته روزنه ورکول کېده او بې‌سرپناه کسانو ته ډوډۍ.

د پاکستان پوځ: د اټمي سرګلولې لېږدوونکی یو بالستیک توغندی مو ازمویلی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ وایي، یو بالستیک توغندی یې چې اټمي سرګلوله لېږدولی شي، په بریالۍ توګه ازمویلی دی.  له ځمکې ځمکې ته دغه توغندی چې شاهین-درې نومېږي، د ۲،۷۵۰ کیلو مترو واټن وهلی شي.  د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر د دغه هېواد د لوی درستیز جنرال ندیم رضا له قوله ویلي، د پاکستان ستراتېژیک هدف دا دی چې پر خپل حاکمیت د هر ډول تېري مخه ونیسي.  شاهین-۳ توغندی د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵ کال کې وازمایل شو.  پاکستان او سیال‌یې هند وسله تونونه او بېلابېل ډول توغندي لري.  له کله نه چې دغو ګاونډیو هېوادونو... Читать дальше...

د کاناډا صدراعظم: خپلواک او ولسواک افغانستان ته له رسوونکې سولې ملاتړ کوو

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو وایي، هېواد یې افغانستان کې د داسې سولې ملاتړ کوي چې له مخې یې دغه هېواد باثباته او خپلواک شي او ولسواک نظام ولري. ترودو دغه څرګندونې پرون ماښام له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې وکړې.  د ارګ خبرپاڼه وایي چې ترودو له ښاغلي غني سره په دغو خبرو کې افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه وښوده.  دواړو لورو د ناټو د دفاع وزیرانو په راتلونکې غونډه چې فبروري کې جوړېږي، هم خبرې وکړې او ویې‌ویل چې دې غونډه کې باید د افغانستان پر وړاندې ګډ او همغږی... Читать дальше...

امریکا په افغانستان کې د "هر سرتېري په پرتله ۷ قراردادیان" استخدام کړي

Pa.azadiradio.com 

سټارز انډ سټرایپس سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې راغلي چې د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د هر سرتېري په پرتله اووه قراردادیان استخدام کړي دي.   په مقاله کې راغلي چې په داسې حال کې تر ۱۸،۰۰۰ زیات قراردادیان په افغانستان کې شته، پنټاګون د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر دوو نیمو زرو ته کم شوی دی.   د پنټاګون د راپور له مخې په اکټوبر میاشت کې د قراردادیانو شمېر ۴،۳۰۰ ته کم شو چې دا د مخکې په پرتله ۲۰ فیصده کموالی ښيي. Читать дальше...



Москва

Парадоксы двойного стандарта


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анна Нетребко

Заметно похудевшую Нетребко запечатлели в Милане: «Шикарные ножки»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На Играх стран БРИКС выступят выпускники амурских спортшкол

Московские школьники завоевали медали на Азиатской физической олимпиаде

Спортсменки из Пскова привезли два «серебра» с соревнований по джампинг-фитнесу в Москве


Уимблдон

Каспер Рууд: «Не буду выступать на турнирах перед «Уимблдоном», но на нем, конечно, сыграю»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Парадоксы двойного стандарта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России