Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2021

Новости за 23.01.2021

د زابل یو چارواکی: شاه جوی کې ۷ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په زابل ولایت کې د ملي اردو یوه مسوول د ۷ تنه وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه.   د زابل د دویمې پلې لېوا قوماندان سید بابا منصوري نن شنبه (د سلواغې ۳مه) سهار ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه ځینو وسله والو طالبانو په شاه جوی ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پلان کړي وو چې ورباندې حمله وشوه. ښاغلي منصوري زیاته کړه: "تېره شپه درې بجې شا او خوا طالبانو غوښتل د شاه جوی ولسوالۍ پر امنیتي پوستو حملې وکړي، خوشبختانه په دې حمله کې یې ۷ کسان وژل شوي او ۵ تنه ټپیان دي."   وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.

د سولې خبرې؛ هشت صبح: افغان پلاوی په دې نظر دی چې طالبان وخت ضایع کوي

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې د سولې دوهم پړاو خبرو پر وړاندې پرتو خنډونو ته په اشارې سره لیکلي، دغه مذاکرات خپلې اصلي برخې ته تر داخلېدو وړاندې له بن بست  سره مخ شوي او دواړه لوري په خپلو شرایطو ټینګار کوي. وړاندې لیکل شوي چې تراوسه په دې پړاو کې د بحث شوېو مسئلو او په کې د پرمختګونو په اړه کومه د پام وړ  نتيجه نه شته او ورځپاڼې دا خبرې خورا سړې او محدودې بللي دي. د لېکوال د معلوماتو پر بنسټ د حکومت او طالب استازو ترمنځ  تېره اوونۍ ان هېڅ کوم بحث نه دی شوی او افغان پلاوی په دې نظر دی چې طالبان وخت ضایع کوي. Читать дальше...

ننسي پلوسي د ټرمپ د استیضاح مسوده استازیو جرګې ته لېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازیو جرګې مشره ننسي پلوسي دوشنبه د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح مسوده استازیو جرګې ته لېږي. د سنا جرګې د اکثریت ډیموکراټانو مشر چک شومر پرون په عمومي جلسه کې دا خبره وکړه. هغه وویل، سره له دې چې ځینو جمهوري پالو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ محاکمه د اساسي قانون خلاف بللې، خو ټرمپ به محاکمه کېږي. استازیو جرګه به د کانګرس په ودانۍ د جنورۍ شپږمې یرغل په خاطر په ټرمپ د لګېدلو تورونو له کبله د هغه محاکمه پیلوي. په ټرمپ تور لګېدلی چې د جنورۍ په شپږمه یې بلوا پارولې ده. Читать дальше...



کرکټ؛ سبا به د افغانستان-ایرلېنډ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه ترسره شي

Pa.azadiradio.com 

سبا یکشنبه (د سلواغې۵ مه) د افغانستان او ایرلېنډ د کرکټ د ملي تیمونو دوهمه یوه ورځنۍ لوبه ترسره کېږي. د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان په کوربه توب د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلې سره درې نړیوالې لوبې ترسره کوي. یوه لوبه ترسره شوې چې په کې افغانستان د ۱۶ منډو په توپیر ایرلېنډ ته ماته ورکړه. سبا به دویمه لوبه د اماراتو په شیخ زاید سټډیوم کې وشي." د افغانستان او ایرلېنډ د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ دا لوبې د ۲۰۲۳ میلادي کال د نړیوال جام سوپرلیګ په لوبو کې راځي چې هره بریا یې لس نومرې ورکوي. Читать дальше...

د پېښور پوهنتون لسګونه محصلینو لاریون کړی

Pa.azadiradio.com 

په پېښور کې د پوهنتون لسګونه محصلینو د حضوري امتحانونو د پرېکړې پر ضد لاریون وکړ. دوی وايي، د کرونا وبا په خاطر یې ټول درسونه انلاین و، نو ازموینې دې هم انلاین واخېستل شي. د مظاهره کوونکو له ډلې فرهین د ازادې اروپا/مشال راډیو ته وویل: "څو پورې چې دوی زموږ غوښتنه نه وي منلي او انلاین ازموینه وانه خلي له خپلو غوښتنو نه تېرېږو. موږ څه ناجایزه غوښتنه نه کوو موږ دا غواړو چې زموږ ازموینې دې هم انلاین واخېستل شي." لاریون له پېښور پرېس کلبه د خېبر پښتونخوا تر اسمبلۍ پورې وشو. مظاهره کوونکو ویل چې... Читать дальше...

متقاعد جنرال لوېډ اسټن د امریکا د دفاع وزیر شو

Pa.azadiradio.com 

متقاعد جنرال لوېډ اسټن پرون جمعه (د سلواغې ۳مه) د امریکا په سنا جرګه کې په ۹۲ موافقو رایو د دفاع وزارت لپاره تایید شو. یوازې دوو سناتورانو د لويډ اسټن مخالفت کړی. لویډ اسټن چې له څلورو لسیزو زیاته کاري تجربه لري لومړنی تورپوستی امریکایي به وي چې دفاع وزارت پنټاګون مخته وړي. ښاغلي اسټن د سنا جرګې تر تاییدي وروسته په خپل ټوېټرولیکل: "دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې د اته ویشتم دفاع وزیر په توګه خپل هېواد ته خدمت وکړم، زه په دې خاص ویاړم چې لومړنی افریقایي – امریکایی یم چې په دې څوکۍ کار کوم." ... Читать дальше...

ایکانومېسټ: هدفي وژنو کې د طالبانو نه ښکېلتیا، ډېر کم خلک مني

Pa.azadiradio.com 

ایکانومېسټ مجله ایکانومېسټ مجلې په افغانستان کې د سولې له خبرو سره په یوه وخت کې د هدفي وژنو د دوام په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي چې د وروستيو وژنو اهداف خورا ځلاند او منور خلک دي. خپرونه لیکي چې په افغانستان کې هدفي وژنې نوې خبره نه ده، خو د دې وژنو د وروستۍ څپې کچې، وخت او د قربانیانو انتخاب خلک وارخطا کړي دي. د دې وژنو په لړۍ کې د امنیتي دفاعي ځواکونو پر سرتېرو سربېره ډېر دولتي مامورین، ژورنالېستان او د مدني ټولنو فعالان هم په نښه شوي دي. که څه هم طالبانو ویلي چې هدفي وژنو کې لاس نه... Читать дальше...

د ملکي هوايي چلند ادارې د حکمتیار وروستي تورونه رد کړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار تورونه رد کړل چې ویلي یې و بې نوم او نښان الوتکې د حامدکرزي له نړیوال هوايي ډګره قاچاق وړي. حکمتیار پرون جمعه (د سلواغې ۳مه) د کابل په یوه جومات کې دا تورونه لګولي: "ولې بې لوګو الوتکې راځي؟ ولې یې امنیت د بلې ادارې له خوا نیول کېږي. هغه اداره چې په غلاوو کې شریکه ده. په لوټماریو کې شریکه ده او د هغو خلکو امنیت هم چې د چارواکو خپلوان دي نیسي. بې له کومې ویرې او مانع هر څه چې زړه یې غواړي وړي. طلا دي، پيسې دي ډالر دي. حتماً همدا... Читать дальше...

د امریکا د ملي امنیت سلاکار: د امریکا –طالبانو د تړون د بیاکتنې نیت لرو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان خپل افغان سیال حمدالله محب ته ویلي چې متحد ایالتونه د امریکا – طالبانو د تړون د بیاکتنې نیت لري. د امریکا د ملي امنیت شورا بېګاه په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده. اعلامیه زیاتوي ښاغلي سولیوان ویلي، د امریکا – طالبانو د ۲۰۲۰میلادي کال د فبروري د تړون په بیا کتنه کې به وارزول شي چې طالبان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او له افغان حکومت او نورو خواوو سره د با مفهومه خبرو د پیل په اړه په خپلو ژمنو ولاړ دي که څنګه؟... Читать дальше...

ناټو د افغان سولې د ملاتړ په پار افغانستان کې د ماموریت راتلونکی تنظیموي

Pa.azadiradio.com 

ناټو را روانه فبروري په افغانستان کې د خپل حضور د راتلونکي په اړه بحث کوي. د شمالي اتلانتیک تړون/ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون جمعه (د سلواغې ۳مه) د دې مطلب په بیان سره ویلي چې د افغان سولې له پروسې ملاتړ کوي او د دغه ملاتړ د یوې برخې په توګه به په افغانستان کې خپل حضور تنظیم کړي. سټولټنبرګ دا څرګندونې جمعه د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اغلو سره په لیدنه کې کړي. د ناټو په خبري اعلامیه کې د ښاغلي سټولټنبرګ ټینګار ته اشاره شوې چې د ناټو سازمان غړي هېوادونه به د افغانستان... Читать дальше...

پر کانګرس یرغل؛ د امریکا سنا جرګې پر ټرمپ د محاکمې هوډ څرګند کړی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازیو جرګې مشره ننسي پلوسي دوشنبه د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح مسوده سنا جرګې ته لېږي. سنا جرګه به د کانګرس په ودانۍ د جنورۍ شپږمې یرغل په خاطر پر ټرمپ د لګېدلو تورونو له کبله د هغه محاکمه پیلوي. د جرګې د اکثریت مشر سناتور چک شومر وویل: "حقیقت دا دی چې استازیو جرګه به د استیضاح مسوده راولېږي. سنا به د ټرمپ د استیضاح محاکمه ترسره کړي. یوه بشپړه او منصفانه محاکمه به وي. سناتوران به پرېکړه کوي که هغوی باوري دي چې ډونالډ جان ټرمپ د متحده ایالتونو پر وړاندې بلوا پارولې ده. Читать дальше...



Москва

Топ-5 самых ярких зарубежных архитектурных проектов на первичном рынке Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Активно укрепляем отношения с Китаем



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Евгений Маргулис

В ЦДКЖ 18 августа ждут любителей группы «Рекорд Оркестр» на Квартирнике Евгения Маргулиса




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике


Большой шлем

Рублёв и еще два российских теннисиста не сыграют на Олимпиаде в Париже



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Политолог Булавицкий: контрактный центр в Балашихе — качественно новый шаг



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России