نړیوالو ماهرینو د کورونا رېښې معلومولو لپاره په چین کې کار پیل کړ
دغه څیړونکي چې چین ته تر رسېدو وروسته ۱۴ ورځې قرنطین وو، د جنورۍ پر ۲۸مه ولیدل شول چې له خپل هوټله ولاړ او یوه بس ته وختل.
دغه څیړونکي چې چین ته تر رسېدو وروسته ۱۴ ورځې قرنطین وو، د جنورۍ پر ۲۸مه ولیدل شول چې له خپل هوټله ولاړ او یوه بس ته وختل.
د فراه د معتادینو د درملنې مرکز کې د پوليسو یو شمېر هغه پخواني سرتېري بستر دي چې د دندې پر مهال په مخدره توکو روږدي شوي دي. د فراه امنیتي چارواکي هم تأییدوي چې د پولیسو په لیکو کې يې یو شمېر سرتېري په مخدره توکو روږدي دي. نور په دې راپور کې.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د کورنیو حکومت ضد افراطیانو له لوري بالقوه ګواښ ته په اشارې په ټول هېواد کې د ترورېزم په وړاندې خبرداری ورکړ. دغه وزارت د کانګرس پر ودانۍ د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ د پلویانو برید ته په اشارې ویلي چې د امریکا په هره برخه کې د افراطیانو له لوري پر دولتي چارواکو د برید خطر شته. دغه وزارت پرون (چهارشنبه) ویلي چې د کومې ځانګړې دسیسې په اړه معلومات نهلري، خو په دې اندېښمن دی چې هغه کسان به ممکن تاوتریخوالي ته مخه کړي چې د ولسمشرۍ د واک پر انتقال خوابدي دي. د متحده... Читать дальше...
د ننګرهار د شینوارو قومي مخور وایي، د دوی په شپږو ولسوالیو کې هېڅ ښځينه ښوونکې نهشته. شینواري وایي، د ښوونې په برخه کې وړ ښځينه ظرفیتونه لري چې باید استخدام شي چې د راتلونکي لپاره د بېسوادۍ مخه نیول شوې وي. د ننګرهار د نازیان ولسوالۍ اوسېدونکی د شینوارو قومي مشر میر حمزه میاخېل وایي چې د دوی په سیمه کې له شپږم ټولګي پورته څوک ځکه تر ډېره خپلو لوڼو او خویندو ته ښوونځيو ته د تګ اجازې ته زړه نه ښه کوي چې په خبرهیې، په ښوونځيو کې یې د ښځينه ښوونکو پر ځای نارینه ښوونکي تدریس کوي. میاخېل وایي،... Читать дальше...
تمه ده چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) هغه ساینسپوهان چې د کرونا ویروس د سرچینې په اړه د څېړنو لپاره چین ته تللي، نن په هوټل کې له قرنطینه ووځي او په ووهان ښار کې چې دغه ویروس ورڅخه د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې خپور شوی، خپلې څېړنې پیل کړي. دغه ساینسپوهان چې دوه اوونۍ مخکې دې ښار ته رسېدلي، ننیې ۱۴ ورځنی قرنطین پای ته رسېږي. د روغتیا نړیوال سازمان دغه مأموریت چې ډېر ځنډېدلی، ورسره داسې اندېښنه هم شته چې ښایي څېړونکي یې هغو معلوماتو او هغو کسانو ته لاسرسی پیدا نهکړي چې د دغه ویروس... Читать дальше...
چارواکي په بغلان ولایت کې د طالبانو د یوه زندان د ماتېدو او له هغه له ۳۰ زیاتو بندیانو د ازادېدو خبر ورکوي. د ۲۱۷ پامیر قول اردو په دې اړه نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ځانګړو کمانډو ځواکونو تېره شپه د طالبانو پر دغه زندان د ډنډ شهابالدین په سیمه کې عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې د امنیتي ځواکونو ۱۲ غړي او ۲۰ ملکي وګړي له دې زندانه ازاد کړل. دغهراز ویل شوي چې ځواکونو دغه زندان بشپړ ویجاړ کړ. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت په ټول هېواد کې د ترورېزم د خطر په اړه یوه اطلاعیه صادره کړې او د امریکا پر کانګرس د جنوري د ۶مې یرغل ته په اشارهیې ویلي چې د دولت ضد داخلي سخت دریځي ښایي دغه یرغل زړور کړي وي. په دغه خبرداري کې چې دې وزارت پرون چهارشنبه ورکړی، ویل شوي د یوې مشخصې دسیسې په اړه معلومات نهلري، خو دا اندېښنه تر اوسه شته چې یو شمېر کسان چې د ولسمشرۍ د دورې پر انتقال ناراضه دي ښایي تاوتریخوالی ترسره کړي. د کورني امنیت وزارت ویلي چې ښایي دغه وضعیت په متحده ایالاتو کې څو اوونۍ نور هم دوام وکړي. Читать дальше...
په ارزګان ولایت کې یو شمېر هغه مېرمنې چې د روانې جګړې پر مهاليې د کورنۍ غړي وژل شوي دي، د ښکېلو خواوو څخه غواړي چې تر هر څه دمخه دې اوربند وکړي. ارزګان ولایت د افغانستان د جګړهځپلو ولایتونو څخه دی چې ورځ تر بلې پهکې د داسې مېرمنو شمېر زیاتېږي چې نارینه خپلوانیې په جګړه کې وژل کېږي او د دغو مېرمنو ژوند له کړاوونو سره مخامخ کېږي. ۳۷ کلنه ملالۍ چې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې اوسي. د روانې جګړې پر مهالیې مېړه او درې زامن وژل شوي دي. ملالۍ ازادي راډيو ته وویل، اوسمهال د ۱۷ کوچنیانو... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر انتوني بلېنکن وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نهیې غوښتي چې خپلې دندې ته دوام ورکړي. ښاغلي بلېنکن چې پرونیې د بهرنیو چارو د وزیرپه توګه تر ټاکل کېدو وروسته په واشنګټن کې په خپل لومړني خبري کنفرانس کې خبرې کولې، د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د افغانستان په وړاندې په تېره د سولې په اړه به په پالېسۍ کې بدلون راوړي او که به مخکېنۍ پالېسۍ مخ ته ونیسي، وويل: "د افغانستان په اړه موږ غواړو په یوه شي ځان پوه کړو او هغه... Читать дальше...
ملګري ملتونه وایي، د نړۍ اکثره وګړي په دې باور دي چې بشریت د اقلیم له بېړني حالت سره مخامخ دی. دغه سازمان د خپلې یوې تازه نظرپوښتنې پر بنسټ چې ۵۰ هېوادونو کې ترسره شوې، دا خبره کړې ده. د ملګرو ملتونو د نظرپوښتنې له مخې، د نړۍ دوه پر درې برخه وګړو ویلي چې انسانان د اقلیم یا اوبو او هوا له بېړني حالت سره مخامخ دي. د فرانسې خبري اژانس وایي، په ۵۰ هېوادونو کې ترسره شوې دا نظرپوښتنه په خپل ډول کې لویه ده او ترڅ کې یې د ۱،۲ ملیونه وګړو نظرونه پوښتل شوي دي. نظرپوښتنه د ملګرو ملتونو د پراختیایي... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو کابل کې د دوی په ټکو د مقناطیسي ماینونو "وحشي کمپاین" پیل کړی او په شدت سره روان دی. دا څرګندونې د دغه وزارت مرستیال صدیق صدیقي پرون ماښام وروسته تر دې وکړې چې په یوه ورځ دې ښار کې دوه چاودنې وشوې او د درېیمې هغې مخه ونیول شوه. صدیقي پر ټویټرپاڼه لیکلي، امنیتي ځواکونو د دغو ماینونو د ایښودو پر مهال یو شمېر طالبان نیولي او په خبرهیې، هڅه کوي چې دغه کمپاین په بشپړ ډول شنډ کړي. له تېرو څو اوونیو راهیسې نږدې هره ورځ کابل ښار کې چاودنې کېږي چې تر ډېره دولتي موټر په نښه کوي. Читать дальше...
د هرات-کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښې ۹ تنه مړه کړي دي. پېښه پرون مازدیګر د یوه سراچه ډوله موټر او ملي بس ترمنځ د ټکر له کبله شوې. د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي ازادي راډیو ته وویل، مړو شویو کسانو کې درې ښځې، یو ماشوم او پنځه سړي شامل دي. ښاغلی شېرزی زیاتوي: "د هرات-کندهار ترمنځ پر لویه لاره د ادرسکن په سیمه کې ترافیکي پېښه شوې چې نهه تنه پهکې مړه شوي او دوه نور ټپیان دي، د پېښې د قربانیانو هویت په سیمه کې تثبیت شوی او کورنیو تهیې سپارل شوي دي." له دې یوه ورځ وړاندې... Читать дальше...
پاکستان د راتلونکې اوونۍ له پيله د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین پیلوي. له کرونا سره د مبارزې د ادارې مسؤل اسد عمر پرون چهارشنبه دغه اعلان وکړ او ویېویل، لومړني ګام کې به دا واکسین روغتیایي کارکوونکو ته ورکړل شي. له دې وړاندې چین ژمنه کړې وه چې له پاکستان سره به د کرونا واکسین د پنځو لکو دوزو مرسته کوي. ټاکل شوې د همدې واکسین لومړنۍ بستې راتلونکې یکشنبه پاکستان ته ورسېږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د چین لهخوا د واکسینو دا مرسته د پیکېنګ ښه نیت یاد کړی دی. قریشي ویلي، هیله لري... Читать дальше...
د امریکا پوځ وایي، یوې «بي-۵۲» ډوله الوتکې یې د قدرت په یوې ننداره کې د فارس خلیج پر فضا الوتنه کړې ده. دا په وروستیو میاشتو کې شپږمه دا ډول الوتنه او د جو بایډن د کار له پیله لومړنی پرواز دی چې د فارس خلیج پر فضا ترسره کېږي. بي دوه پنځوس الوتکې د اټمي وسلو د لېږد وړتیا لري او معمولاً د «اف ۱۶» جنګي الوتکو په همکارۍ پرواز کوي. د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني ویلي، د دوی «B-52» الوتکې د لویزیانا له پوځي مرکزه الوتنه کړې وه او دغه الوتکه پرون چهارشنبه بېرته دغې اډه کې کېناسته. د ایران او امریکا... Читать дальше...
د اوکراین چارواکي وایي، د هکرانو داسې یوه ډلهیې پېژندلې چې د ځینو اروپایي هېوادونو کمپیوټري شبکو او د امریکا بانکونو تهیې ۲،۵ میلیارده ډالره زیان اړولی دی. د اوکراین د عمومي څارنوال دفتر پرون چهارشنبه وویل، دغه هکران له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ځینو سافټ ویرونو په مرسته په اتریش، بریتانیا، جرمني، لتوانیا، هالند، سویس او امریکا کې کمپیوټري سیستمونو ته ننوتلي دي. دغه دفتر ویلي، په خارکیف ښار کې د پولیسو د عملیاتو په پایله کې د همدې هکرانو کمپیوټر او نور تجهیزات ضبط شوي دي. ویل شوي چې په دې تړاو د... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د باختر ګنجینې د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې بېځایه او د "تأسف" وړ دي. ارګ پرون وروسته تر دې په دې اړه اعلامیه ورکړه چې د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وویل، دغه ګنجینه خوندي نهده او د مصونیت لپارهیې باید له هېواده بهر ولېږدول شي. د ارګ په اعلامیه کې راغلي، "باختر ګنجینه د افغانانو له لویو پانګو څخه ده چې د تاریخ په لوړو ژورو کې هغه مهال چې د هېواد پانګې لوټ شوې، خوندي پاتې شوې ده". ارګ ویلي، دغه قیمتي ګنجینه د افغانستان د خلکو ملکیت دی او بل هېواد تهیې د سپارلو... Читать дальше...
وال سټریټ ژورنال وال سټریټ ژورنال د افغانستان په اړه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تګلارې د ارزونې پر موضوع لیکنه خپره کړې ده. دا ارزونه د پنټاګون له خوا کېږي. د لیکوال په خبره تمه ده د امریکا دفاع وزیر لوېد اسټن په افغانستان او عراق کې د امریکایي سرتېرو شمېر بیا وارزوي. ډونالډ ټرمپ د خپلې کاري مودې په وروستیو ورځو کې په افغانستان او عراق هر یوه کې د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټیټ کړ. وال سټریټ ژورنال لیکي: لوېډ اسټن په نړۍ کې د امریکایي سرتېرو په اړه د ډېرو مسایلو سره مخامخ دی،... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني "ترې یوې لفظي مشاجرې وروسته" په دغه هېواد کې د یونېسف د یوه لوړپوړي چارواکي د اخراجېدو حکم ورکړی دی. د ارګ سرچینې وایي، د یونېسف دغه مسؤل تېره دوشنبه یوه غونډه کې له ولسمشر سره لفظي شخړه وکړه او وروستهیې ولسمشر له افغانستانه د اخراجېدو حکم ورکړ. یونېسف تر بېګا ناوخته پورې په دې تړاو رسمي څه نهو ویلي. د ولسمشر ویاند دواخان مینهپال پرون مازدیګر پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه یوازې دومره لیکلي چې ولسمشر تر ۲۴ ساعتونو پورې د یونېسف د پولیو د برخې د مسؤل محمد محمدي د اخراجېدو حکم ورکړی دی. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости