افغان حکومت د مسکو او ترکیې غونډو ته خپل پلاوي استوي.د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار د شنبې (د کب ۲۳مه) په ورځ په کابل کې د امنیتي مسوولینو ګډې خبري ناسته کې وویل، افغان حکومت چمتو دی چې د مسکو او استانبول ناستو کې ګډون وکړي.
خو د ښاغلي محب په خبره لا تراوسه په یادو ناستو د ګډونوالو د ګډون کچه نه ده معلومه: "موږ د مسکو او ترکیې په ناستو کې ګډون کوو، د بهرنیو چارو وزارت او د مصالحې عالي شورا په دې کار کوي چې د نورو هېوادونو او طالبانو د ګډون کچه معلومه کړي، د هماغه پر بنسټ به بیا موږ... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت رئیس وايي، د عبدالروف د تښتونې په تړاو ۵۵ کسان چې ټول د داعش شبکې غړي دي نیول شوي دي.
احمد ضیا سراج د شنبې (د کب ۲۳مه) په ورځ په کابل کې د امنیتي مسؤلینو ګډې خبري غونډې ته وویل چې دې کسانو پر کابل پوهنتون د برید په ګډون په لویو بریدونو او ترورونو کې هم لاس درلود.
نوموړي وویل چې دې کسانو کې اصلي پلانونکي هم شامل دي او ۱۶ کسان د عبدالروف په ساتنه کې په مستقیم ډول ښکېل وه.
ښاغلي سراج زیاته کړه: "زموږ کار له ارش نومې څخه پیل شو چې د دې شبکې غړی او په مشرتابه کې یې و. دغو... Читать дальше...
د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د موټر بم برید له امله اووه کسان وژل شوي او تر ۵۱ نور ټپیان دي.
دغه چارواکي وایي چې دغې چاودنې د پولیسو ۱۴ حوزې او په سیمه کې د استوګنې کورونو ته لوړ مالي زیانونه اړولي دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغې حملې عاملین طالبان بولي او دغه ډله تورنوي چې د سولې اړوند رامنځته شوی فرصت ضایع کوي، خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دغه برید کې له اوو وژل شوېو کسانو شپږ تنه یې د میرخان د ورور... Читать дальше...
د نورستان یو شمېر اوسیدونکي وايي په دې ولایت کې د روغتیا په برخه کې یو شمېر ستونزې شته چې دوی ورسره لاس او ګرېوان دي.
دوی وايي، د یو کال په تېرېدو بیا هم نورستان کې د روغتیا برخه کې شته ستونزې نه دي حل شوي، نه یې روغتیايي مرکزونو کې درمل پوره شول او نه هم د روغتیا پالانو معاشونه په خپل وخت ورکړل شول .
له ډلې یې د دې ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ د وایګل کلي اوسیدونکی ۶۰ کلن قیام الدین وايي، له کلي تر روغتون يې څلور ساعته په پښو مزل کړی او ناروغ یې په شا را رسولی.
دی وايي: "ډاکټران وايي درمل نشته،... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا ټانک جنډوله سیمې اوسېدونکو د ډېره اسماعیل خان چاوڼۍ ته مخامخ جي پي او چوک باندې احتجاجي کېمپ لګولی او په ۲۰۰۹ز کال کې د راه نجات په نوم پوځي عملياتو پر مهال د خپلو ړنګو شويو کورونو او دوکانونو معاوضه غواړي. حکومت وايي چې جنډوله کې يې ړنګ شوي ۵۰ سلنه دوکانونه جوړ کړي او د پاتې ۵۰ سلنې د تعميرولو پرېکړه يې کړې ده. نور تفصيل په ويډيويي راپور کې.
په کابل کې معترض معلولین وایي، د قانون پر بنسټ د دولتي ادارو درې سلنه کار کوونکي باید معلولین وي، خو د دوی په خبره تراوسه د قانون دا حکم نه دی پلی شوی.
نږدې درې سوه معلولینو د همدې ستونزې له امله شااوخوا درې میاشتې کېږي چې د ولسي جرګې مخ ته د اعتراض خېمه درولې.
دوی وایي، له یو کال را په دېخوا ۴۷ زره معلولینو او نږدې سل زره د شهیدانو کورنیو ته خپل معاش نه دی ورکړل شوی او هغه ځمکې چې د دولت له خوا یې ژمنه ورکړل شوې وه لا هم پرې نه دي ویشل شوي.
په کابل کې د معلولینو د شورا مرستیال بشیر دېره وویل... Читать дальше...
د پاکستان کرکټ بورډ وياند حماد حميد وايي چې د پي اېس اېل پاتې سيالي به د ۲۶مې څخه تر ۱۶ جون په منځ کې پیل شي.
د جنوبي افریقا د ښځينه کرکټ لوبډلې له هندۍ لوبډلې درېیمه لوبه وګټله.
د جنوبي افریقا او هند ښځېنه کرکټ لوبډلو تر منځ د پنځوو یو ورځنیو سیالیو درېيمه لوبه افریقا لوبډلې وګټله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ د روانې مارچ میاشتې په اوومه نېټه پیل شوې ده چې په لومړۍ لوبه کې افریقا د اتو ویکټو پر توپیر هند ته ماتې ورکړې وه، دوهمه لوبه هند وګټله، خو درېیمه لوبه چې د مارچ په دولسمه نېټه تر سره شوه، د افریقا ښځېنه لوبډلې په کې هند ته ماتې ورکړه.
د یادولو ده چې د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ... Читать дальше...
په هرات کې د کمال خان بند د پرانېستلو په درشل کې د وشوو ساحلي لوبې ترسره شوې.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مطبوعاتي غړي مجیب قاریزاده نن شنبه (د کب ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغو سیالیو کې له پنځو لوبډلو ٦٠ تنه لوبغاړو ګډون کړی وو.
ښاغلي قاریزاده وویل چې د دې سیالیو له پیله هدف په دغه ولایت کې د کمال خان بند له پرانېستلو نمانځنه او د غوره څېرو پېژندل دي.
د نوموړي په خبره، دې یو ورځنیو سیالیو کې به پر لس غوره لوبغاړو کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه وویشل شول.
د کېک بوکسینګ څلویښتم پړاو سیالۍ نن شنبه (د کب ۲۳مه) په هرات ولایت کې ترسره شوې.
د هرات د بدني روزنې ادارې سرپرست احمدجاوېد رسولي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه یو ورځنۍ سیالۍ د ولسوالیو د فعالو کلپونو ترمنځ د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په کټګوریو کې ترسره شوې چې ١٠٠ لوبغاړو په کې ګډون کړی وو.
د ښاغلي رسولي په وینا، د دې سیالیو د ترسره کولو هدف د کېک بوکسینګ ورزش وده او په هرات ولایت کې به بنسټیزو پروژو څخه ملاتړ دی.
یو شمېر مېرمنو په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو ترانو په خپرولو سره د افغانستان د پوهنې وزارت د پریکړې پرضد اعتراض کړی.
شااوخوا دوه کاله وړاندې، د افغانستان د پوهنې وزارت د ترانه ویلو د زده کړې د لومړي ملي فسټیوال کوربه و.
خو له نږدې دوه کالو وروسته، درې ورځې وړاندې د پوهنې ریاست له خوا په یوه مکتوب کې وویل شول چې له دې وروسته به په هغه غونډو کې چې نارینه په کې حضور لري، له ۱۲ کالو څخه د پورته عمر ښځینه زده کوونکې ترانې نه شي ويلی.
نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:
په افغانستان کې دننه او بهر د کرونا ویروس ضد اسټرازِنِکا واکسین په اړه اندېښنې مطرح شوي چې ګوندې دغه واکسين جانبي عوارض لري.
خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، دوی د روغتیا نړیوال سازمان او اروپایي ټولنې د ډاډ او معلوماتو پر بنسټ وایي چې دغه واکسین هېڅ ډول جانبي عوارض نه لري.
د دغه وزارت ویاند غلام دستګیر نظري د شنبې (د کب ۲۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه په ټول هېواد کې له ۴۰ زرو زیاتو کسانو ته دغه واکسین تطبیق شوی چې د جانبي عوارضو په اړه يې تر اوسه کومه پېښه نه ده ثبت شوې. Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په هېواد کې د خرما د معیاري مارکیټونو په جوړولو ټینګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن شنبه (د کب ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې اړه د خرما له واردوونکو سره هم لیدلې دي.
نوموړي وویل چې د خرما له واردونکو سره د لیدلو تر څنګ د خرما واردوونکو شرکتونو د شتو ستونزو او د باکیفیته خرما په واردولو خبرې کړي دي.
که څه هم د خرما واردوونکي په سعودي عربستان کې د ویزو او برېښنایي پېژندپاڼو برخه کې ستونزې لري، خو د سوداګرۍ خونه وایي، هڅه کوي چې دا ستونزه هواره شي. Читать дальше...
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د هلمند ولایت د کاني زېرمو د مدیریت، له استخراجي فرصتونو څخه د سالمې ګټه اخېستنې پر مسئلې ټینګار کوي.
د دغه وزارت ویاند محمد عزیز غروال نن شنبه (د کب ۲۳مه) ازادي راډیو وویل چې په دې اړه جدي بحث شوی څو د قاچاق او غیرقانوني کیندنو مخنیوی يې وشي.
نوموړي وویل چې وزارت د قاچاق د مخنیوي لپاره یو مېکانېزم هم جوړ کړی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت او د هلمند ولایت محلي ادارې، په هغه ولایت کې د کانونو د غوره مدیریت په اړه لازمې سلا مشورې کړي دي.
ښاغلی غروال وایي،... Читать дальше...
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ۱۳ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ نن شنبه (د کب ۲۳مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کسان د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه د اُپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
پردغو کسانو د وسله والو غلاوو، وژنې، د غیرقانوني وسلو د لېږد او داسې نور تورونه پورې دي.
اعلامیه زیاتوي چې له دغو کسانو څخه څلور میله وسله هم ترلاسه شوې ده.
د کندهار ترینکوټ پر لویه لاره ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې وویل چې دا پېښه نن شنبه (د کب ۲۳مه) سهار شوې ده.
نوموړي وویل: "نن سهار د کندهار – ترینکوټ پر لویه لاره د طالبانو له خوا ښخ کړل شوی ماین پر ملکي موټر وچاودېد چې په نتیجه کې یې ۳ تنه وژل شوي چې دوه یې نارینه او یو ماشوم دی. ۴ تنه نور ټپیان دي چې ۳ ماشومان او یوه ښځه ده."
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتیریش د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې (د کب ۲۲مه) په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې بلېنکن د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه په افغانستان کې د دایمي اوربند او د تل پاتې او عادلانه سیاسي توافق په اړه د خبرو د پرمخ وړلو په برخه کې د همکارۍ له ژمنې مننه وکړه.
په دې اعلامیه کې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
ډاکټر نامورا د ۲۰۱۹ز کال د ډیسمبر پر څلورمه نېټه د خپلو څلورو ساتوونکو او یو موټر چلوونکي سره یو ځای په جلال اباد ښار کې د ناپېژاندو وسله والو له لورې ووژل شو.
روان کال په تخار ولایت کې د جګړو او ناامنیو له کبله زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
۵۰ کلن محمدعباس چې د تالقان قُلبرس سیمې څخه جګړو را بې ځایه کړی وايي، کلي کې یې ژوند ښه و، خو اوس له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
دی وايي: "ما څو ځلي د مهاجرینو ریاست ته عریضه وکړه، خو پام ورته ونه شو. موږ له دولته غواړو چې ډېر ژر زموږ ستونزې حل کړي."
دوی د تخار له سیمه ییزو چارواکو غواړي چې په سیمه کې یې ورته امنیت تأمین کړي چې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي څوکروندې شاړې او باغونه نه یې وچ نه شي. Читать дальше...
په غزني ولایت کې په زرګونه کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوي، ددې ولاتی د چارواکو په وینا که مرستې ورسره ونه شي ستونزې به رامنځ ته شي.
۳۵ کلنه ملالۍ د اووه یتیمو اولادونو مور ده او له اندړو ولسوالۍ څخه غزني ښار ته د جګړو له امله راکډه شوې وايي، څلور کاله وړاندې یې خاوند له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو.
ملالۍ وايي خاوند یې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله: "دلته موږ مهاجر یو، نه ګټن دوی لرو، له یوه خدایه بله هېڅ خوا نه لرو، موږ څه وخورو؟ په دغه دولت کې مو شهیدان او ټپیان ورکړي، نن دومره... Читать дальше...
د ګلالۍ مور نسیمې بي بي د مارچ پر ۱۲مه مشال ریډیو ته وویل، نه یوازې د هغې لور ګلالۍ بلکې پخپله هغه او یوه بله لور یې هم دغو کسانو (شازیې او اصف) دوکه کړي ول:
په کندهار ښار کې د بای پاس سړک چې د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره یوه حیاتي پروژه ده، د رغونې چارې یې ۷۰ سلنه پای ته رسېدلي او په راتلونکي یوه نیمه میاشت کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
د بای پاس په نوم دغه سړک د کندهار ښار په درېیمه ناحیه کې موقعیت لري چې د کندهار- کابل- کندهار- هرات او کندهار- سپين بولدک ټرانزيټي لارې سره نښلوي.
پر دغه لار تلونکي موټر چلوونکي وايي، د لارې د خرابوالي له امله ډېر کله موټرونه چپه کېدل چې له امله یې دوی ته مالي زیانونه رسېدل.
یو تن موټر چلوونکی بخت محمد یې په اړه... Читать дальше...
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، د سېنېټ د مشر او مرستیال د ټاکلو پر مهال ورسره درغلي شوې او پر ضد به یې هغوی د مارچ پر ۱۳مه عدالت ته ځي.
د هرات ښار په څلورمه حوزه کې د موټر بم چاودنه وشوه، د موټر بم هدف ظاهراً د ملي پولیسو ودانۍ په نښه کول وو.
په هرات کې ځایي چارواکو ویلي چې په دغه موټر بم برید کې ۸ تنه وژل شوي او ۵۴ نور ټپيان شوي دي
نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:
د پښتونخوا زده کوونکو سازمان له لوري په بلوچستان کې له تېري یوې اوونۍ څخه د کتابونو ننداتون او د کتاب ارزښت په اړه په غونډې روانې دي. دوی غواړي چې زده کوونکي او د کتاب مینه والو ته په ارزانه بیه کتابونه ورسېږي، په راروانو وختونو کې به په بېلا بېلو تعلیمي ادارو کې دستورې او د کتابونو ننداتونونه جوړوي.
نور حال د صمد شبنم په وېډیویي راپور کې وګوری.
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России