Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2021

Новости за 29.03.2021

په کراچۍ کې د هندوانو هولي جشن

Mashaalradio.com 

هولي د کورونا وایرس د خپرېدو له اندېښنو سربېره ولمانځل شوه. خو خلک وايي د محدودیتونو له امله دا وار د جشن خونده نه وه. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

هولي؛ د رنګونو جشن

Pa.azadiradio.com 

هولي د کرونا له اندېښنو سربېره ولمانځل شوه. خلک بیا وايي چې د محدودیتونو په خاطر دا وار د جشن خونده نه وه. په دې اړه دا لنډ راپور وګورئ:

د قبایلي ضلعو او بلوچستان زده کوونکو د طب چوکۍ کمولو ضد احتجاج کړی

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو او بلوچستان زده کونکو غوښتنه کړې ده چې د طب په کالجونو او پوهنتونونو کې دې ورته ځانګړې چوکۍ زیاتې کړل شي. بل پلو د سېفران لپاره يارليماني سيکټري اقىال اپريدي مشال راډیو ته وویل چې دوی د پاکستان مېډیکل کمېشن چارواکو سره خبره کوي او هيله لري چې د قبایلي سیمو د زده کونکو دا مسله به هواره کړي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.



د روغتیا سازمان او چین ګډه څېړنه؛ ښايي کرونا له حیواناتو انسان ته انتقال شوې وي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان او چین یوه ګډه څېړنه ښيي، دا احتمال شته چې کرونا ویروس دې د ماښامي یا ښاپېرک په وسیله له بل حیوان نه انسان ته لېږدول شوی وي.  دا خبره د همدې څېړنې په یوه طرحه کې چې یوه کاپي یې اسوشیټډ پرس اژانس ترلاسه کړې شوې ده.  په دې مطالعه کې چې لا بشپړه شوې نه‌ده، هغه راپورونه په کلکه له امکانه لیرې بلل شوي چې ویل کېدل، کرونا ویروس له لابراتواره خپور شوی دی.  د راپور له مخې د کرونا ویروس د ریښې موندلو په هدف د روغتیا نړیوال سازمان او چین شوې ګډه مطالعه پراخه ده، خو داسې ویل شوي چې ګڼې پوښتنې لا بې‌ځوابه پاتې دي. Читать дальше...

پکتیکا کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۳ تنه ټپیان شول

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا ولایت د ارګون او سرروضیې ولسوالۍ ترمنځ لویه لاره کې نن په یوه ټرافیکي پېښه کې له ۱۰ زیات کسان ټپیان شول. د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارين ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه نن ماسپښین داسې مهال رامنځته شوه چې د شاتورو په سیمه کې د واده دوو موټرو سره ټکر وکړ. د ښاغلي ارین په وینا په دې پېښه کې  ۱۳ کسان ټپیان شوي چې د یو شمېر ټپیانو حالت نازک دی.  ښاغلی ارین زیاتوي: "د دغې پېښې ټول قربانیان نارینه او ښځینه دي، د ماشومانو د ټپي کېدو په اړه تر اوسه راپور نه‌دی راکړل شوی، خو شپږ... Читать дальше...

غني: تاجکستان او افغانستان ډېرو برخو کې کولای شي همکارۍ ته پراختیا ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر اشرف غني تاجکستان د افغانستان نږدې او ټینګ ملګری وباله او ویې‌ویل دواړه هېوادونه په ډېرو برخو کې کولای شي همکاري ته پراختیا ورکړي.  اشرف غني چې د اسیا زړه په نوم د استانبول پروسې په نهمه غونډه کې د ګډون لپاره دوشنبې ته تللی، دغه څرګندونې نن په دوشنبه کې د تاجکستان په پوهنتون کې وکړې.  ښاغلي غني وویل: "افغانستان، تاجکسان، موږ دواړه د ګټو اختلاف نه‌لرو، ملګري یو، ډېر ښه ملګري یو او ډېر ښه ملګري به هم پاتې شو چې دا د ویاړ ټکی دی. په عین حال کې زموږ ګټې خیالي بڼه نه‌لري، بلکې موږ... Читать дальше...

خېبر پښتونخوا ایالت کې زرګونه معترضانو خپل لاریون پای ته ورساوه

Pa.azadiradio.com 

هغو په زرګونه معترضانو خپل لاریون پای ته ورساوه چې په خېبر پښتونخوا ایالت کې د څلورو تنکیو ځوانانو د وژلو په غبرګون کې یې پیل کړی و.  د لاریونوالو یوه مشر رحمت‌الله نن ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه له حکومتي چارواکو سره تر خبرو وروسته پیل شوی اعتراض پای ته ورسېد او خلک بېرته جاني‌خېلو ته روان شوي چې خپل مړي خښ کړي.  د ایالتي اعلا وزیر، سلاکار کامران بنګښ وویل، حکومت موافقه وکړه چې په سیمه کې به امنیت ټینګوي، د وسله‌والو طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو په وړاندې به اقدامات کوي. د هغه په وینا... Читать дальше...

د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

Pa.azadiradio.com 

نن د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین تطبیقولو کمپاین پیل شو. د افغانستان عامې روغتیا وزارت دغه کمپاین نن دوشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۰۹» له خپلو نړیوالو مرستندویه ادارو او د خصوصي سکټور په همکارۍ پیل کړ. ‎دغه وزارت د سږ میلادي کال له پیل تر دمګرۍ د ګوزڼ د دوهم ‌‌‌‌‌‌ډول تازه پېښو د ثبتېدو خبره هم کوي. ‎د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح په کابل کې په دې اړه جوړې شوې یوې خبري ناستې ته وویل چې دا کمپاین به ۳۲ ولایتونو کې پلی شي او په خبره‌یې پاتې دوو ولایتونو ته د نا امنیو له امله دغه واکسین نه‌شي رسېدلی. Читать дальше...



د جانیخېل مشران وايي، حکومت منلې چې په سیمه کې به یې امن پر ځای کوي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا حکومت بنو ته نژدې د جانیخېلو له سیمې د پیل شوي پرلت او لاریون د مشرتابه غوښتنې منلې دي او هغوی د پرلت او لاریون ختمولو اعلان کړی دی. د جانیخېلو مشرانو له حکومت سره د کړیو مزاکراتو تفصیل د پرلت ګډونوالو ته وړاندې کړ او له هغه وروسته یې د پرلت د پای اعلان وکړ. نور حال د مشال راډیو د خبریال عمر وزیر په ویډیويي رپورټ کې

دوشنبه کې د اسيا زړه استانبول پروسې کنفرانس

Pa.azadiradio.com 

د اسیا زړه استانبول پروسې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نهمه غونډه په تاجکستان کې پیل شوه. افغان ولسمشر اشرف غني په دې غونډه کې د ګډون لپاره نن دوشنبې ته ورسېد. جزئيات په دې راپور کې.

دوشنبه د اسيا زړه استانبول پروسې کوربه

Pa.azadiradio.com 

د اسیا زړه استانبول پروسې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نهمه غونډه په تاجکستان کې پیل شوه. افغان ولسمشر اشرف غني په دې غونډه کې د ګډون لپاره نن دوشنبې ته ورسېد. جزئيات په دې راپور کې.

د افغانستان بشر حقونو کمېسیون: جګړه کې ښکېل لوري له بشر حقونو سرغړونه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې په جګړه کې ښکېلې خواوې د بشر حقونو له نړیوالو اصولو نه په سرغړونو تورن کړي دي. د دغه کمېسیون په باور د جګړې قوانین، په تېره د ملکیانو او ښځو خوندیتوب نه‌رعایت کېږي او ښځې او ماشومان د روانې جګړې اصلي قربانیان ګڼي. د یاد کمېسیون د رسمي شمېرو له مخې په تېر یوه کال کې ۸۴۷ ښځې او ۲۰۱۹ ماشومان د جګړو قرباني شوي دي. د یاد کمېسیون ویاند ذبیح‌الله فرهنګ له حکومت او طالبانو وغوښتل چې د ښځو او ماشومانو د قرباني کېدو د مخنیوي لپاره ژر تر ژره اوربند وکړي. Читать дальше...

کندهار کې د زعفرانو کښت زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

د کندهار چارواکي په دې ولایت کې د زعفرانو د کښت د زیاتوالي خبر ورکوي.   د کندهار د کرنې او مالدارۍ رئیس حفیظ‌الله سعیدي ازادي راډیو ته وویل، د کندهار اقلیم د زعفرانو کرکېلې ته ډېر مناسب دی او زعفرانو یې هم لکه د هرات د زعفرانو په څېر ښه نتیجه ورکړې ده.  د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکی شبیر احمد لومړنی کروندګر دی چې د لومړي ځل لپاره‌یې نهه کاله مخکې په خپله ځمکه کې زعفران کرلي. نوموړي ازادي راډیو ته وویل، د زعفرانو د کښت لګښت کم، خو عاید یې زیات دی او هم د کوکنارو یو ښه بدیل دی.  ښاغلی شبیر احمد زیاتوي... Читать дальше...

د چک جمهوریت ملیاردر پټر کیلنر د هلیکوپټر د راغورځېدو پېښه کې مړ شو

Pa.azadiradio.com 

د چک جمهوریت ملیاردر پټر کیلنر د امریکا په الاسکا ایالت کې د هلیکوپټر د راغورځېدو په پېښه کې مړ شو.  ۵۶ کلن کیلنر د فوربیس مجلې په حواله د نړۍ ۶۸م شتمن کس و چې دې مجلې یې شتمني ۱۷ نیم ملیارده ډالره اټکل کړې ده.  د الاسکا ایالت چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې چې تر اوسه‌یې علت نه‌دی روښانه شوی، له کیلنر سره څلور نور کسان هم مړه شوي او یو ژوندی پاتې شوی چې وضعیت‌یې خطرناک دی.   کیلنر په ۱۹۹۱ کال دوه کاله وروسته له هغې چې په پخوانۍ چکسلواکیا کې کمونېستي رژیم ړنګ شو، د کاپي ماشینونو د پلورلو سوداګري... Читать дальше...

سویس کانال کې د بندې پاتې شوې بېړۍ یوه برخه خلاصه شوه

Pa.azadiradio.com 

د سویس کانال مشر اسامه ربیع وایي، د دوی هغه بېړۍ چې له څو ورځو راهیسې په سویس کانال کې بنده ده، اوس‌یې یوه برخه خلاصه شوې.  له دې سره هیلې زیاتې شوي چې د بېړیو د تګ راتګ دغه مهمه لاره به بېرته خلاصه شي، خو نه‌دي ویل شوي چې په کومه ورځ.  دا بېړۍ چې زرګونه کانتینر په‌کې بار دي او ۴۰۰ متره اوږدوالی او ۵۹ متره بر لري شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د مارچ په ۲۳مه په دې کانال کې بنده پاته شوه، له دې سره هغه سمندري لاره وتړل شوه چې د نړۍ له درېیو یوه برخه تېل ترې تېرېږي.  والسټریت ژورنال ورځپاڼې د مسؤلو چارواکو... Читать дальше...

تاجکستان په افغانستان کې د اوربند ټینګېدو ملاتړ وکړ

Pa.azadiradio.com 

جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي، تاجکستان په افغانستان کې د هر څه ژر اوربند ټینګېدو ملاتړ کوي. ښاغلی غني نن سهار د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د اسیا زړه-استنابول پروسې کنفرانس کې د ګډون په هدف دوشنبې ته تللی او دا خبره‌یې له خپل تاجک سیال سره له لیدنې وروسته کړې. هغه ویلي، د تاجکستان دا غوښتنه طالبانو او ملاتړو ته‌یې روښانه پیغام دی. د اسیا زړه-استانبول پروسې نهم کنفرانس نن په تاجکستان کې پیل شو. دا کنفرانس به دوه ورځې وي او کوربه‌توب یې د افغانستان او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر غاړه دی. Читать дальше...

افغان پېژندل شوی سندرغاړی اکبر نېکزاد مړ شو

Pa.azadiradio.com 

افغان پېژندل شوی سندرغاړی اکبر نېکزاد د ۵۵ کلنو په عمر په جلا وطنۍ کې په جرمني کې ومړ. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، نوموړی په کرونا ویروس اخته شوی و. خو اکبر نېکزاد څوک و؟ اکبر نېکزاد، د خپل عمر ډېره برخه د افغان موسیقي لپاره کار وکړ. نېکزاد په ۱۳۴۵ لمریز کال په کابل کې وزېږېد. پلازمېنه کې یې ښوونځی ولوست او د دري ادبیاتو په برخه کې یې لوړې زده‌کړې وکړې. نوموړي له زده‌کړو سره هم‌مهاله سندرې هم ویلې. هغه د افغانستان یو له نوموتو سندرغاړو څخه و او د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزیون په ارشیف کې ډېرې سندرې لري. Читать дальше...


Музыкальные новости
Елена Волкова

Дмитрий Бикбаев готовит премьеру театрального проекта, основанного на личных переживаниях





Rss.plus
#123ru.net

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о поддержке организаций и ИП в Белгороде




Алип сыграет? "Зенит" сделал объявление

Ecoplatform и Самолет продолжат свою совместную экологическую инициативу

Посол Германии вернется в Москву

Путин объяснил, почему решил поменять министра обороны посреди СВО




د اندونیزیا د تېلو تر ټولو لوی تصفیه ځای کې د اور مړه کولو هڅې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

اور وژونکي لا هم د اندونیزیا د تېلو تر ټولو لوی تصفیه ځای کې د لګېدلي اور د مړه کولو هڅه کوي. دغه اور د تېرې شپې په نیمايي کې د بالونګان په تصفیه ځای کې چې د تېلو دولتي کمپنۍ یې چلوي لګېدلی دی. چارواکي وايي، پنځه کسان په روغتون کې بستر شوي چې سوځېدنې یې جدي دي او ۱۵ نور سطحاً سوځېدلي دي. له نږدې کلي څخه سلګونه اوسېدونکي نورو ځایونو ته لېږدول شوي دي. د تېلو دغه تصفیه ځای چې د پلازمېنې جاکارتا د ختیځ په ۲۰۰ کیلومترۍ کې دی، د ورځې یو لک او ۲،۵۰۰۰ بېرله تېل تصفیه کوي.

هېواد: پاکستان په افغانستان کې د تپل شوې جګړې پای نه‌غواړي

Pa.azadiradio.com 

صبح کابل صبح کابل ورځپاڼې لیکلي، له بهرنیو څخه کورنیو ځواکونو ته د واک د لېږد پر مهال د سیمه‌ییزو پولیسو جوړول د افغان حکومت مهمه ستراتېژي وه چې دا مهال‌یې ګڼې اندېښنې راپورته کړي او د دې وېره شته چې دغه سیمه‌ییز پولیس به د کورنۍ جګړې لامل شي.  وړاندې راغلي، که څه هم اړوند دولتي چارواکي د ملېشو یا اربکیو ځواکونو جوړول د سیمې د امنیت خوندیتوب او د افغان ځواکونو پیاوړتیا بولي، خو سیمه‌ییز خلک د دغو ځواکونو له شتون څخه شکایت لري. د لیکوال په وینا چې د افغانستان په نا امنیو کې خپله د حکومت ناکامې... Читать дальше...

بلېنکن د ملګرو ملتونو له چارواکو سره د همکارۍ پر بیا پیل خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن د ملګرو ملتونو له چارواکو سره له نړیوالو ادارو سره د امریکا د همکارۍ د بیا پیل پر موضوع خبرې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، بلېنکن به په انلاین ډول په دې غونډو کې د نړۍ له لویو چلنجونو سره د مقابلې لپاره د څو اړخیز سیستم له لارې کار کولو ته د امریکا پر تعهد ټینګار وکړي. د اعلامیې له مخې د بهرنیو چارو وزیر به د پاریس له تړون او د روغتیا له نړیوال سازمان سره بېرته د یوځای کېدو ترڅنګ د ملګرو ملتونو په... Читать дальше...

انګلستان کې د کرونا له کبله د لګول شویو بندیزونو کمولو دوهم پړاو عملي کېږي

Pa.azadiradio.com 

په انګلستان کې نن دوشنبه د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو بندیزونو کمولو دوهم پړاو عملي کېږي. د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون بیا هم له خلکو د احتیاط غوښتنه کړې او ویلي یې دي، د اروپا په نورو برخو کې د دغه ویروس د مثبتو پېښو زیاتوالی او د ویروس نوې بڼه لا هم یو ګواښ ګڼل کېږي. په انګلستان کې پر کور د پاتې کېدو امر په داسې حال کې نرمېږي چې بهر تر شپږو کسانو او په کورونو کې دننه تر دوو زیات کسان نه‌شي سره یوځای کېدای. دا تازه مقررات به د سپورټ اماتور ټیمونو ته زمینه برابره کړي چې د تېنس، ګولف... Читать дальше...

د افغانستان دفاع وزارت: ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو مسؤل ونیول شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د استخباراتي مسؤل د نیول کېدو ادعا وکړه.  دغه وزارت نن په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي چې د شفیق‌الله په نوم د طالبانو استخباراتي مسؤل په شېرزادو ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې له دوو نورو مشکوکو کسانو سره یوځای نیول شوی دی. د عملیاتو د دقیقې نېټې په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي. وسله‌والو طالبانو لا د دې موضوع په اړه رسماً څرګندونې نه‌دي کړي.

نشنل انټرسټ: افغانستان کې د قدرت شراکت د بایډن ادارې د نوې ستراتېژۍ محراق کې ده

Pa.azadiradio.com 

هېل هېل ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن پر تازه څرګندونو لیکنه خپره کړې چې له شکونو سره مخامخې شوې دي. جو بایډن تر ولسمشر کېدو وروسته تېره پنجشنبه په خپل لومړي خبري کنفرانس کې وویل چې له افغانستانه به خپل پوځیان وباسي، خو دا پوښتنه لا هم پر ځای پاتې ده، چې کله؟ هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې امریکايي ځواکونه به راتلونکی میلادي کال هم په افغانستان کې پاتې وي؟ وویل داسې فکر نه‌کوي. هېل ورځپاڼې لیکلي، تر دې مخکې هم دغه ډول څرګندونې... Читать дальше...



Москва

Наталья Которева презентовала новый трек «Как в сериале»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: в ТиНАО создадут новые управы районов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

Урганта и Смехова исключили из концерта памяти Окуджавы: Вдова барда извинилась - в том числе, за проведение события




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Строительные леса обрушились у здания спортшколы на Новочеремушкинской улице

Семьи из Подмосковья поборются за выход в финал конкурса «Это у нас семейное»

Инсайты, стратегии и нетворкинг для профессионалов: 21 июня пройдет ежегодный форум «Спорт и Бизнес»


Даниил Медведев

Медведев с трудом одолел 121-ю ракетку мира на турнире в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Как редакция PEOPLETALK готовится к лету



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России