بلخ کې ځینې ښځې: طالبان ښار کې له محرم پرته زموږ د حضور ممانعت کوي
په بلخ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ځینې ښځې وايي چې طالب جنګیالي یې په ښار کې له محرم پرته د حضور ممانعت کوي او ښځې نهپرېږدي چې له کوره دباندې ووځي. یوه له دغو ښځو معصومه د هغې ۲۳ کلنې نجلۍ مستعار نوم دی چې تر کابو یوې میاشتې دمخه هم د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ښځو د حقونو فعاله وه. هغه چې د یوې داخلي مؤسسې کارکوونکې وه، د کار ترسره کولو لپارهیې هره ورځ له بلخ ولسوالۍ تر مزار شریف ښار تګ راتګ کاوه. معصومه وايي چې اوسیې طالبان د کار کولو ممانعت کړی. هغې وویل: "د دغې ډلې غړي ښځو ته په تنهايي د تګ راتګ اجازه نهورکوي. Читать дальше...