Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2021

Новости за 05.07.2021

تاجکستان ته اوښتي افغان سرتېري: که نه‌وو اوښتي ښايي وژل شوي وی

Pa.azadiradio.com 

هغه افغان سرتېري او افسران چې تاجکستان ته اوښتي وايي، که چېرې تاجک چارواکو د وراوښتو اجازه نه‌وی ورکړی ښايي وژل شوي وی. تاجکستاني چارواکي وايي، په تېرو دوو ورځو کې له افغانستان څخه تر زرو زیات افغان سرتېرو پناه وروړې ده. محمد ظاهر د بدخشان په خواهان ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو له مسؤلینو څخه دی. نوموړی د هغو ۱۰۰ څخه د زیاتو سرتېرو په ډله کې دی چې سیمه‌یې د طالبانو له‌خوا نیول شوې او دوی د یکشنبې په ورځ د تاجکستان د شمس‌الدین شاهین سیمې ته په شا شوي دي. دوی خپلې وسلې تاجک چارواکو ته سپارلې دي... Читать дальше...

اوچا: تر اوسه په افغانستان کې ۱۲۰ زره کسان په 'کووېډ-۱۹' اخته شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د کرونا وضعیت ارزولی دی. دغه دفتر په خپل راپور کې چې د جولای په لومړۍ نېټه خپور شو ویلي، د کرونا ویروس له خپرېدو څخه تر اوسه په افغانستان کې ۱۲۰ زره کسان په 'کووېډ-۱۹' اخته شوي چې ۷۱ زره ترې رغېدلي دي. همدارنګه په وروستیو دوو اوونیو کې د ۲۳ زره ۶۸۵ کسانو ټسټونه مثبت ارزول شوي دي. د دغه دفتر د راپور له مخې، په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د ازمایښت ۳۰ مرکزونه فعال دي چې په یوه ورځ کې د ۸،۵۰۰ ټسټونو د کولو ظرفیت لري، خو د روغتیا... Читать дальше...

د افغانستان ملي امنیت ریاست د برېښنا پایو د الوزولو په تور یوه ډله ونیوله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د هغې ډلې د مشر او درېیو غړو د نیولو خبر ورکوي چې د دې ادارې په وینا د برېښنا ستنې یې الوزولې. دې ادارې په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي، دا کسان د داعش ډلې غړي دي چې په پروان ولایت کې د ملي امنیت د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي. خبرپاڼه زیاتوي، له دې کسانو څخه داسې مهمات هم ترلاسه شوي دي چې په ترورېستي فعالیتونو کې کار ترې اخیستل کېږي. په وروستیو څو اوونیو کې د برېښنا له ۳۰ زیاتې ستنې، تر ډېره په شمالي ولایاتو کې الوزول شوې دي چې کابل او نورو ولایتونو ته‌یې... Читать дальше...



د پېښور خبریالانو د پنجاب یوه قانون ضد احتجاج کړی

Mashaalradio.com 

د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د خبریالانو اتحادیو د پنجاب اسمبلۍ د یوه قانون ضد مظاهرې کړي. دا احتجاجونه د جولای پر پینځمه د خبریالانو د فېډرالي ټولنې (پي اېف یو جې) په غوښتنه شوي. خبریالان وايي، د جولای پر لومړۍ په پنجاب اسمبلۍ کې منظور شوې قانوني مسوده د بیان ازادي ګواښي. په مسوده کې د هغو خبريالانو لپاره د سزاګانو وړاندیز شوی چې تر رسمي اعلاميو مخکې د اسمبلۍ او د هغې د کمېټيو د کارروايانو رپورټونه خپروي. خو په اسمبلۍ کې د پيپلز ګوند يو غړي مخدوم محمد عثمان، چې دا مسوده یې وړاندې کړې وه، مشال... Читать дальше...

شمالي وزیرستان کې د وسله‌والو برید کې درې پاکستاني سرتېري ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

په شمالي وزیرستان کې د وسله‌والو په برید کې درې پاکستاني سرتېري مړه او درې نور ټپیان شوي دي.  یوه جګپوړي امنیتي چارواکي چې نه‌غواړي هویت‌یې افشا شي ځکه له رسنیو سره د خبرو اجازه‌یې نه‌لرله د ازادي راډیو ته وویل دې سرتېرو ته په سپین وام سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې د نامعلومو وسله‌والو په برید کې مرګ‌ژوبله واوښته.  د دې برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه‌ده منلې، خو د برید کوونکو د موندلو لپاره د پوځ عملیات پیل شوي.  په سپین وام کې د جون په ۲۰مه نېټه هم یو سرتېری وژل شوی و او د جون په ۳۰مه په جنوبي... Читать дальше...

بایډن: استخباراتي ادارې دې امریکا کې د تازه سایبري برید په اړه تحقیقات وکړي

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر جو بایډن استخباراتي ادارو ته دنده سپارلې ده چې د باج اخیستو په هدف د پراخ سایبري برید په اړه تحقیقات وکړي. په فلوریډا ایالت کې پر کاسیا نومي شرکت د دې برید د پراخوالي کچه لاهم نه‌ده معلومه، خو د سایبري امنیت کارپوهان وايي دا د یوې روسي ژبې ډلې کار دی.  په همدې حال کې ځینو نورو شرکتونو هم ویلي دي چې د دوی پر سیستمونو برید شوی دی. امریکايي رسنیو پرون د کارپوهانو له قوله راپور ورکړ چې د جولای په دوهمه د امریکا د خپلواکۍ د کلیزې په درشل کې د دې برید له کبله زرګونه کسان په لږترلږه ۱۷ هېوادونو کې زیانمن شوي دي. Читать дальше...

محب: افغان ځواکونه شمال کې د له لاسه تللو سیمو د نیولو پلان لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي افغان دولتي ځواکونه د هېواد په شمال کې د له لاسه تللو سیمو د نیولو لپاره د عملیاتو پلان لري. ښاغلي محب چې له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته تللی، نن «RIA» خبري اژانس ته په یو مرکه کې وویل چې افغان ځواکونو د طالبانو د دې حملو اټکل نه‌کاوه، خو هغه ټینګار وکړ چې افغان ځواکونه به په قاطعیت سره دې حملو ته ځواب ورکړي.

چارواکي: طالبانو د سلما بند د یوې پوستې ۱۶ سرتېري وژلي

Pa.azadiradio.com 

د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې د ملي اردو ۱۶ سرتېري له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.  په دې ولسوالۍ کې د سلما بند د کنډک قوماندان الله محمد اندړ ازادي راډیو ته وویل، دا سرتېري سلما بند ته نږدې د غزې په نوم پر یوه پوسته د سلګونه طالب جنګیالیو د تېرې شپې په برید کې ووژل شول. هغه زیاته کړه چې د غزې پوسته هم طالبانو نیولې ده.  ښاغلی اندړ وايي چې بند په شاوخوا کې د ایرانيانو په ګډون سلګونه وسله‌وال راټول شوي او غواړي پر امنیتي پوستو حملو ته زور ورکړي. ښاغلی اندړ زیاتوي: "دښمنان غواړي دې بند ته زیان ورسوي، خو موږ ځواب ورکړی دی. Читать дальше...



د افغانستان ولسوالیو پرله‌پسې سقوط؛ ولسي جرګه دا لړۍ د پوښتنې وړ بولي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې عمومي بحث تر ډېره په وروستیو نا امنيو ته ورټول و. د دغې جرګې یو شمېر غړي په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسوالیو پرله‌پسې سقوط اندېښمن کړي او د پوښتنې وړ یې ګڼي. دوی د دوشنبې ورځې «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۴» په عمومي غونډه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون ته په اشارې سره وویل، له افغانستانه د امریکا وتل غیر مسؤلانه دی. د ولسي جرګې غړی امرالله مرادي وايي: "که ولایتونه او ولسوالۍ سقوط کېږي او د دې سقوط په ترڅ کې طالبان مهمات او زرهي ټانکونه ترلاسه کوي دا سبا... Читать дальше...

علي وزير: له ما د بښنې غوښتنه کول غیر اییني دي

Mashaalradio.com 

د علي وزير د خط په غبرګون کې پوځ او حکومت لا څه نه دي ویلي. د جولای پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه او استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال فیض حمید او نورو پوځي چارواکو

پاکستان جمهوري غورځنګ وايي د حکومت ضد نوې تګلاره جوړوي

Mashaalradio.com 

پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) ویلي دي چې ژر د حکومت پر وړاندې نوې تګلاره جوړوي او پرځوي یې. د اپوزیشن د یو شمېر ګوندونو د غورځنګ مشرانو د جولای پر څلورمه په سوات کې جلسې ته وویل چې د عمران خان په مشرۍ حکومت غیر جمهوري دی او اقتصادي تګلاره یې ناکامه ده. د پاکستان انتخاباتي کمېشن په بیا بیا ویلي دي چې په ۲۰۱۸ز کال کې شوي انتخابات راڼه او منصفانه ول چې له لارې یې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند اېتلافي حکومت په جمهوري ډول واکمن شو. د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان په سوات کې د پاکستان... Читать дальше...

د اروپايي ملتونو د ۲۰۲۰ کال د فوټبال جام نیمه پایلوبې سبا پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده چې د اروپايي ملتونو د ۲۰۲۰ کال د فوټبال جام نیمه پایلوبې سبا د چنګاښ په ۱۵مه نېټه پیل شي.  ایټالیا او اسپانیا د کابل په وخت سبا شپه په ۱۱:۳۰ بجو سره مخامخ کېږي او د چهارشنبې په ورځ انګلستان او ډنمارک د شپې په ۱۱:۳۰ بجو لوبه کوي.  د دې جام فاینل لوبه به د یکشنبې په ورځ وي.  د اروپايي ملتونو د ۲۰۲۰ کال جام د کرونا وبا له کبله ځنډېدلی و.

د ایران د اټمي برېښنا د تولید یوازنۍ بټۍ 'بوشهر' یو ځل بیا فعاله شوه

Pa.azadiradio.com 

د ایران د اټمي برېښنا د تولید یوازنۍ بټۍ شاوخوا دوه اوونۍ وروسته له دې چې په بېړني ډول بنده شوه، یو ځل بیا فعاله شوې ده.  د بوشهر د اټمي بټۍ مشر دا خبر نن دوشنبه د دولتي رسنیو له لارې ورکړ. ایسنا خبري اژانس د محمود جعفري له قوله خبر ورکړی چې نوموړی وايي، هغه تخنیکي عارضه چې له کبله‌یې بټۍ او د هغې زر مېګاواټه رېکټر غیر فعال شوي وو، لیرې شوې او ورسره د برېښنا تولید بیا پیل شوی دی.  جعفري چې په عین حال کې د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې مرستیال مشر هم دی، وویل چې د برېښنا جریان پرون یکشنبه وصل شو. Читать дальше...

افغانستان کې د حملو زیاتوالی؛ ۱،۱۳۱ افغان پوځیان له ګډ سرحد څخه تاجکستان ته وراوښتي

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان پوځي چارواکي وايي، په تېرو دوو ورځو کې ۱،۱۳۱ افغان پوځیان له ګډ سرحد څخه دې هېواد ته تښتېدلي دي.  د تاجکستان سرحدي ګارډ نن وویل چې ۱،۰۳۷ افغان پوځیان تېره شپه او د یکشنبې په ورځ ۹۴ نور سرتېري د افغانستان له سرحد څخه دې هېواد ته تښتېدلي دي.  د تاجکستان د دولتي چارواکو په وینا په تېرو دوو اوونیو کې نږدې ۱،۶۰۰ افغان سرتېري دې هېواد ته اوښتي دي. دا په داسې حال کې ده چې د تاجکستان پر پوله پروت بدخشان ولایت کې په تېرو درېیو ورځو کې له ۲۰ زیاتې ولسوالۍ طالبانو ونیولې.  ویل کېږي چې ډېری... Читать дальше...

امریکایانو سږکال د خپلواکۍ ورځ په پرېډونو او اورلوبو ولمانځله

Pa.azadiradio.com 

امریکایانو سږکال د جولای ۴مه، د دې هېواد د خپلواکۍ ورځ په پرېډونو او اورلوبو ولمانځله. د خپلواکۍ د ورځې سږنۍ لمانځنې د تېر کال سره څرګند توپیر درلود، ځکه هغه وخت د 'کووېډ-۱۹' د محدودیتونو له کبله ډېر مراسم لغوه شوي وو. تر یو کال د زیاتې مودې ټولنیز واټن، د کاروبارونو له تړل کېدو، ټول‌بندۍ او د کرونا وبا له کبله د نورو لګېدلو بندیزونه وروسته، امریکایانو سږ کال دا فرصت ترلاسه کړی و چې د جولای ۴مه، د دې هېواد د خپلواکۍ ورځ له خپلو دوستانو او کورنیو سره ولمانځي. که څه هم د امریکا متحده ایالات د... Читать дальше...

کابل کې د امریکا سفارت اعلان: افغانستان کې د خپل سفارت د تړلو هېڅ پلان نه‌لرو

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا سفارت وايي، افغانستان کې د بېړني حالت پر مهال د خپل سفارت د تړلو هېڅ پلان نه‌لري. دې سفارت ویلي، کابل کې یې دروازې پرانیستې دي او همداسې به پرانیستې پاتې شي. کابل کې د امریکا سفارت ازادي راډیو ته رالېږلي برښنا لیک کې لیکلي "د جمهور رئیس بایډن د لارښوونې پر بنسټ، موږ په کابل کې د خپل فعال ډیپلوماتیک حضور او له افغانانو او حکومت سره د لا زیات کار کولو په هدف پاتې کېږو. موږ د خپل سفارت د تړلو لپاره هېڅ پروګرام نه‌لرو." دا سفارت ټینګار کوي چې د خپلو خلکو او کارونو لپاره د احتمالي... Читать дальше...

د امریکايي ولس ژوند نور د کورونا ناروغۍ په قبضه کې نه دی: بایډن

Mashaalradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، که څه هم کورونا وایرس لا په پوره توګه نه دی قابو شوی خو د امریکايي ولس ژوند نور د دې ناروغۍ په قبضه کې نه دی. نوموړي ویلي چې امریکایان دې د کورونا واکسین په لګولو سره خپله وطنپالنه وښيي. ولسمشر جو بایډن دا څرګندونې د جولای پر څلورمه په سپینه ماڼۍ کې د خپلواکۍ ورځې جشن ته وربلل شویو د صحت څانګې تر یو زر زیاتو کارکوونکو ته په وینا کې کړې دي. ولسمشر بایډن ویلي چې امریکا تر بل هر وخت اوس دې ته زیاته نژدې شوې ده چې د کورونا له وژونکې وایرسه ازادي اعلان کړي. دا په... Читать дальше...

د ګرمۍ زیاتېدو له وجې خلکو سیندونو کې لمبلو ته مخه کړې

Mashaalradio.com 

له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د پاکستان په مختلفو برخو کې ګرمي زیاته شوې او د خیبر پښتونخوا په ځینو ښارونو کې خو د تودوخي درجه تر ۴۷ سینټیګرېډه رسېدلې. په ګرمۍ کې د برېښنا استعمال هم لوړ شوی چې له کبله یې حکومت د بجلۍ پارچاو یا لوډشېډېنګ ته اړ شوی. همدا لامل دی چې د پېښور او شاوخوا ښارونو اوسېدونکي په خوړونو، نهرونو او سیندونو کې لامبي خو چارواکي دا خطرناکه کار بولي. د چارسدې انتظامیې په نهرونو او سیند کې پر لمبلو بندیز لګولی. ویډیويي رپورټ.


Музыкальные новости
Анастасия Волочкова

Волочкова: Загитова терпит нападки за красоту и прямоту





Rss.plus
Cadillac

Cadillac насмерть сбил пенсионерку в центре Москвы




Сдвоенные «Ласточки» будут ходить между Москвой и Нижним Новгородом в мае

Современная идиллия в Театре Сатиры

Российские кайтсерферы прошли от Багам до Кубы ...

Фестиваль духовной музыки «Светоч» в Мончегорске: участие ансамбля «Благовест» и певчих Свято-Вознесенского кафедрального Собора




قبرس کې له تېرې شنبې لګېدلي اور لږترلږه څلور کسان مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د قبرس په جنوب کې له تېرې شنبې لګېدلي اور لږترلږه څلور کسان مړه کړي او په لسګونه کورونه، بڼونه او د نښترو ځنګلونه ویجاړ کړي دي. اور وژونکي پرون وتوانېدل چې د اور ډېره برخه کنټرول کړي. دغه اور لومړی په اراکاپاس کلي کې تېره شنبه پیل شو چې د تندو بادونو له کبله په چټکۍ شااوخوا سیمو ته خپور شو. لږترلږه له اتو غرنیو کلیو خلک نورو ځایونو ته وتلي دي. د قبرس د کورنیو چارو وزیر نیکوس نَوریس (Nicos Nouris) ویلي، د څلورو کسانو مړي د اودو په نوم کلي کې موندل شوي دي.

کابل کې د امریکا سفارت: دغه سفارت نه‌دی تړل شوی او پرانیستی وي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت وايي، دغه سفارت نه‌دی تړل شوی او پرانیستی به پاتې وي. سفارت پرون ناوخته په یو لړ ټویټونو کې ویلي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن له سپارښتنې سره سم به دغه سفارت په کابل کې قوي ډیپلوماتیک حضور لري.  تر دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې د امریکا سفارت ښايي د لنډ وخت لپاره وتړل شي. خو سفارت ویلي، دوی د تړل کېدو پلان نه‌لري.

پاکستان په لاهور کې وروستۍ موټربم چاودنه د 'هند کار' وباله

Pa.azadiradio.com 

پاکستان وایي، په لاهور کې د جون میاشتې په چاودنه کې د هند لاس و. د اسوشیټډ خبري اژانس د راپور پر بنسټ، پر هند دغه تور د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ولګاوه او ویې‌ویل چې د دغې خونړۍ موټربم چاودنې په اړه څېړنو کې معلومه شوې چې د دې حملې اصلي طراح د هند د استخباراتو ادارې یو کارکوونکی دی. معید یوسف پرون یکشنبې په اسلام‌اباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې تحقیقاتو ښودلې چې دغه سړی د هند تبعه دی، هغه هېواد کې اوسي او د هند د استخباراتو ادارې راو (RAW) سره کار کوي. نوموړي د دې حملې د مشکوک طراح نوم ونه‌ښود. Читать дальше...

هشت صبح: پاکستان کې د دیني مدرسو په پیل سره به افغانستان کې د جګړې لیکې سړې شي

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په بېړه وتلو او د حکومت له لوري د یو منظم پلان په نشتوالي نیوکه کړې ده.  وړاندې راغلي، د چارواکو له دریځونو او د جګړې په ډګر کې له واقعیتونو ښکاري چې حکومت له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره چمتووالی نه‌درلود او همدا لامل دی چې دا مهال ولسوالۍ سقوط کوي.  لیکوال همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین میرویس ناب وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې چې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال  مظفر حسین‌زاده ته ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو... Читать дальше...

ګارډین: له بګرام په وتلو سره افغانستان کې د امریکا نظامي حضور واقعاً پای ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

ګارډین ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې سولې او جګړې ته پام کړی دی. د مقالې په یوه برخه کې راغلي چې د جمعې په ورځ له بګرام هوایي اډې څخه د امریکایانو له وتلو سره په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور ته واقعاً د پای ټکی کېښودل شو. د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل نه‌دي بشپړ شوي او د روان کال د سپټمبر په ۱۱مه به دا بهیر بشپړ شي. د ګارډین ورځپاڼې د لیکوال په باور، هر څه چې وشي له لا زیاتو وژنو او غمونو څخه ډډه به ممکنه نه‌وي. په مقاله کې راغلي چې له افغانستانه... Читать дальше...

جو بایډن وايي کرونا ویروس نور د امریکايي وګړو پر ژوند کنټرول نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وايي، کرونا ویروس نور د امریکايي وګړو پر ژوند کنټرول نه‌لري. خو ولسمشر بایډن وویل، دغه ویروس لا هم ختم شوی نه‌دی او ده خلک وهڅول چې د هېوادپالنې حس د ښوولو لپاره دې واکسین وکړي. جو بایډن پرون د جولای پر څلورمه د امریکا د خپلواکۍ ورځې په مناسبت شااوخوا ۱،۰۰۰ روغتیايي کارکوونکي او نور کسان چې د ویروس په وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې وو، په سپینه ماڼۍ کې مېلمانه کړي وو. د امریکا ولسمشر زیاته کړه، دوی اوس‌مهال تر بل هر وخت د کرونا له وژونکي ویروس څخه د خپلواکۍ اخیستلو ته نږدې شوي دي. Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» УЛУЧШАЕТ ЗАКОНЫ, управляет патентами и улучшает командное планирование в целях учёта интереса всего народа.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Бутман и Агутин выступят на фестивале «Ангара-джаз» в Иркутске




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»


ATP

Теннисист Медведев потеряет место в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В Хакасии прошло заседание межрегиональной рабочей группы по реализации проекта «Чистый воздух»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России