د برما حکومتي ځواکونو پرضد جنګېدونکې یاغي اراکین ارمي (اې اې) یوه ویډیو خپره کړې چې پکې یې له مخالف لوري سره نښته او نیولي حکومتي سرتېري ښوولي. د اراکین پوځ ډلې ویاند له ازادې اسیا راډیو سره په خبرو کې دعوه کړې چې حکومتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې. خو حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي. تفصیل د ازادې اسیا په ویډیويي رپورټ کې.
افغانستان ته تللې استرالیایۍ خبریالې ویلي، د طالبانو استخباراتو په زور پرې د بخښنې غوښتلو ټویټونه کړي دي.
لین او ډانیل چې له افغانستانه وتلې په یوه تازه ټویټ کې ویلي، د طالبانو استخباراتو ورته وویل چې یابه د خپلو راپورونو په اړه بخښنه غواړي یا به زندان ته ځي.
د دغې ازادې خبریالې په نوي ټویټ کې راغلي، طالبانو په زور داسې ویډیو هم ترې اخیستې چې دې په کې ویلي، کوم فشار لاندې نه ده.
لیني او دانېل پرون په یوه ټویټ کې ولیکل: "د هغو درې یا څلورو راپورونو په اړه چې د کم عمره نجونو د په زوره ودولو او... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي ، دوی د افغانستان بانک د ۳،۵ میلیارده ډالرو شتمنیو په تړاو د اندېښنو د لرې کولو لپاره کار کوي.
وروسته له هغه چې ځېنو امریکایي چارواکو د افغانستان بانک له درې نیم میلیارده ګنګل شویو پیسو نه ګټې اخیستنې ته د زمینې برابرولو د هڅو خبر ورکړ، اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د استفادې په اړه یې د اندېښنو په لرې کولو کار کوي.
د دې وزارت ویاند نډپرایس تازه په یوه خبري غونډه کې رسنیو ته ویلي دي ، چې په دې اړه بحث روان دی.
پرایس وویل: "بحث لا روان دی موږ هڅه... Читать дальше...
د فېسبوک ادارې د طالبانو حکومت پورې اړوند د ملي راډیو تلوېزیون فېسبوک پاڼې تړلي دي.
د طالبانو د حکومت د ملي راډیو تلوېزیون رییس احمد الله وثیق پر خپل ټویټر دا خبر تاييد کړی او لیکلي دي، چې په دې ادارې پورې اړوند پښتو او درې فېسبوک پاڼې د فېسبوک ادارې له لوري تړل شوي دي.
وثیق دا هم ویلي، چې د دوی اداره دمګړی د نویو فېسبوک پاڼو د فعالولو اراده نه لري او د ملي تلوېزیون په نوم جوړې شوې ټولې پاڼې جعلي دي.
په ملي تلوېزیون کې یو شمېر سرچینو ازادي راډيو ته وویل، چې د دوی د تخنیکي برخې مسوولینو تر دې... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو عمومي جرګې په ۲۰۲۱ز کال کې یو پرېکړه لیک منظور کړ چې ورسره سم، د جولای ۲۰مه د سپوږمۍ نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه. انسان له لمر او سپوږمۍ سره خورا پخوانۍ رشته لري. انسانان اکثر د څوارلسمې سپوږمۍ ننداره کوي او ښایسته یې بولي. په پخوا وختونو کې به خلکو او کاروانونو شپې مهال د سپوږمۍ په رڼا کې خپلو سفرونو ته دوام ورکاوه. د سپوږمۍ نړیوالې ورځې په مناسبت دا رپورټ په سندره پیلېږي.
په شپږیزه کرکټ لیګ کې نن مس عینک لوبډلې بند امیر ته ماتې ورکړه او د سپین غر او کابل لوبډلو ترمنځ لوبه روانه ده.
د نن ورځې لومړۍ لوبه چې د کابل کرکټ په نړۍوال لوبغالي کې وشوه، مس عینک لوبډلې د بند امیر ټول لوبغاړي په ۵۰ منډو اوټ کړل.
د بند امیر یو توپوهونکي هم په نننۍ لوبه کې ونه ځلېد او دې لوبډلې د کم منډو ریکارډ په خپل نوم کړ.
مس عینک لوبډلې د لوبې په اتم اور کې د بند امیر د ۵۰ منډو هدف د ۴ لوبغاړو په اوټ کېدو سره پوره کړ او د مس عینک لوبغاړي میرحمزه چې د بند امیر ۴ لوبغاړي یې اوټ کړي وو، د لوبې غوره لوبغاړی شو. Читать дальше...
د افغانستان ۲۲ لوبغاړي به د اسلامي هېوادونو په ورزشي سیالیو کې ګډون وکړي.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې دا سیالۍ د راتلونکې اګست میاشتې په ۷مه نېټه د ترکیې په قونیې ښار کې پیلېږي.
د یادې ادارې په وینا د کراټې، غېږ نېونې، تکواندو، منډې، لامبو او د معلولانو (پاراالمپیک) ۲۲ افغان لوبغاړي به په دې سیالیو کې برخه واخلي.
د اسلامي هېوادونو لومړى پړاو سيالۍ په ١٣٨٥کال کې د سعودي عربستان په کوربه توب پیل شوې، چې افغان لوبغاړو تر دې مهاله په دې سیالیو کې ۷ د برونزو مډالونه ګټلي دي.
د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت وایي، له پاکستاني پلاوي سره خبرو کې د سوداګرۍ او ټرانسپورټ مسایلو کې مهمې پرېکړې شوي دي.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ډبرو سکرو بیه به په خپل حال پاتې کېږي او وارداتو او صادراتو په چارو کې به متقابلې اسانتیاوې رامنځته کېږي.
په اعلامیه کې راغلي، د ټرانزیټ په برخه کې داسې پرېکړه شوې، چې د افغانستان لارۍ به په ازاد ډول د پاکستان ټولو سیمو ته ځي او د تېر په څېر به په کوټه یا پېښور کې ته تخلیه کېږي.
وزارت ډاډ ورکړی، چې دوی د پاکستان له لارې په ازاد ډول د هند واګې بندر ته هم صادرات رسولی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انسانانو د قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کې افغانستان یو له هغو هېوادونو ګڼلی، چې په ځانګړي ډول واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، له دې پدیدې سره د مبارزې توان نهلري.
بنفشه د هرات اوسېدونکې ده.
هغې پنځه میاشتې مخکې جرمنې ته د رسېدو په خاطر د ایران او بیا د ترکیې له لارې د قاچاقي سفر لاره خپله کړه، خو موخې ته له رسېدو وړاندې د ایران او ترکیې په پوله د ترکي د پولیسو لهخوا ونیول شوه.
بنفشې سره دې سفر کې د نوموړې مېړه، دوه زامن او ورور مله وو.
بنفشه وايي، څلور... Читать дальше...
د جولای پر ۱۹مه په خپور شوي رپورټ کې راغلي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د ایمن الظواهري "هوساینه ډېره" شوې او د القاعده شبکې له نورو غړو سره یې اړیکې پیاوړې شوي.
د طالبانو حکومت وایي، چې استخباراتي ځواکونو یې کابل کې د دوی په ټکو د خوارجو یو مهم پټنځای له منځه وړی دی.
طالبانو نن په یوه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته یې لېږلې ویلي، پر دغه پټنځای د کابل په ۳۱۵ فامیلیو سیمه کې عملیات شوي دي.
دوی ادعا کړې، چې د عملیاتو پر مهال دوه تنه وژل شوي او درې تنه بهرني اتباع له وسلو سره نیول شوي دي.
طالبان د خوارجو صفت د داعش یا اسلامي دولت ډلې وسله والو ته کاروي.
د طالبانو د اعلامیې په پای کې راغلي: "له دغه پټنځایه د خراسان غږ مجلې د تاجکي ژبې برخې نشریات تنظیمېدل او... Читать дальше...
د جولای پر ۱۷مه نېټه په پنجاب کې د ضمني ټاکنو نتیجو د پاکستان سياست لړزولی او د دې د اوږدمهاله اغېز په اړه نوی بحث پیل شوی دی. پر ۲۰ څوکيو شويو ټاکنو کې ۱۵ تحريک انصاف او څلور مسلم ليګ نواز ګټلې دي چې ورسره په پنجاب اسمبلۍ کې د غړو د شمېر له پلوه د تحريک انصاف او اتحاديانو تله درنه شوې ده. پوښتنه دا ده چې د پنجاب د ضمني انتخاباتو پايلو په اېتلافي حکومت کې شامل ګوندونه له کومو ننګونو سره مخامخ کړي دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
په اېتلافي حکومت کې د شاملو ګوندونو د مشرانو دا غونډه تر هغې وروسته شوې چې د جولای پر ۱۷مه د پنجاب صوبايي اسمبلۍ لپاره په ضمني انتخاباتو کې پاکستان تحریک انصاف ګوند له ۲۰ څوکیو څخه ۱۵ وګټلې.
د مخکیني حکومت په ولسي جرګه کې د هلمند د استازي عبدالودود پوپل کورنۍ وايي د نوموړی د طالبانو له زندانه راخوشې شوی دی.
د ښاغلي پوپل زوی عبدالغفور پوپل ازادي راډیو ته وویل چې پلار يې نن سهار په هلمند کې د طالبانو امنیتي بنسټونو له لوري نیول شوی وو چې اوس مهال په ضمانت راخوشې شوی دی.
نوموړی وايي په پلار يې یو کس د پیسو دعوه کړې وه او د همدغه قضیې لپاره طالبانو بیولی وو.
دی وايي دعوه کوونکي ادعا کوله چې لس کاله وړاندې ترې د دوی په نوم یو بل درېیمګړي کس پیسې اخیستي دي.
د مخکیني حکومت په ولسي جرګه... Читать дальше...
د طالبانو حکومت وايي، د "شریعت په چوکاټ" کې ښځو ته د کار اجازه ورکوي خو په دې اړه نور وضاحت نه کوي او همداراز دریځ لري چې یو کمېسیون تر شپږم ټولګي پورته د نجونو تعلیم په اړه د تګلارې پر جوړولو کار کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د طالبانو د سرپرست حکومت غړیو د اګست له پنځلسمې د جون تر پنځلسمې نېټې پوري د پخواني حکومت لږ تر لږه ۱۶۰ چارواکي وژلي او په دې کار سره یې هغه عفوه په دوامداره توګه نه ده عملي کړې چې دوی اعلان کړې وه.
دا راپور چې نن د جولای په شلمه خپور شو پهکې راغلي، په تېرو لسو میاشتو کې له هغه راهیسې چې طالبان په افغانستان کې یو ځل بیا واک ته ورسېدل، پرته له محاکمې وژنو، د ملکیانو د خوندیتوب،... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو یو نوی راپور چې پرون خپور شو ښېي چې د القاعده شبکې مشر ایمنالظواهري ژوندی دی او دا ډله لا هم له طالبانو سره نږدې او پیاوړې اړیکي لري.
په دې راپور کې راغلي، په افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د ایمن الظواهري هوساینه ډېره او د القاعده شبکې له نورو غړوسره یې اړیکې پیاوړې شوي.
القاعده؛ یو ځل بیا د نړۍ د ترهګریزو شبکو تر ټولو په ګواښوونکې ډله بدله شوې.
هغه اطلاعات چې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو شریک او دې سازمان پرون په یوه نوي راپور کې خپاره کړي، ښېي چې له طالبانو سره د القاعده شبکې اتحاد لا هم پیاوړی دی. Читать дальше...
د طالبانو حکومت یو پلاوی ټاکلی چې د کمال خان او بخش اباد بندونو د کارونو ارزونه وکړي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، چې د اوبو او برېښنا وزارت د سرپرست په مشرۍ دې پلاوي ته دنده سپارل شوې ده چې د کمال خان او بخش اباد بندونو چارې له نېږدې و ارزوي او راپورونه یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
ښاغلي مجاهد ویلي، د دې پلاوي له ټاکلو یې هدف دا دی چې د دواړو بندونو پاتې کارونه تکمیل شي.
د یادونې ده، چې کمال خان بند د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني په وخت کې پرانیستل شو او ایران ته تلونکې اوبه یې ر اوګرځول شوې.
د طالبانو حکومت د چارو اداره وايي، یوه چینايي خصوصي شرکت د افغانستان د کانونو د معیاري استخراج لپاره تياری ښودلی.
یادې ادارې پر خپه وېبپاڼه لیکلي، چې د وان یس تایناز په نوم د چینايي شرکت مشر جانګ باو مبنګ د طالبانو حکومت د چارو ادارې د دولتي چارو د انسجام له مرستیال مولوي نورالحق انور سره په لیدنه کې ویلي، تیار دي، چې په لوړه بیه د افغانستان کانونه استخراج کړي.
د یاد چینايي شرکت مشر ویلي، فني اشخاص او وسایل لري، چې کولی شي په باکیفیته ډول د افغانستان کانونه استخراج کړي.
د طالبانو حکومت د چارو... Читать дальше...
په یمن کې دوه خویندې چې د کرنې او مالدارۍ له پوهنځي فارغې شوې دي، د کور پر بام یې د چرګانو، بزو او مېږو فارم جوړ کړی دی. دوی خپل کاروبار له یو څو چرګانو او بزو پیل کړ چې اوس یې پراخه کړی دی. دوی شیدې، ماسته او نور شیان جوړوي او خرڅوي یې. دواړه خویندې وايي، په جنګ ځپلي هېواد کې یې په بېکارۍ کې د ژوند تېرولو پر ځای کاروبار پیلولو ته توجه ورکړه. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د امریکا ولسمشر او لومړۍ مېرمنې پرون د اوکراین لومړۍ مېرمنې ته په سپینه ماڼۍ کې هرکلی ووایه.
جیل بایډن او اولېنا زیلینسکا له سپینې ماڼۍ بهر روغبړ وکړ او په یوه تور رنګ جیپ کې سپینې ماڼۍ ته ولاړل.
د سپینې ماڼۍ چارواکو په اوکراین کې له رواني ناروغانو سره د امریکا د مرستو په اړه مېرمن زیلنسکا ته معلومات ورکړل.
د اوکراین ولسمشر ویلي دي چې متحدو ایالاتو ته د خپلې مېرمنې له سفر څخه د پام وړ نتایجو تمه لري.
د امریکا ولسمشر جوبایډن هغه اجرايي فرمان لاسلیک کړ چې په نورو هېوادو کې په غیرقانوني ډول د امریکايي وګړو د نیولو او هغو ته سزا ورکولو مخه نیسي.
د دې فرمان تر توشېح کېدو مخکې یوه جګپوړي امریکايي چارواکي په ټليفوني خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل دا فرمان د متحدو ایالتونو دولتي ادارو ته صلاحیت ورکوي چې پر هغوی چې امریکايان په غیرقانوني ډول نیسي، بندیزونه ولګوي او نور تدابیر ونیسي.
دا اقدام په روسیه کې د څو امریکايي وګړو له نیول کېدو وروسته کېږي.
په دې ډله کې د امریکا د باسکټبال نامتو لوبغاړې... Читать дальше...
طالبانو په ارزګان ولایت کې نیول شوی خبریال شمس الله شمس له څه باندې یوې اونۍ بند وروسته پرون خوشې کړ.
په ارزګان کې د افغان خبریالانو د کمېټې مشر لطیف ظاهري ازادۍ راډيو ته وویل چې ښاغلی شمس بېګا ناوخته ازاد شو.
ښاغلي ظاهري له طالبانو غوښتنه وکړه چې د خبریالانو د ګواښلو پر ځای دې له هغوی سره همکاري وکړي.
نوموړي وويل: "زموږ غوښتنه له اسلامي امارت څخه دا ده چې له خبریالانو سره مرسته وکړي څو د ټولنې ستونزو ته انعکاس ورکړي. ددې پر ځای چې اسلامي امارت خبریالانو ته ګواښونه رامنځ ته کړي یا په بېلابېلو... Читать дальше...
سپینه ماڼۍ وایي، روسیه هڅه کوي چې د اوکراین ډېره ځمکه له خپلې خاورې سره یوځای کړي او په هغو سیمو کې چې روسیي ځواکونو لاندې کړې دي هلته خپل لاسپوڅي مشران وګماري.
د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي پرون په سپینه ماڼۍ کې خبرې غونډې ته وویل چې روسیه همدا راز دې ته تیاری نیسي چې روبل په زوره په خلکو ومني او خلک په زوره هڅوي چې روسي تابعيت واخلي.
جان کربي زیاته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به واشنګټن له اوکراین سره د نورو وسلو د ورکړي اعلان وکړي.
د ډالرو په وړاندې د پاکستانۍ روپيو ارزښت په کمسارې ډول ښکته شوی دی.
پرون یو ډالر په بانک کې په دوه سوه څلرویشت پاکستاني روپیو تبادله شو، یوه ورځ مخکې تر دې یو ډالر دوه سوه پنځلس روپۍ کېده.
د پاکستاني روپۍ د ښکته کېدو علت په پاکستان کې سیاسي بې ثباتي یاده شوې ده چې د پنجاب ایالتي انتخاباتو دا بې ثباتي چټکه کړه.
په دې ایالت کې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف اپوزيسیون ګوند له شلو څوکیو پنځلس خپلې کړې.
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России