Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2022

Новости за 17.07.2022

پښتون ژغورنې غورځنګ په کوټه کې جرګه کړې ده

Mashaalradio.com 

د سيند پوليس وايي چې د جولای ۱۴مې مظاهرو او د خلکو مالونو ته د زيان رسولو په تړاو يې تر ۶۰ زيات کسان نيولي دي. اخوا په بلوچستان کې لېویز ځواک ویلي چې وسله والو په زیارت کې د پوځ یو کرنل تښتول او وژلي وو او په غبرګون کې یې چې دوی د لټون عملیات کول نو دوه مشکوک وسله وال یې ووژل.

یو شمېر افغانان: لا هم د بانکونو چارې عادي شوي نه دي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانان شکایت کوي، چې د طالبانو له واکمنۍ ۱۱ میاشتې تېرېږي خو لا هم د بانکونو چارې نه دي عادي شوي. د طالبانو له واکمنۍ ۱۱ میاشتې تېرېږي خو لا هم په افغانستان کې د بانکونو چارې نه دي عادي شوي او هره ورځ سلګونه کسان د بانکونو مخته کتار ولاړ وي چې خپلې پیسې واخلي. دوی وايي، د طالبانو د حکومت له لوري له ژمنو سره هم د بانکونو فعالیتونه د پخوا په څېر دي او دوی لا هماغسې د خپلو پیسو په اخیستلو کې له ستونزو سره مخ دي. د کابل اوسېدونکي عمران غني ازادي راډيو ته وویل، له څو ورځو راهیسې هڅه کوي،... Читать дальше...

طالبانو پر بدن جوړوونکو لوبغاړو بندیزونه لګولي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بدن جوړوونکو لوبغاړو ته امر کړی چې د نرۍ ملا نه تر ګونډو پورې دې ځان نه ښکاره کوي. بلخوا بدن جوړونکي وايي، که طالبان غواړي چې دا لوبه په افغانستان کې دوام وکړي نو دغه امر ته دې بيا کتنه وکړي ځکه چې د بدن جوړونې لوبې له نړیوالو اصولو سره سم لوبغاړي نه شي کولی، ځانونه هغسې پټ کړي لکه طالبان یې چې غوښتنه کوي خو طالبان وايي، دا کار د شریعت له مخې کوي. نور حال د اې پي خبري اژانس په دې ویډیويي راپور کې.



د مقاومت جبهې په پنجشېر او بغلان کې طالبانو ته د مرګژوبلې اړولو ادعا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو ضد ملي مقاومت جبهه ادعا کوي، چې په پنجشېر او بغلان ولایتونو کې یې له څو ورځو راهیسې د طالبانو حملې په شا تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده. د طالبانو د حکومت پر وړاندې د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې په خپلو نویو ادعاوو کې ویلي دي، چې د طالبانو له خوا ترسره شوي بریدونه یې په شا تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده. د دې جبهې ویاند صبغت الله احمدي ازادي راډيو ته وویل، چې لا هم د مقاومت د جبهې د ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده. احمدي وویل: "د ارزو په سیمه کې د دښمن د ځانګړو قطعاتو اوه تنه وژل شوي. Читать дальше...

په باميان، هرات او مزار کې د بډمنټون غوراوي سيالۍ پيلېږي

Pa.azadiradio.com 

په باميانو، هرات او مزار شریف ولايتونو کې د بډمنټون غوراوي سيالۍ پيلېږي. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه کې سره له دې چې د دغو سیالیو د پیل او دا چې څو لوبډلې به په کې ګډون ولري څه نه دي لیکلي، خو په وینا یې د دې سیالیو په ترسره کولو سره به ملي لوبډلې ته غوره استعدادونه لار ومومي. د دې ریاست د معلوماتو له مخې، په کابل کې ډېر لوبغاړي د بډمنټون په تمريناتو بوخت وو، چې د دغې برخې فدراسیون د هڅو په پایله کې وړ استعدادونو ته د کابل په غوراوي لوبو کې د ګډون بلنه ورکړل شوه. Читать дальше...

د افغانستان د ١٩کلنو کم عمره فوټبال لوبډلې د اسیا لوبو ته چمتوالی پیل کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ١٩کلنو د کم عمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلولۍ لپاره په چمتوالي بوخته ده. د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، ټاکل شوې چې د هېواد د ١٩کلنو ملي لوبډله د ٢٠٢٢ کال اګست میاشتې له ٣ څخه تر ١٣نېټې پورې د مرکزي اسيا اتلولۍ سيالو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته سفر وکړي. دغه فدراسیون که څه هم د سفر کره نېټه نه ده په ډاګه کړې خو افغانستان په دغو سياليو کې له ايران، تاجکستان، قرغزستان، ازبکستان او ترکمنستان سره لوبې کوي. د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ به د تاجکستان... Читать дальше...

د بنګله دیش پیاوړي توپ وهونکي تمیم اقبال له شل اوریزو لوبو استعفا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د بنګله دیش پیاوړي توپ وهونکي تمیم اقبال له شل اوریزو نړیوالو لوبو استعفا وکړه. د کرکټ نړېوالې شورا په خپل رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، چې اقبال له هغې وروسته استعفا ورکړه چې له هندوستان نه یې د پنځوس اوریزو لوبلړۍ ۳-۰ وګټله. له دې وړاندې تمیم اقبال هم په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي و، چې له هندوستان نه تر بریا وروسته له شل اوریزو نړیوالو لوبو استعفا کړې. اقبال په ۲۰۰۷ کال کې د بنګله دیش ملي لوبډلې ته راغی او په دومره موده کې یې یوازې په شل اوریزه فارمټ کې په ۷۴ لوبو کې ۱۷۰۱ منډې جوړې کړي.

افغان هنرمند "صفي الله ثبات" ومړ

Pa.azadiradio.com 

افغان سندر جوړونکی او موسیقي غږونکی صفي الله ثبات مړ شو. یو شمېر هنرمندانو او فرهنګ پالو د افغان سندر جوړونکي او موسیقي غږونکي صفي الله ثبات د مرګ خبر په ټولنیزو شبکو کې خپور کړی دی. ښاغلی ثبات د افغان مشهور سندرغاړي احمد ظاهر نېږدې ملګری و. که څه هم د نوموړي د وفات کره نېټه نه ده ښودل شوې خو یو شمېر هنرمندانو، فرهنګپالو او لیکوالو د نوموړي په مړینه د خواشینۍ پیغامونه خپاره کړي دي. هغوی د ښاغلي ثبات مړینه د افغانستان د هنر او موسیقي لپاره لویه ضاېع بللې ده. صفي الله ثبات د احمد ظاهر ۳ سندرې کمپوز کړې وې. Читать дальше...



سراج الدین حقاني: نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره مرستې بحال کړي

Mashaalradio.com 

د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او نړیوالې ټولنې دا او له افغانستان سره د مرستو موضوعات په هغه هېواد کې د ټولګډونه حکومت له جوړېدو او د بشري حقونو، په ځانګړي ډول، د ښځو حقونو له خوندیتوب سره تړلي دي.

رسنیز فعالان: طالبان دې د خبریالانو پر وړاندې دسیسې جوړول ودروي

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د طالبانو د حکومت له خوا د خبریال شمس الله شمس تر نیول کېدو وروسته یو شمېر خبریالان او د دوی ملاتړي بنسټونه وايي، چې د خبریالانو پر وړاندې دې د دسیسو جوړلو مخه ونیول شي. په ارزګان کې د خبریال شمس الله شمس نیولو غبرګونونه پارولي دي. د ارزګان ولایت لپاره د طالبانو حکومت د امینه قوماندانۍ ویاند اغا ولي قریشي ازادي راډيو ته ویلي، چې د سلام ارګان خصوصي راډیو دا خبریال، دوی د اخلاقي جرم په تور نیولی چې اوس په زندان کې دی. نوموړی، چې څلور ورځې وړاندې نیول شوی، کوم تور چې ورباندې دی، په اړه یې ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي. Читать дальше...

د ورکو بلوڅانو خپلوانو د سیند اسمبلۍ مخې ته د پرلت وهلو ګواښ کړی

Mashaalradio.com 

د جولای پر پینځمه د سيند د اطلاعاتو وزير شرجيل انعام مېمن او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې مشرانو په يو ګډه خبري غونډه کې ويلي ول چې په کراچۍ پوهنتون کې پر چينايي وګړو د ځانمرګي بريد يو مرسته کوونکی داد بخش يې نيولی دی.

پنجاب کې ضمني انتخابات روان دي

Mashaalradio.com 

په پنجاب کې د اسمبلۍ د ۲۰ څوکیو ډکولو لپاره ضمني انتخابات د جولای پر ۱۷مه سهار اته بجې پیل شول. انتخاباتي کمېشن وايي، د انتخاباتو امنیت لپاره نه یوازې سرتېري ځای پر ځای شوي بلکې د څارګرو کیمرو له لارې د ووټ اچولو د مرکزونو څارنه هم کېږي. شنونکي وايي، دا انتخابات د مسلم لیګ (ن) او تحریک انصاف لپاره خورا مهم دي. ویډیويي رپورټ.

روسیه په اوکراین کې د خپلو پوځي عملیاتو دوهم پړاو ته ځان چمتو کوي

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي وايي، روسیه په اوکراین کې د خپلو پوځي عملیاتو دوهم پړاو ته ځان چمتو کوي. د اوکراین پوځي چارواکو دا خبره داسې مهال وکړه، چې مسکو ویلي ځواکونه به یې په ټولو عملیاتي ساحو کې خپل پوځي عملیات شدید کړي. په وروستیو ورځو کې د روسیې د میزایلو او نورو توغندیو حملې د اوکراین په ګڼو ښارونو کې سختې شوي، چې د کییف په وینا په لسګونو کسان یې په نتیجه کې وژل شوي دي. د اوکراین د پوځي استخباراتو ویاند وادېم سکي­بیڅکي ویلي، دا د روسیې له خوا له هوا او سمندر یوازې د میزاییلو حملې نه دي، بلکې د... Читать дальше...

طالبانو په بېلابېلو برخو کې د مالیزیا د پانګونې غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو سرپرست حکومت له مالیزیا نه په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د همکارۍ او دغه شان په بېلابېلو برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ناوخته په خپل ټوېټر ولیکل، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په دې اړه د افغانستان لپاره د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي سلاکار احمد اعظم عبدالرحمن سره په کابل کې لیدلي. په توېټ کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، اقتصادي پرمختګ او دغه شان د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی. Читать дальше...

نن په تهران کې افغان او ايراني صنعت کاران غونډه لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنعتي پارکونو ټولنه وايي، یو شمېر صنعت کاران نن په ایران کې د دې هېواد له صنعت کارانو سره ناسته لري. د دغې ټولنې مشر عبدالجبار صافي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، په یاده ناسته کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ بانکي ستونزې، له ایران نه افغانستان ته د خامو موادو صادرول او دغه شان د صنعت په برخه کې د نورو فرصتونو د رامنځته کېدو په تړاو بحثونه وشي. صافي وویل، په افغانستان کې صنعت کاران اوس د خامو موادو د ترلاسه کولو او د بانکي خدماتو په برخه کې ستونزې لري، چې د حل لپاره یې اغېزمن ګامونه نه دي پورته شوي. Читать дальше...

ملګري ملتونه: د جمهوري نظام په پرتله افغانستان کې بشري وضعیت خراب شوی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، په دغه هېواد کې د طالبانو په واکمنېدو سره بشري وضعیت د تېر جمهوري حکومت په پرتله خراب شوی دی. په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ د اروپايي ټولنې د پارلمان له خوا د بشري حقونو د نړیوال حالت په اړه د لوړې کچې په کنفرانس کې، په دغه هېواد کې د بشري حقونو پر سرغړونو اندېښنه څرګنده کړه. بنیټ وویل، له شک پرته د اسلامي جمهوریت له ړنګېدو وروسته د بشري حقونو وضعیت... Читать дальше...

اندونیزیا کې د یوې بوډۍ د لاس ځانګړو خواړو ته خلک په قطار کې ناست وي

Mashaalradio.com 

د انډونیزیا یوګیا کارتا ښار د سړک د غاړې خواړو لپاره مشهور دی. خو دلته اوس هغه ځای د خلکو د پام وړ ګرځېدلی دی چیرته چې یوه ۷۶ کلنه ښځه مباح ساتینم له ۱۹۶۳ز کال راهیسې یو ناویاته خواږه خواړه پلوري. د خوړو لپاره د هغې ترکیب له لسیزو راهیسې د اندونیزیا د کلتوري مرکز یو راز وو، خو کله چې په ۲۰۱۹ز کال کې پر نېټ فليکس د "سټریټ فوډ ایشیا" په نوم یوه خپرونه کې ساتینم وښودل شوه نو هغه په زياتره اندونیزیا کې خلکو وپېژانده. په دې اړه فرانس پرېس خبري اژانس یو ویډیويي راپور جوړ کړی دی.

طالبانو د تاجکستان او ازبکستان پر خاوره د بريدونو په تور د داعش غړي نيولي

Pa.azadiradio.com 

طالبان ادعا کوي، چې د داعش هغه غړي یې نیولي، کومو چې په وروستیو کې د افغانستان له خاورې په تاجکستان او ازبکستان توغندي ویشتلي وو.  طالب ویاندویانو رسنیو ته استول شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې ازادي راډیو ته هم رسېدلې لیکلي، دا کسان یې وړمه شپه د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په قنجغه سیمه کې نیولي دي. اعلامیه د نیول شویو داعش وسله‌والو شمېر ۵ تنه ښودل شوی او زیاتوي، ۳ تنه نور له دوی سره د جګړې پر مهال وژل شوي دي. طالبانو د نیول شویو کسانو د اعتراف ویډیو هم خپره کړې ده او وايي، له دوی سره یې وسلې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Баста

Баста запланировал провести донской кубок с участием ФК «Ростов», «Чайка» и «СКА-Ростов»





Rss.plus
Лев Лещенко

Лев Лещенко и финалист шоу “Голос” Сергей АРУТЮНОВ выпустили патриотичную песню “Родная Земля”




Чалов написал два слова фанатам после матча с «Зенитом»

Пожарные в Приморье спасли 15 человек из горящего дома

Двух фигурантов по делу экс-главы проекта «Гостех» Демченко арестовали в Москве

В России напомнили о тайне гибели известной русской актрисы в Голливуде Вуд




نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

ګلوب نیوز: د کاناډا ګلوب نیوز خپرونې د نورو افغان کډوالو د نه منلو په اړه د کاناډا د حکومت د وروستۍ پرېکړې په اړه لیکنه خپره کړې ده. دا لیکنه په دې پوښتنه پیلېږي چې ولې کاناډا هغو افغانانو ته شا اړوي چې له کاناډا سره یې مرسته کړې وه؟ خپرونه لیکي، د هغو افغانانو په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي، چې تېر کال د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته کاناډا خپل هېواد ته د هغو د راوستلو ژمنه ورکړې وه. خو راپورونه وايي، چې د کاناډا حکومت د ۱۸ زره افغانانو لپاره، چې په افغانستان کې یې له کاناډايي ځواکونو سره... Читать дальше...

سراج‌الدین: نړۍ سره اقتصادي او ډيپلوماتيکو اړيکو ته چمتو او لېواله يوو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني وايي، دوی له نړۍ سره اقتصادي او ډيپلوماتيکو اړيکو ته چمتو او لېواله دي. هغه دا خبره پرون د خوست په صبریو ولسوالۍ کې یوې غونډې ته په وینا کې کړې. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سراج‌الدین حقاني له قوله لیکلي، دوی د نړۍ د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه‌دی او د دوه اړخيزو مثبتو اړيکو د پاللو ظرفيت لري. هغه دا هم ویلي، چې نړۍ دې افغانستان سره خپلې مرستې او تر خوا یې پروژې بېرته پیل کړي. هغه وویل:"دنیاوال دې دا غږ واوري، کنګل شوې پیسې دې خوشې کړي،... Читать дальше...

ملګري ملتونه له افغانستان سره د روغتیا برخه کې نوې مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د بېړنیو روغتیايي تجهیزاتو نوې بسته یې ترلاسه کړې چې د دوه لکه ۳۰زره افغانانو اړتیاوې پوره کوي. په افغانستان کې د دې ادارې څانګې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، دوی به په افغانستان کې د بشري بحران له اغېزمنو شویو کسانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. په وروستیو کې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو ویلي، د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. طالبانو ویلي، چې په افغانستان کې د روان بشري بحران د حل لپاره یې له بېلابېلو ادارو او هېوادونو سره تماسونه ټینګ کړي دي.

نن د افغانستان بانک ١٢ ميليونه ډالره ليلاموي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان بانک پرون په یوه لنډکۍ اطلاعیه کې ویلي، نن یکشنبه ۱۲ ميلیونه امریکايي ډالره لیلاموي. دغه بانک په هرو څو اوونیو کې په ميلیونونو ډالره د لیلام په ډول خرڅوي چې هدف یې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ثبات ساتل بلل شوي دي. خلک شکایت لري، که څه هم د افغانیو ارزښت یو څه ثابت پاتې دی، خو د خوراکي او غیرخوراکي موادو بیې خورا اوچتې شوي، چې زیات افغانان یې د بېوزلۍ له کبله د اخستلو وس نه لري.

له ايرانه سلګونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان محلي رسنیو راپور ورکړی، چې په تېرو درېیو ورځو کې افغانستان ته ۱۲۰۰ کسان له ایران څخه راستانه شوي دي. رسنیو د نیمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست لپاره د طالبانو د رئیس مولوي صدیق اله نصرت په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، ځینې راستانه شوي کسان د نقدي او نورو ضروري مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي. په وروستیو کې په ایران کې مېشتو افغان کډوالو ویلي، چې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا ورباندې فشارونه زیات شوي دي.

په خيبر پښتونخوا کې دوه پولیس وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي، پرون شنبه په دې ایالت کې دوه پولیس وژل شوي دي. په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو ویاند ظاهر خان ازادۍ راډیو ته وویل دغه دوه پولیس د وسله والو کسانو په ډزو په باړه کې وژل شوي او حمله کوونکي له سیمې تښتېدلي دي. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی. دا پېښه داسې مهال کېږي، چې دوې ورځې مخکې، په شمالي وزیرستان کې دوه دیني عالمان ووژل شول؛ دغه راز تېره دوشنبه په بنو کې د سړک غاړې بم په چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی او ۴ نور ټپیان شوي وو. دا حملې داسې وخت... Читать дальше...



Москва

Магнитная буря 2 мая может спровоцировать северное сияние в Москве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин и Белозеров запустили на линии МЦД поезд нового поколения «Иволга 4.0»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

Концерт дома детского творчества




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении

Новинка от Edifier: беспроводные наушники Comfo Run для занятий спортом


Андрей Рублёв

Рублёв: быстрая победа над Грикспором связана с тем, что хотел быстрее уйти с корта



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Сергей Собянин

Собянин рассказал о программе развития туризма столицы до 2030 года



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России